ویده موږکان موږ ته د حافظې د کار څرنګوالي په اړه څه وايي؟

موږک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د خوب پر مهال د موږککانو د سترګې حالت د دې څيړنې له پایلو سره مرسته کړې

حافظه څه شی ده، او موږ یې څومره لرو؟ کله چې له موږ څه هېرېږي ایا دا په دې مانا ده چې نوې حافظې د پخوانۍ هغې ځای نيولی؟ امریکا کې د تلویزیوني خپرونو یو ټوکمار چلونکی په همدې باور دی او وايي، "هر وخت چې زه تازه څه یادوم زاړه شیان زما له دماغو وباسي."

هغه په یوه ځانګړي خپرونه کې خپلې ښځې ته وايي، "یاد دې شي کله چې ما کور کې د شرابو جوړولو کورس پیل کړ بیا مې موټر چلول هېر شول."

په ټوله کې هومر نومي امریکایی له حقیقته دومره هم نه دی لرې څومره چې یې موږ فکر کوو. داسې فکر یا پدیده شته چې 'ناوریني هېرېدا' بلل کېږي او پر بنسټ یې نوي معلومات د پخوانۍ حافظې ځای نیسي.

ورته یو څه په ډېجېټلي عصبي شبکو کې هم لېدل کېږي چې د مصنوعي ځيرکتیا نوي ټکنالوجي یې ښه بېلګه ده. دا شبکې د انسانانو دماغو ته ورته تنظیم شوې او ډېر کله هڅه کوي چې نوې ډېټا پر پخوانۍ هغې ځای پر ځای شي.

د انسانانو ماغزه په عمومي ډول دغه کار کې ډېر ښه دي خو موږ ډېر نه پوهېږو چې ولې؟

د امریکا کارنېل پوهنتون څيړونکي په دې باور دي چې دوی داسې پايلې موندلي چې معلومه کړي زموږ دماغ څنګه حافظه یا یاداښتونه تولېدوي.

څېړونکو ویلي د دوی موندنې نه یوازي د مصنوعي ذکاوت په پرمختګ کې کارېدلی شي بلکې د الزایمر په څېر له دماغي پلوه زیانمنو ناروغانو وضعیت ښه کېدو لپاره هم کارېدلی شي.

دا پایلې هغه وخت روښانه شوې کله چې دوی د ويدو موږککانو له سترګو څه ولیدلی شول.

دماغو ته کړکۍ

د دغې څېړونکي ډلې لومړۍ څېړنه روانه میاشت نېچر ژورنال کې خپره شوه چې پکې یې ویلي، موږکان د خپل خوب د سایکل په بېلابېلو پړاونو کې نوي او ثبت شوي یاداښتونه پروسس کوي او له مداخلې مخنیوی کوي.

څېړونکي ډلې بي بي سي ته ویلي، "موږ ته په لومړي ځل د سترګو له لارې معلومه شوه چې دماغ کوم یاداښتونه څنګه ساتي."

موږکان د داسې تجربو لپاره ښه غوراوی باله شي ځکه ځينې وخت چې دوی وېده کېږي سترګې یې لږ پرانيستې وي او دا چاره ساینسپوهانو ته د دوی دماغو ته د رسېدو یوه مهمه کړکۍ پرانېزي.

کله چې موږکان ویده کېږي د دوی د سترګو کسي په پرلپسې ډول واړه کېږي خو له دقیقې وروسته بېرته عادي حالت ته ګرځي.

ساینسپوهانو د هغوی د خوب پر مهال موندلي چې د ویده موږکانو دماغو د خوب په بېلابېلو پړاونو کې په بېلابېلو چارو کار کاوه.

د څېړونکي له ډلې ډاکټر اولېوا وايي کله هم چې د سترګو کسي غټ وي دماغ پخواني معلومات ډېر ساتي او کله چې د سترګو مردکۍ وړې وي نو دماغ نوي معلومات ډېر ځای پر ځای کوي.

دا څېړونکي په دې باور دي چې د دوه بېلو پړاونو دا سیستم " شوني ده د داسې ستونزې حل لاره وي چې څنګه دماغ نوي معلومات جذب او زاړه معلومات هم له لاس وهلو پرته وساتي."

اصلاح شوي موږکان

موږک

د عکس سرچینه، Cornell University

د عکس تشریح، د موږک سترګو او عصبي حجرو مطالعې لپاره له ځانګړو کمرو او هېندارو ګټه اخېستل شوې

د دې څېړنې اصلي لیکوال ډاکټر انتونیو فرنادز روئیز وايي، "د ځينو موږکانو عصبي رشتې پیاوړي وي دوی د دماغو په حجرو کې مصنوعي پروټین تولیدوي او کله چې موږ د داسې موږکانو دماغو ته نوري فایبر ولېږدوو له لږ نور څخه په استفادې هم کولی شو چې د دوی د دماغو ځانګړې حجرې فعاله کړو."

د دغې کار لپاره موږکانو ته ځانګړی شی چې کمره او هنداره هم لري ور په سر کېږي، له دې وروسته ساینسپوهان د موږکانو د سترګو کسي (مردکۍ) ښه ویني او پوهېږي چې دوی د خوب په کوم حالت کې دي. له دې وروسته دوی د اړتیا وړ حالت کې که کسي واړه یا هم خپل عادي غټ حالت کې وي دماغ تحریکوي او څېړنې کوي.

په مغزو کې لګول شوي کوچني الکترودونه ساینسپوهانو ته اجازه ورکوي چې هم د موږک د دماغو پروسه وګوري او هم د حافظې جوړولو وړتیا ګډوډه کړي.

د سلګونو ځانګړو عصبي حجرو له مطالعې وروسته ساینسپوهان دې پایلې ته رسېږي چې وګوري موږکان په کوم ترتیب دي یعنې (څه لومړۍ ورپسې څه او همداسې تر اخره یې دماغو کې څه ګرځي) او که دا ترتیب د پخوانۍ تجربې سره ورته وي نو دا په ډاګه کوي چې دوی پخوانی کومه تېره شوې پېښه تکراروي یا پرې فکر کوي او یا یې خپلې حافظې ته سپاري.

څېړونکی چانګ وايي، "کله چې زه په کوټه کې قدم وهم ځينې عصبي رېښې به په ځانګړي ترتیب (له پیله تر اخره) عمل کوي او بیا به د شپې هغه حجرې په ورته ترتیب فعالیږي تر څو دا حافظه کې خوندي وساتل شي."

خو د خوب پر مهال د څېړنو لپاره په ځانګړو شویو موږکانو د ځانګړو الاتو له لارې د نوري فایبر په واسطه یو کمه اندازه رڼا په دې ټول بهیر اغېز کولی او ان ګډوډولی شي.

د موږک د حافظې پاکول

څيړنه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، موږککانو ته له خوب وروسته هم د بورې ځای او ګواښ ځایونه معلوم و

د رپوت یو لیکوال ډاکټر ونبو تانګ وايي، "موږ دا حیوان په ګرد داسې پنېر چې ډېر سوري پکې وو پرېښود، یوه سوري کې مو پټه بوره ځای پر ځای کړه وروسته مو ولېدل چې موږکانو د بورې پیدا کولو ځای پسې لیکه کړه، ساینسپوهانو له دې تجربې هغه ترتیب وموند چېرې چې د دوی عصبي ریښې وار کوي.

د دویم او متفاوت تګلوري غوراوي په صورت کې دوی کولی شي د پخوانۍ خاطرې او هغې خاطرې چې په هماغې ورځ پېښه شوې توپیر وکړي.

وروسته څېړونکي ډلې دا ارزونه شروع کړه چې ایا دوی کولی شي غوره خاطرې پاکې کړې کنه.

دوی موندلې کله چې د موږک خوب پر مهال د حافظې جوړونکو حجرو ته فشار ورکول کېږي، تازه یې یو څه زده کړې وو خو کله چې له دې فشار وروسته دوی ویښېږي نو هغه تازه زده درملنه او لاره یې هېره وي.

له دې سره کله چې دوی هغه مهال چې د موږکانو د سترګو ګاټي پراخ وو دا عمل تر سره کړ موږکان نېغ د خپل منزل په لوري لاړل دوی وتوانېدل چې خپله لار په مغزو کې وساتي، دې کار دا ثابته کړه چې حافظه د خوب پر مهال هم نه ده پرې شوي.

پوهان دا مهال دماغو د فعالیت پر څار پوه شول او اکثره تجربې یې هغه مهال کړي چې د سترګو کسي واړه وي. دوی د خپلو څېړنو پر بنسټ پر دې باور دي چې د خوب بل پړاو چې سترګې پکې نسبي پراخې پرانېستې وي نتیجې یې متفاوتې راځي.

دې چارې څيړونکي دې پایلې ته رسولي چې موږکانو کې لږ تر لږه دماغ دوه جلا کارونه نوي حافظه او زاړه یادښتونه یو ځای تر سره کوي داسې چې له یوه بل سره نه ګډېږي.

د الزایمر، ذهني ضربې او مصنوعي ځیرکتیا سره مرسته

مصنوعي ځیرکتیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په موږککانو د کېدونکو تجربو پایلې ډېر کله په انسانانو هم تطبیقیږي

موږ پوهېږو چې د حافظې پیاوړتیا لپاره خوب څومره مهم دی او دا څېړنه ښیې هغه څه چې بېلابېلو پړاونو کې په دماغو کې تېرېږي د ستونزو څخه د مخنیوي او خاطرو لپاره مهم دي.

څېړونکی ټيم دا باور لري، لکه څنګه چې په ګڼو نورو برخو کې پر موږکانو شوې تجربې پر انسانانو هم تطبېقیږي دا موندنې هم له انسانانو سره اړخ لګوي.

موږکان تي لرونکي ژوي دي او له انسانانو سره ډېر ژېنېتیک او بیالوژیکي ورته والی لري، د انسانانو او موږکانو چاپېریالي ستونزې او اړتیاوې هم یو شان دي.

که موږ د انسانانو له دماغو سره دا مرسته کولی شو چې زاړه او نوي یادښتونه سره جلا کړي نو شوني ده د بېلابېلو شرایطو درملنه هم پیدا شي.

نوموړې وايي، "تاسې ممکن ځينې داسې خاطرې لری چې غواړی له منځه لاړې شي د بېلګې په ډول هغه خلک چې له ناروغۍ ځورېدلي نو په راتلونکي کې ممکن داسې لارې وموندل شي چې د خوب پر مهال د هغې ځانګړې تجربې او حافظې د ساتنې یا له منځه وړلو لپاره مداخله وشي ."

دا څېړنه له مصنوعي ځيرکتیا سره هم مرسته کوي تر څو ډېر ورته داسې کارونه ترسره کړي چې د انسانانو دماغ یې کوي.

ډاکټر ټانګ وايي، "کله چې موږ تاسې د مصنوعي ځيرکتیا سیستم ته د یوه کار د کولو ووایو دوی یې په ډېره ښه بڼه تر سره کوي ان ډېر کله یې له انسانانو هم په ښه طریقه کوي. خو کله چې د مصنوعي ځيرکتیا سیستم ته په یوه وخت کې د څو کارونو ووایې دا نو بیا ورته ننګونکي وي.

هانګیو چانګ وايي، "که زه د مصنوعي ځيرکتیا شبکه د انځور ښې پېژندنې لپاره وروزم د بېلګې په ډول د پېشو انځور ور زده کړم، کار به یې د نه باور وړ وي."

خو که زه بیا له دوی وغواړم چې یو نوی شی زده کړي د بېلګې په ډول سپی نو تاسې باید دا سیستم له سره وروزئ ځکه دا نوی شی د پخواني هغه انځور ځای نيسي نو سیستم به سپی زده کړي خو پېشو به ترې هېره وي. د دې کار یو پایله دا ده چې مصنوعي ځیرکتیا ته داسې پراخه لار شته چې نوې شیان زر زده کړي.

په پای کې ډاکټر ټانګ وايي، "دا څېړنه موږ ته ښیې چې څنګه خوب له موږ سره مرسته کوي چې حافظه کې مو ډېر شیان وساتو او دا د انسانانو د روغتیايي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کوي."

دا چاره ممکن د امریکايي ټوکمار هومر سېمپسون سره مرسته ونه کړي هغه چې وايي د شرابو کورس زده کولو له کبله یې موټر چلول هېر کړي." مارج د کومک په ډول ګوتڅنډنه کوي چې " دا ځکه چې تا شراب څښلي وو او مست وې."