۶۰ کلنه ښځه "د نړۍ د ښکلا ملکې" سیالیو کې له ګډون پاتې شوه

سیالي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۶۰ کلنه الیجندرا ماریسا رودریګز چې په ارجنټیان کې یې د ښکلا ملکې نوم ګټلو له امله سیالیو کې برخه اخیستې وه، پاتې راغله

۶۰ کلنه الیجندرا ماریسا رودریګز چې په ارجنټیان کې یې د ښکلا ملکې نوم ګټلو له امله سیالیو کې برخه اخیستې وه پاتې راغله او له دې سره یې د نړۍ د ښکلا د ملکې کېدو هیلې هم ختمې شوې.

نوموړې د دغو سیالیو نړیوال پړاو ته لار ونه شوای موندلی.

هغه چې یوه حقوقي مشاوره ده، د ارجنټاین د ښکلا ملکې په سیالۍ کې چې د تېرې شنبې پر ورځ په پلازمېنه یوینس آیرس کې ترسره شوې وه "د ښکلې مخ" څښتنې نوم خپل کړ.

آغلې رودریګز یوې اسپانوي رسنۍ ته ویلي، هیله لري چې د ښکلا ملکې سیالیو کې یې ګډون "د پرمختګونو پر لور لومړی ګام وي."

په اپرېل میاشت کې نوموړې وروسته له هغې د خبرونو سر ټکې شوه چې، په شپېته کلنۍ کې یې د ښکلا په سیالیو کې ګډون وکړ.

سیالي

د عکس سرچینه، Getty Images

دې سیالیو کې د الیجندرا ماریسا رودریګز ګډون وروسته له هغې ممکن شو چې "د ښکلا ملکې" بنسټ له خوا د ګډون کوونکو کسانو عمر اړوند قوانینو کې بدلون راغی.

له دې وړاندې دغو سیالیو کې هغو کسانو ګډون کولی شو، چې عمرونه به باید د ۱۸ او ۲۸ کلونو تر منځ وي.

خو په ۲۰۲۳ کال کې د عمر دا ټاکل شوې اندازه لیرې کړل شوه.

آغلې رودریګز د شنبې ورځې له مراسمو وروسته رسنیو ته وویل: "زه باوري یم هغه څه چې ماترسره کړل ډېرو نورو ته یوه نوې دریڅه پرانیستل شوه او دا کار اسانه نه دی."

د رسنیو د رپوټونو له مخې، مېرمن رودریګوز دنده په روغتون کې د حقوقي مشاورې په توګه دنده ترسره کوي. وايي د ژوند بڼې ټاکل یې د ځوانۍ ساتلو لوی لامل دی.

سیالی

د عکس سرچینه، Getty Images

د سږ کال ارجنټاین د ښکلا ملکې لقب ګټونکې د اسپانیا کوردوبا ۲۹ کلنه اوسېدونکې ماګالي بنېخام ده چې ۲۷ نورو ګډون کوونکو ته یې ماتې ورکړه او د دې هېواد د ښکلا ملکې تاج یې پر سر کړ.

هغه به د ۲۰۲۴ کال نړۍ د ښکلا ملکې په سیالیو کې د ارجنټیان په استازیتوب ګډون کوي. تمه ده چې دا سیالۍ د سپټمبر کې په مکسیکو کې ترسره شي.

د نړۍ د ښکلا ملکې سیالۍ په لومړي ځل ۱۹۵۲ کال کې پیل شوې او تر اوږدې مودې یوازې د ټاکلي عمر مجردو نجونو پکې ګډون کولی شو، خو تېر کال یې قوانینو کې بدلون راغی.

اوس په دې سیالیو کې د ډېر عمر ښځې، طلاق کړې، واده کړې او میندواره ښځې هم ګډون کولی شي.

مېرمن رودریګز امریکايي‌ رسنیو ته ویلي: "دا یو مثبت بدلون دی او فکر کوم د دې په څېر به ورو -ورو نور بدلونونه هم راشي."

نوموړي ویلي که څه هم سږ کال د خپل هېواد په استازیتوب په دې سیالیو کې ګډون نه شي کولی،‌ خو ډاډه ده چې د ښکلا، عمر او وزن په اړه کلیشه‌یي باورونه مخ په بدلېدو دي.