لومړی ځل يوه مېرمن چې په غوږو معلوله ده د جنوبي افريقا د ښکلا ملکه شوه

د جنوبي افريقا د ښکلا ملکه

د عکس سرچینه، AFP

جنوبي افريقا کې په لومړي ځل يوه ښځه چې کڼه ده او په غوږو نه اوري د ښکلا ملکې سيالي ګټلې ده.

دغه مېرمن چې ميا لي رو نومېږي وايي، هيله لري چې دا بریا به ټولو هغو خلکو ته چې له ټولنې د ګوښه توب احساس کوي الهام ور وبښي چې د دې په څېر "ناشونې هيله" پوره کړي.

۲۸ کلنه ميا لي رو چې ماډله ده او د بازار موندنې برخه کې کار کوي د ښکلا ملکې د تاج په سرولو وروسته وويل، "زه په وياړ سره د جنوبي افريقا يوه داسې ښځه يم چې په غوږو نه اوري او د ټولنيز محروميت په درد ښه پوهېږم. مګر اوس پوه شوم چې نړۍ ته د راتلو علت مې دا و چې پولې ماتې کړم."

کله چې دا يوه کلنه وه، ډاکترانو ته معلومه شوه چې د غږ اورېدلو کې ستونزه لري او د هغې په سر کې يې يوه اله ولګوله.

ميا لي رو وايي له دوه کلنې درملنې وروسته يې وکولی شول چې په لومړي ځل خبرې وکړي.

د جنوبي افريقا د ښکلا ملکې سږنۍ سيالي له ګڼو خنډونو سره مخ وه. تېره اوونۍ یوه مېرمن له دې سياليو ووتله او لامل يې په جنوبي افريقا کې د کډوالو پر وړاندې چلند وباله.

د حقوقو محصلې له دې کبله له دې سياليو سره مخه ښه وکړه چې پر مور يې تور پوری شوی چې د جنوبي افریقا د يوې ښځې "هويت يې غلا" کړی دی.

په تېرو څو اوونيو کې دا تور په ټولنيزو شبکو کې د لوی جنجال لامل شو.

دې شخړې د جنوبي افریقا د حکومت د یوه وزیر په ګډون د ټولنیزو رسنیو زرګونه کاروونکي په تودو بحثونو کې ښکېل کړل.

اغلې ادتشينا په جنوبي افريقا کې زيږېدلې چې پلار يې د نايجريا او مور يې د موزمبيق ده.