زیلېنسکي: اوکرایین کورسک سیمه کې له څو خواوو پرمختګ کړی دی

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي وايي، د دوی ځواکونه د روسیې د کورسک سیمه کې د پرمختګ په حال کې دي.

ښاغلي زيلېنسکي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې ویلي، ځواکونه یې له بېلابېلو لورو تر دوو کیلومترو مخ ته تللي دي.

بلخوا د اوکرایین د عملیاتو د دویمې اوونۍ په لړ کې د روسیې په یوه بله سیمه کې هم بیړني حالت اعلان شوي.

هلته حکومتي چارواکي وايي، په بلګورود کې خلکو ته زیان اوښتی او ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د روسیې د بیلګورود سیمې والي د اوکرایین د وروستیو بریدونو په اړه تازه معلومات خپاره کړي دي.

وېچیسلاف ګلادکوف وايي، هلته تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳ ډرون بریدونه شوي دي.

یوه بې پیلوټه الوتکه د الیکسیفسکي ولسوالۍ په نښه کړې، چې اووه کورونه او یوه لوړه ودانۍ زیانمنه کړې.

نوموړی وايي، دوه موټرونه او یو پخلنځي سوځېدلی ځکه د بلګورود ولسوالۍ په کلیو او ښارګوټو نهه ډرون بریدونه شوي دي.

دی ادعا کوي چې له دې ډلې درې ډرونونه یې په دفاعي وسلو شنډ کړي دي.

پر ګریورونسکي ولسوالۍ اته څلویښت توغندي توغول شوي او پنځه ډرون بریدونه شوي چې دوه شخصي کورونه، یوه کلیسا او یوه دفتري ودانۍ زیانمنه شوې ده.

او د بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې د شیبکنسکي په ولسوالۍ کې یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

هلته سیمه کې یو ودانۍ، څلور کورونه، دوه لارۍ او د ګازو یو پایپ لاین ویجاړ شوي دي.

له دې مخکې روسي چارواکو ویلي وو، د دې هېواد په خاوره کې دننه یې د اوکراییني ځواکونو له بریدونو وروسته د ۳۰ زره بې ځایه شویو خلکو لپاره په ټوله روسیه کې ۴۰۰ پناه ځایونه پرانیستي دي.

په ورته مهال اوکرایین پوځ ویلي، له هغه یوه اونۍ وروسته، چې د روسیې سرحدي سیمې کورسک ته ورسېدل، اوس په روسیه کې دننه ۱۰۰۰ مربع کیلومتره ساحه کنټرولوي.

دغه راز د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، اوکرایین د روسیې په کورسک سیمه کې د ځمکې لاندې کول نه غواړي، بلکې په وینا یې کله چې روسیه سوله وغواړي دوی به هلته خپل بریدونه ودروي.