افغانستان کې واورو سالنګ او څو نورې لارې تړلې

سالنګونه

د عکس سرچینه، د فواید عامې وزارت

د عکس تشریح، سالنګونه

د افغانستان په لوړو غرنیو سیمو کې د واورو سختو ورښتونو څو مهمې لارې تړلي او ډېرو سیمو کې د خلکو تګ راتګ ټکنی شوی.

د جمعې پر ورځ د جنورۍ ۳مه، د طالبانو حکومت کې د باختر دولتي خبري اژانس د افغانستان شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته پر سالنګونو د ورغلې لارې د تړل کېدو ویلي او زیاتوي تر ۱۱۶ سانتي متره واوره ورېدلې.

د سالنګونو د ساتنې او څار ادارې له خلکو غوښتي، هغوی چې پر دغه لاره سفر کوي په خوندي سیمو کې دي ودریږي او له وړاندې تلو دې ډډه وکړي.

د طالبانو په حکومت کې د ټولګټو چارو یا فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس بي بي سي پښتو ته ویلي " پر سالنګونو تېره شوې لویه لار د بار وړونکو وسایطو پر مخ موقتاً تړلې ده ."

ښاغلي حق شناس وویل د پنجشبې پر ورځ له ۴۰ سانتي متره تر ۵۰ سانتي متره واوره ورېدلې او د ورښت به دوام سره ښايي دغه کچه پورته تللي وي.

د ټولګټو چارو وزارت یوه وینا پاڼه کې کاږي" د کابل – بامیان لویه لار د میدان وردګ ولایت اړوند د اونۍ کوتل په سیمه کې د تیزې واورې د اورښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده چې د خلاصون هڅې یې روانې دي."

د بامیانو او دایکندي ترمنځ لویه لاره هم د قوناق کوتل په سیمه کې د ورښتونو له امله بنده ده. چارواکو ویلي په شمالي ولایت سرپل ولایت کې "د قم کوتل مسیر د لنډمهال لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی."

په نورستان، غور، پکتیا، دایکندي، فاریاب، میدان وردګ، لوګر، غزني او بدخشان ولایتونو کې هم دا دویمه ورځ ده چې سختې واورې ورېدلي.

د ټولګټو وزارت ویاند وايي، د سړکونو د ساتنې او څارنې د چارو مرستیال ملا عبدالجبار له ټولو ولایتي استازو، او اړونده قراردادي شرکتونو سره د همغږۍ په یوه غونډه کې له هغوی غوښتي چې د لارو د خلاصون وسیلې دې لویو لارو او هغو سیمو ته ولېږدوي چې د بندیدو امکان یې شته.

فواید عامه

د عکس سرچینه، د افغانستان فواید عامې وزارت

د عکس تشریح، سالنګونه

د طالبانو حکومت کې د لارو د څار او کنټرول ادارو له خلکو غوښتي چې د سفر پر مهال دې " د وسایطو لپاره ځنځیر، ژمنۍ تودې جامې او د اړتیا وړ خوراکي توکي له ځان سره ولري."

د افغانستان پر لویو لارو د دا ډول ورښتونو پر وخت ډېر کله د ناپامۍ، پر لارو د ټرافیکي قوانینو د نه پلې کېدا، د څار کموالي او له لویه سره دسړکونو غیرې معیاري جوړښت د مرګونو ټرافیکي پېښو لامل کېږي.

په هسکو غرنیو کلیو بانډو کې بیا د سړکونو نشتوالي له کبله ورځې ورځې او کله خو تر اونیو او میاشت پر پلو لارو هم تګ راتګ ناشونی کېږي چې د خوړو، درملو او نورو او د ژوند نورو اسانیو ته لاس رسی پکې ننګول کېږي.

د هیواد ختیځه څنډه کې نورستان تر نورو ځکه ډېر له کړاو سره مخ وي چې د دغه غرني ولایت ټول ولسوالۍ له ولایتي مرکز سره مخامخ د سړک له لارې نه دي نښلېدلي.

ځايي خلک وايي له وړمې شپې راهسې د نورستان په ولایتي مرکز پارون او ډېرو ولسوالیو کې یې واورې ورېدلي چې ځینو سیمو ته یې د تګ لارې ټکنۍ شوي.

له ټولو دغو پېښو او ګوښونو سره سره، لویه برخه افغانان واورې او بارانونه د راتلونکي کال د ودانۍ نښه ګڼي.