تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۲۹۹ ماشومانو په جنسي تېري او ځورونو تورن پخوانی جراح په فرانسه کې محاکمه کېږي
- Author, لورا ګوزي
- دنده, بي بي سي نیوز
له سلګونو ځوانو ناروغانو سره د ناوړه چلند په تور تورن یو پخوانی جراح ډاکټر، په دې میاشت کې د فرانسې په تاریخ کې له ماشومانو د ناوړه ګټه اخیستنې تر ټولو سترې محکمې کې محاکمه کېږي. ویل شوي د زور زیاتي پر وخت ډېر کله به ناروغان بې هوښه وو.
۷۳ کلن جویل لي سکوارنک تورن دی چې د ۱۹۸۹ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ یې پر ۲۹۹ ماشومانو چې ډېر یې د هغه پخواني ناروغانو وو، جنسي تېري کړي دي.
هغه پر ځینو تورونو اعتراف کړی، خو ټول یې نه دي منلي.
محاکمه د فرانسې په شمال لوېدیځ کې وېنز کې کېږي. پولیسو څو کلونه په دې تړاو سخت تحقیقات کړي دي.
فرانسوي چارواکو ته د اېف بي ای له خبر داري سره سره، چې هغه د ماشومانو ځورونې له وېبپاڼو سره مشورې کولې، داسې نا ارامه کوونکې پوښتنې راپورته شوي چې ایا لي سکوارنک، د هغه د همکارانو او د هغو روغتونونو د مدیریت لخوا خوندي شوی و، چې هغه یې پر دنده ګمارلی و او یوازې د کار ځنډولو سزا ورکړل شوې وه.
داسې ښکاري چې له ماشومانو سره د پخواني جراح د اړیکو د مخنیوي لپاره خورا حیرانونکي فرصتونه له لاسه تللي یا رد شوي دي.
له ماشومانو سره د جنسي اړیکې په اړه د هغه د کورنۍ غړي هم پوهېدل او ادعا کېږي چې د هغه مخه یې نه ده نیولې.
په دې قضیه کې ښکېل یوه وکیل بي بي سي ته وویل: "دا د هغه د کورنۍ چلند و، چې له امله یې د هغه ناوړه ګټه اخیستنې لسیزې دوام وکړ."
لي سکوارنک، چې یو وخت د کوچني ښار یو له درناوي ډک جراح و، له ۲۰۱۷ کال راهیسې په زندان کې دی. هغه له خپلو خورزو چې اوس ۳۰ کلنې دي او همدارنګه یوې شپږ کلنه نجلۍ او یوه ځوانه ناروغ سره د جنسي تېري په شک ونیول شو.
په ۲۰۲۰ کال کې په ۱۵ کلونو بند محکوم شو.
د هغه له نیول کېدو وروسته، پولیسو یې کور وپلټه او د ماشومانو په اندازه جنسي ګولۍ، د ماشومانو د ناوړه ګټه اخیستنې له ۳۰۰،۰۰۰ څخه ډیر انځورونه، او په زرګونو پاڼې په دقت سره ترتیب شوي یادوښتونه یې وموندل چې په کې لي سکوارنیک ادعا کوي چې ټول هغه تېري یې ثبت کړي دي چې په خپلو ځوانو ناروغانو یې د ۲۵ کلونو په اوږدو کې دي.
هغه له ماشومانو سره د جنسي اړیکو یا پر هغوی له جنسي تېري انکار کړی، او وايي هغه څه یې لیکلي چې یوازې د هغه "خیالونه" دي.
خو څو ځایه یې دا هم لیکلي و: "زه له ماشومانو سره د جنسي اړیکو مینه لرم".
لی سکوارنک د جنسي تېري له ۱۰۰ ډېرو او د جنسي ځورونو له ۱۵۰ ډېرو تورونو سره مخ دی.
بې هوښه قربانیان
د هغه ځینو پخوانيو ناروغانو، چې اوس ټول لویان دي، ویلي، د دوی په یاد دي، چې جراح د طبي معایناتو په پلمه پر دوی لاس تېراوه، ان ځینې وختونه به د دوی مور او پلار یا نور ډاکټران هم په خونه کې وو.
خو د قربانیانو لویه برخه چې ادعا کېږي، تېری پر شوی یا ځورول شوي دي، په بې هوښۍ کې وو او هېڅ کومه خاطره یې نه ده په یاد. کله چې پولیسو په دې تړاو اړیکه ورسره ونیوله، هک حیران شول. ظاهرا پولیسو د هغوی نومونه د لي سکوارنک له یادښتونو پیدا کړي وو.
فرانسوي ورځپاڼې لي مونډ د پخواني جراح پر وړاندې د محکمې د حکم له قوله ویلي، لي سکوارنک د تر "ټول ځواکمن" احساس کاوه او د "محاسبه شويو سرغړونو" له لارې یې "له خطر سره مینه" خوښوله.
ځینو ادعا شویو قربانیانو ویلي، د پېښو نا ارامه کوونکو بربنډولو له دوی سره مرسته وکړه، د زیانونو هغه ناڅرګندې نښې احساس کړي چې ټول ژوند پرې بار وې.
وکیلې فرانسېسکا ساټا، چې د څو ادعا شویو قربانیانو استازیتوب کوي، بي بي سي ته وویل، د هغې په مراجعینو کې "د دوو سړیو کورنۍ شاملې دي چې پېښې یې په یاد وې او بالاخره یې خپل ژوند واخیست."
د فرانسې د قربانیانو ټولنې اولیویا مونس له ډېرو ادعا شویو قربانیانو سره خبرې کړي او وايي، زیاترو یې یوازې د پېښو تیاره حالت په یاد دی او هېڅکله یې د "تشرېح لپاره کلمې" ونه موندلې.
د اغلې مونس په وینا، کله چې د جراح قضیه روښانه شوه، "دوی ته یې د څرګندونو لپاره زمینه برابره کړه."
یوه بله ښځه چې ماري نومېږي او اوس شاوخوا دېرش کلنه مور ده وايي، کله چې پولیس د هغې کور ته ورغلل او څرګنده یې کړه، د هغې نوم د یو جراح په یادښتونو کې یاد شوي چې له ماشومانو په ناوړه ګټه اخیستنې تورن دی.
هغې د فرانسې بلیو ورځپاڼې ته وویل: "دوی هغه څه ولوستل چې هغه زما په اړه یې لیکلي و، ما غوښتل دا پخپله بیا ولولم، خو ممکن نه و." "ایا دا انګېرلی شئ، چې ستاسو په اړه د سختو ناوړه ټکو لوستل او پرې پوهېدل چې ستاسو د ماشومتوب په اړه وي، څومره ګران دي؟"
ماري وویل، هغې له نارینه وو سره په اړیکو کې د "ستونزو" په تړاو کلونه د رواني روغتیا متخصصینو سره لیدلي وو او ډاکټران حیران وو ،دا چې هغې په ماشومتوب کوم زیان تجربه کړی و، که نه؟
"زه باید باور وکړم، د هغو پېښو پر وړاندې زما حافظه خوندي کړم. خو د [پولیسو] معاینې دا ټول بېرته را څرګند کړل. انځورونه، احساسات، یادونه هره ورځ بېرته راغلل،" هغې وايي، " زه داسې احساسوم لکه همدا نن چې دا را پېښ شوي وي."
'اداري او قضايي تېروتنې'
د محکمې په لومړۍ غونډه کې داسې ادعاوې واورېدل شوې چې د لي سکوارنک د کورنۍ څو غړي د ۱۹۸۰ لسیزې له نیمایي راهیسې د ماشومانو پر وړاندې د هغه له ځورونکي چلنده خبر وو، خو مداخله یې نه وه پکې کړې.
د هغه پخوانۍ مېرمنې له دې انکار کړی، چې پوهېدله مېړه او د دریو اولادونو پلار یې مخکې له هغه چې ونیول شي، څه کړي دي.
لي سکوارنک یو طبي مسلکي او د اوپېرا او ادب مینه وال او منځنۍ کچې له کورنۍ و. وکیل فریډرېک بینویسټ بي بي سي ته وویل: "یوې لویې کمزورۍ لي سکوارنک ته اجازه ورکړه چې خپل کارونه ترسره کړي."
د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې، د اېف بي ای له خوا په دې تړاو فرانسوي چارواکو ته خبر داری ورکړل شو چې لي سکوارنک له ماشومانو ناوړه ګټه اخیستنې ویبپاڼو ته لاسرسی لري، چې یوازې څلورو میاشتې د دندې ځنډولو سزا یې ورکړه پرته له دې چې طبي یا رواني درملنه یې وڅاري.
په داسې حال کې چې د وینز ښار د محاکمې کوربتوب ته چمتووالی نیسي، هلته د پوهنتون په یوه پخواني ودانۍ کې د سلګونو ادعا شویو قربانیانو، د هغوی قانوني استازو او کورنیو د ځای پر ځای کولو لپاره درې د لکچر سالونونه چمتو شوي دي. محاکمه د فبروري پر ۲۴مه پیلېږي او ټاکل شوې ده چې د جون تر میاشتې دوام وکړي.
دا لا نه ده کره شوې چې رسنیو ته به د ورتګ اجازه ورکړل شي کنه، ځکه دا به د ټولو ادعا شویو قربانیانو لخوا د محاکمې بهیر ته ورتګ حق پرېښودو پورې تړلي وي.
ډېر وکیلان پر دې باور دي چې محاکمه د هغو چارواکو لپاره د حساب ورکولو یوه شېبه کېدی شي چې د لي سکوارنک نیولو کې پاتې راغلي، او همدارنګه د زیانمنو قربانیانو د اورېدلو یوه مهمه شېبه ده.