د شیاومي برېښنايي موټر؛ په یوه ساعت کې ۳۵۰ کیلومتره سرعت لري

د عکس سرچینه، XIAOMI
له شیاومي ډوله سپورتي موټره لومړی ځل پرده پورته شوه، چې په درې ماشینونه لري او په یوه ساعت کې تر ۳۵۰ کیلومترو پورې د سرعت وړتیا لري.
دغه موټر لا هم خپل ازمايښتي پېر کې دی، خو د چمتو کوونکي شرکت شیاومي مشر لی جون وايي، چې دا چټک او برېښنايي موټر به راتلونکی کال بازار ته وړاندې کړي.
دا سي یو ۷ ماډل به بازار ته د الټرا په نوم وړاندې شي.
دا موټر درې برېښنايي ماشینونه لري چې ټولټال ۱۵۴۸ هارس پاور قوه یا ځواک لري.
د سي یو ۷ تر ټولو ډېره چټکتیا په یوه ساعت کې تر ۳۵۰ کیلومترو پورې رسېدای شي او دغه راز یې په یو اعشاریه ۹۷ ثانیو کې د ماشین سرعت له صفره تر ۱۰۰ کیلومترو پورې رسېدای شي.
شیاومي وايي، د دې موټر د ماشین چټکتیا په شپږو ثانیو کې له صفر څخه ۲۰۰ کیلومتره په ساعت کې رسېږي.

د عکس سرچینه، GETTY
د موټر ماشین په بشپړه توګه د کاربن فایبر څخه جوړ شوی او له همدې امله دا ۱۹۰۰ کیلو ګرامه وزن لري، او د سي یو سېون عادي ماډل پرتله ۵۰۰ کیلوګرامه سپک دی.
شیاومي پلان لري، چې په دوو میاشتو کې د دې موټر په مټ د جرمني په نوربرګ رینګ کې د څلورو دروازو موټرونو ریکارډ مات کړي.
په نوربرینګ کې د څلور دروازو موټرو اوسنی ریکارډ د پورش ټیکان جی ټي ټوربو سره دی، چې ویې کولی شو په اوو دقیقو، اوو ثانیو او د ثانیې ۵۵ برخې کې خپل کړي.
شیاومي شرکت چې په نړۍ کې د خپلو ګرځنده تلیفونونو او د کور وسایلو له کبله مشهور دی په ۲۰۲۱ کال کې یې پریکړه وکړه چې برېښنایي موټر تولید کړي.
یاد موټر څو میاشتې وړاندې د چین بازار ته وړاندې شو او ویل کېږي، چې پلور یې ډېر ښه دی.
د سي یو سېون تر ټولو ارزانه ماډل ۳۰ زره ډالره ارزښت لري.
د جاپانیانو یووالی

د عکس سرچینه، EPA
د موټرو تولیدونکو شرکتونو نیسان او هونډا اعلان کړی، چې د خپلو تولیداتو نوې بڼې لپاره د سافټویرونو او ټیکنالوژۍ جوړولو برخه کې په ګډه کار کوي.
دې دوو شرکتونو له میتسوبیشي سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې د برېښنايي ماشینونو په برخه کې له دې شرکت سره مرسته وکړي.
د هونډا، نیسان او میتسوبیشي یووالی په نړیوالو بازارونو کې د دې دریو شرکتونو ننګونو ته یو ځواب دی.

د عکس سرچینه، GETTY
د هونډا مشر توشي هیرو میبه د نیسان له مشره سره په ګډه خبري غونډه کې وویل:
"هغه پېر کې، چې موږ یوو د سولې پېر ورته نه شو ویلی، خو د وړاندوینې وړ پېر نه دی. که موږ د پخوا په څیر مخ ته لاړ شو نو بیا به د نړۍ په کچه سیالي ونه شو کړی. له همدې امله، د دغو دریو شرکتونو ترمنځ همکاري په اوسني چاپیریال کې د سیالۍ لپاره یوه پیاوړې وسله ده."
د موټرو بریښنایي کولو سره د موټر جوړونکو بریا د سافټویرونو کېفیت پورې تړلې ده، چې د موټر بېلابېلې برخې کنترولوي.
د موټر جوړولو دا پېر د "سافټویر محوره ماشینونو" پېر بلل کېږي.











