د سالنګ لويه لار د مسافر وړونکو موټرو لپاره پرانيستل شوه

سالنګونه

د عکس سرچینه، دټولګټو چارو وزارت

د عکس تشریح، سالنګونه

د افغانستان شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته ورغلې لویه لار چې په سالنګونو کې د ډېرې واورې او ورښتونو له کبله تړل شوې وه نن دوشنبې بېرته پرانيستل شوې ده.

له دغې لار له تېرې جمعې ورځې راهیسې د سختې واورې او لړو له کبله چې د نظر ساحه یې محدوده کړې وه تګ راتګ بند شوی و.

د پژواک خبري اژانس له مخې د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت ويلي، چې د سالنګ لويه لار "نن د سهار له اوو بجو راهيسې د لويو او کوچنيو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانيستل شوې ده."

د لارې له خلاصیدو سره هممهاله د طالبانو حکومت د ټولګټو یا فواید عامې وزارت په موټر چلونکو غږ کړی چې د ژمنیو تجهیزاتو او ترافیکو قوانینو رعایت سره په دې لار سفر ته زړه ښه کړي.

وړاندې د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو یا فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ويلي وو چې ژغورنکې ډلګۍ یې د سالنګ هسکو پېچومو کې د لارې پر خلاصولو بوختې دي.

نوموړي زياته کړې وه، په تېرو درې ورځو کې پر دغه لار تلونکو مسافرو کې د مرګ او ژوبلېدا کومه پېښه نشته " د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست د سالنګونو لويې لارې د ترافيکو پرمخ تر تړل کېدو وړاندې ټول مسافرين او وسايط د خطر له سيمو څخه امن ځايونو ته انتقال کړي."

د طالبانو حکومت د لویو لارو د څار او ساتنې ادارې له خلکو غوښتي تر هغه چې د لویو لارو وضعیت په اړه بشپړ ډاډه نه وي د سفر تکل دې نه کوي.

سالنګ

د عکس سرچینه، دټولګټو چارو وزارت

د عکس تشریح، سالنګ کې د لارې د خلاصون چاره

پر سالنګونو ورغلې لار پلازمېنه کابل له ۱۳ ولایتونو سره نښلوي او د سوداګرۍ لپاره هم ځکه مهمه بلل کېږي چې له منځنۍ اسیا سره ځمکنۍ سوداګري پر همدغه لاره ده.

تېرو درې ورځو کې د افغانستان څو نورې مهمې لارې هم د واورو او توپاني هوا له امله تړل شوې وې.

د بامیانو او دایکندي ترمنځ لویه لاره هم د قوناق کوتل په سیمه کې د ورښتونو له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه. چارواکو ویلي په شمالي ولایت سرپل کې "د قم کوتل مسیر د لنډمهال لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوی و."

په نورستان، غور، پکتیا، دایکندي، فاریاب، میدان وردګ، لوګر، غزني او بدخشان ولایتونو کې هم سختو واورینو ورښتونو د تګ راتګ لوی او وړې لارې ځای ځای د څه وخت لپاره بندې کړې وې.

د لارو تړل کېدو له امله په لرې پرتو سیمو کې ډېر کله خوړو او روغتیايي اسانیو ته لاس رسی سختیږي.