تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اېپسټین جرمي ملګرې ګیلین مکسوېل د څارنې کمېټې پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې
- Author, کېتلین وېلسن او کای پېګلیوچي
- رپوټ له:, کېپېټل هېل، امریکا
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
ګیلین مکسوېل چې د جنسي مجرم جېفري اېپسټین جرمي ملګرې بلل کېږي، د دوشنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د څارنې کمېټې پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه وکړه.
اغلې مکسوېل د ټېکزاس له زندانه په ویډيويي بڼه د شاهدۍ ورکولو لپاره د قضیې اورېدنې غونډې ته حاضره شوه. دا هلته د جنسي قاچاق په تور د شل کاله بند سزا تېروي.
د امریکا استازو جرګې د څارنې کمېټې جمهوريپال مشر جېمز کومر وویل چې هغې د امریکا د اساسي قانون د پنځم تعدیل پر استناد د غلې پاتې کېدو له حقه ګټه واخیسته. هغه څه چې "تمه یې هم کېده."
د امریکا د اساسي قانون پنځم تعدیل د دغه هېواد وګړو ته حق ورکوي چې د هغو پوښتنو له ځوابولو ډډه وکړي چې ښايي وروسته د دوی پر ضد په جزایي قضیو کې وکارول شي.
ښاغلي کومر دا کار "ډېر ناهیلی کوونکی" وباله او ویې ویل،"موږ له هغې د هغو جرمونو په اړه ډېرې پوښتنې لرلې چې له اېپسټین سره په ګډه یې ترسره کړي دي او همداراز مو له هغې د هغوی د نورو احتمالي دوستانو په اړه هم سوالونه لرل."
د امریکا د استازو جرګې د څارنې کمېټې دغه مشر زیاته کړه چې دوی "په پوره ریښتینولۍ سره غواړي چې د امریکا خلکو ته حقیقت په ډاګه کړي او قربانیانو ته انصاف ورکړي."
ډېموکراتې استازې مېلاني سټانسبري د قضیې اورېدنې له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې ګیلین مکسوېل له دې فرصته "د بخښنې لپاره د یوه کمپاین" په توګه ګټه واخیستله.
خو د دې استازې په وینا، د اېپسټین د تېریو قرباني شویو کسانو سره له خبرو دا روښانه ده چې "ګیلین مکسوېل ډېره بده ښځه ده" او د هېڅ ډول بښنې یا معافیت مستحقه نه ده.
د ګیلین مدافع وکیل څه وايي؟
د اغلې مکسوېل مدافع وکیل ډېوېډ اسکار مارکوس مخکې پر خواله رسنۍ لیکلي وو چې "که د ډونلډ ټرمپ له لوري یې د بخښلو سپارښتنه و شي نو دا [مؤکله یې] د ټولو خبرو کولو او رښتیا ویلو ته چمتو ده."
هغه لیکلي وو، "یوازې همدا [ګیلین] ده چې له ټولې قضیې خبره او کیسه یې کولی شي. ښايي په ځينو به ښه و نه لګېږي خو رښتیا رښتیا دي او ارزښت لري."
د جېفري اېپسټین د تېریو قربانیانو یوې ډلې هم په خپل لیک کې د امریکا د استازو جرګې د څارنې کمېټې ته خبرداری ورکړی چې د اغلې مکسوېل پر څرګندونو ډېره تکیه و نه کړي. دوی هغه تورنه کړې چې ګواکې له له قانون پلي کوونکو ادارو سره له رښتینې همکارۍ ډډه کوي او د اېپستین په کړۍ پورې تړلي "ځواکمن کسان" نه افشا کوي.
دې ډلې همداراز ویلي چې په دې قضیه کې اغلې ګیلین سره هر راز "د ګوزارې چلند" او یا یې "پر شاهدۍ ډېره تکیه کول" به قربانیانو ته د یوه ناورین په معنا وي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې سپينې ماڼۍ ویلي وو چې د اغلې مکسوېل په قضیه کې به "هېڅ راز نرمښت" نه کېږي.
هغه پوښتنې چې ځواب نه شوې
د ډېموکراتانو استازي روهېت کنه ویل چې غوښتل یې له ګیلین د هغه سند په اړه پوښتنې وکړي چې تېر کال یې محکمې ته سپارلی دی او د اېپسټین په قضیه کې د "څلورو شریکانو" او د ۲۵ نورو تورنو کسانو نومونه هم پکې یاد شوي دي.
روهېت کنه وايي چې غوښتل یې له ډونلډ ټرمپ سره د ګیلین مکسوېل او اېپسټین د "ټولنیزو اړیکو" په اړه هم پوښتنې وکړي او دا هم معلومه کړي چې ښاغلي ټرمپ خو به د هغې د بخښلو او یا یې په دې اړه د هغې له مدافع وکیلانو سره خبرې نه دي کړې.
ټرمپ په پرلهپسې ډول له اېپسټین سره په هرراز غلطو کارونو کې د ښکېلتیا دعوې رد کړې دي او ویلي یې دي چې لسیزې وړاندې یې له هغه سره اړیکه پرې کړې وه.
په خپله د اېپسټین د تېریو قربانیانو هم ښاغلی ټرمپ پر کوم جرم نه دی تورن کړی.
د پرون دوشنبې په ورځ د ګیلین مکسوېل د شاهدۍ اورېدنه په اصل کې په تېره اګست میاشت کې باید ترسره شوې وای خو د هغې د وکیلانو تر غوښتنې وروسته په دې نیت وځنډول شوه چې باید د قضیې په اړه د سترې محکمې پرېکړې ته صبر وشي.
د قضیې اورېدنې دا غونډه په داسې حال کې وشوه چې د امریکا د عدلیې وزارت د تېرې جنورۍ میاشتې پر ۳۰ نېټه د اېپسټین د قضیې اړوند درې میلیونه مخیز اسناد خپاره کړل.
په امریکا کې د بيبيسي همکارې رسنۍ سيبياېس رپوټ ورکړی چې د کانګرېس غړو ته به اجازه ورکړل شي چې نږدې درې میلیونه پاڼې هغه اسناد په شخصي ډول وګوري چې تر اوسه لاسوهنه نه ده پکې شوه.
د اېپسټین د تېریو قربانیانو ډلې د یکشنبې په ورځ په یوه ویډيو کې د دغو نااصلاح شوو اسنادو د لا روښانتیا او روڼتیا غوښتنه وکړه.
لوی څارنوال ټوډ بلانچ په دې قضیه کې پر چا د پردې اچولو هر راز تورونه رد کړي دي.
ګیلین مکسوېل لومړی ځل په ۲۰۲۱ کال کې پر دې تورنه شوه چې ګواکې کمعمره نجونې به یې غولولې او خپل دغه پخواني ملګري جېفري اېپسټین ته به یې د جنسي استفادې لپاره ورسپارلې.
هغه اوس په دې هڅه کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري په دې قضیه کې وبښل شي. هغه غوښتنه چې لا نه ده منل شوې.
اېپسټين د ۲۰۱۹ کال د جولای پر شپږمه هغه مهال ونیول شو چې په خپله شخصي الوتکه کې له پاريسه نیويارک ته ستنېده.
له کمعمره نجونو په جنسي استفادې او د هغوی پر قاچاق محکوم شوی جېفري اېپسټین په ۲۰۱۹ کې په زندان کې مړ شو. هغه تل هر ډول ناسمې کړنې رد کړې او پرې لګېدلي تورونه یې ناسم بللي دي.