مایکرو سافټ د بي بي سي له رپوټ وروسته د فلسطیني کاروونکو تړل شوې حساب پاڼې بېرته پرانیستلې

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د کمپيوټري پروګرامونو نړیوال شرکت مایکروسافټ یوه بیان کې ویلي وو د ټولو هغو فلسطیني وګړو اکونټونه یې تړلي چې د دې کمپنۍ د چوپړونو له شرایطو یې سرغړونه کړې وه. خو کله چې بي بي سي د مایکروسافټ کمپنې د دې ګام په اړه رپوټ خپور کړ د دې کسانو اکونټونه بېرته فعال شول.

د مایکرو سافټ یوه ویاند بي بي سي ته وویل، داخلي څېړنو وښودله چې دا اکونټونه د هغه خبرداري پایله کې تړل شوي وو، چې د جعلکارۍ په اړه ورکړل شوی وو خو ده وویل لا نورو څېړنو کې معلومه شوه، چې د جعلکارۍ خبرداری بې بنسټه وو.

مایکروسافټ د دې تېروتنې له امله بښنه ونه غوښته خو ویې ویل، هڅه کوي خپل ځانګړی سیسټم لا غښتلی کړی.

دې سیسټم د هغو ټولو کسانو اکونټونه تړلي وو، چې له غزې سره یې د سکایپ له لارې اړیکي نیولي وو خو یادې کمپنۍ دا ونه ویل، چې له فلسطینیانو پرته د نورو کسانو اکونټونه هم تړل شوي او کنه؟

د ځینو داسې فلسطینیانو بریښنالیکونه هم بند شوي وو، چې له یوې لسیزې راهیسې یې همدا بریښنالیکونه کارول.

عیاد حمتو، چې په سعودي عرب کې ژوند کوي بي بي سي ته وویل:

"دوی زما آنلاین ژوند تباه کړ. دوی زما د بریښنالیک حساب بند کړ چې ما د نږدې ۲۰ کلونو لپاره کارولی و. د ژوند ټولې چارې مې دې ایمیل سره تړلې وې."

غزه
د عکس تشریح، غزه کې د جګړې د پيل پرمهال د چاپیریال ساتنې سلاکار صلاح السعدي په امریکا کې وو

هغه او نور اوس خوښ دي، چې خپل اکونټونه یې بیرته ترلاسه کړي خو وايي، چې مایکروسافټ باید بښنه وغواړي او دوی ته تاوان ورکړي.

غزه کې د جګړې د پيل پرمهال د چاپیریال ساتنې سلاکار صلاح السعدي په امریکا کې وو خو د اکونټ تړل کېدو له کبله یې د کار لپاره دوه مرکې له لاسه ورکړې او د یوې جایزې تر لاسه کولو مراسمو کې یې ګډون ونه شو کړای.

د بي بي سي له رپوټ وړاندې ځینو کسانو هڅه کړې وه له نورو لارو خپل شکایت او اعتراض ورسوي خو هڅو یې ځای نه وو نیولی.

یوازې مایکروسافټ دوی ته یوه ایمیل کې ویلي وو، چې اکونټ یې د مایکروسافټ د چوپړونو له شرایطو د جدي سرغړونې له امله تړل شوی.

د ټولو هغو فلسطینیانو ترمنځ چې اکونټونه یې تړل شوي او بي بي سي ورسره خبرې کړې دي، مشترک ټکی داوو چې دوی له بهره غزه کې خپلو کورنیو او خپلوانو سره خبرې کړې وې.

د اسرائیلو د پوځي عملیاتو له امله په غزه کې انټرنټ ډیر وخت ګډوډیږي او ځینې وخت په بشپړه توګه پرې کېږي.

هالته د عادي ټیلیفونونو له لارې بهر سره اړیکي نیول خورا ګران دي.