د امریکا په هاوايي کې ځنګلیز اور لږ تر لږه ۳۶ کسان وژلي

چارواکي وايي، په ارام سمندر کې د امریکا د هاوايي ایالت د ماوی په ټاپو کې د ځنګله د چټک اور لمبو لږ تر لږه ۳۶ کسان وژلي دي.

سختو بادونو د اور لمبې هرې خوا ته په چټکۍ خورې کړې دي چې له کبله یې ودانیو هم اور اخیستی او ځمکه یې لاندې کړې دي.

زرګونه کسان مجبور شوي چې خپل کورونه پرېږدي او له سیمې بهر شي. په یاده سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د لټون او ژغورنې پراخ عملیات روان دي، ځینې کسان لا هم نادرکه دي.

کامویلا کاواکوا، چې د خپل ژوند ملګرې او شپږ کلن زوی سره د اور له سیمې یوه خوندي ځای ته د سه شنبې په ورځ وړل شوی، وايي: "موږ په موقع خو په سختۍ سره له هغه ځایه را ووتو."

نوموړي وويل: "دا راته ډېره سخته وه چې هلته ورته ناست وای او خپل ښار مې لیدای چې په اور کې سوځي او هیڅ مې هم ورته نه شوی کولای."

ژوندي رابهر شویو کسانو ته په ماوی کې پنځه سرپناه ځایونه جوړ شوي دي.

اور وژونکي لاهم د اور سختو لمبو سره مبارزه کوي او د کنټرولولو هڅې یې روانې ساتلې. همدارنګه چورلکې هم له هوا څخه په اور اوبه ورشیندي.

چارواکو ویلي، یو اور وژونکی د لوګي تنفس کولو له کبله په روغتون کې بستر شوی.

د ماوی په ټاپو کې چارواکو دا منلې، چې دوی لاهم نه پوهېږي د اورلګیدنې لامل څه و او دا مسله دمګړۍ لومړیتوب نلري.

ماوی د هاوایی دوهم لوی او دریم ډیر نفوس لرونکی ټاپو دی.

له کښتیو اخیستل شوي انځورونه ښیې چې ښار د اور په لمبو کې دی.

د امریکا ساحلي ګارد وايي، ۱۲ کسان یې وروسته له هغه وژغورل چې د اور له لمبو څخه په تېښته کې یې ځانونه سمندر ته وروغورځول.

ځايي چارواکي وايي، سختو بادونو د اور وژنې عملیاتو لپاره د چورلکو کارول سخت کړي دي.

همدارنګه د اور لمبو او سختو بادونو واټونه او سیمې ته ورغلې لارې هم بندې کړې دي او د ټرافیکو لویه ګڼه ګوڼه رامنځ ته شوې ده.

له دې هرڅه سربېره ویل کېږي چې په هاوايي کې اورونه له هغو اورونو کمزوري دي، چې په وروستیو کلونو کې یې د کالیفورنیا او شمالي امریکا ښارونه ځپلي وو.

هغه څه چې په هاوایی کې پیښیږي، په وروستیو اونیو کې د نړۍ په ډیری هېوادونو کې د سختې هوا له کبله راپېښ شوي دي او دا یې لړۍ ده.

د اورونو دې لړۍ زیربناوې یې ویجاړې کړې او په زرګونه خلک یې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي.

یونان د جولای په میاشت کې تر ټولو بد اورونه تجربه کړل، چې د روډس او کورفو ټاپوګان یې اغیزمن کړل.

کاناډا د خپل تر ټولو بد موسم شاهده ده، چې تر اوسه یې څه باندې سل زره مربع کیلومتره سیمه سوځېدلې ده.

په عین حال کې، پرتګال په وروستیو ورځو کې له سختو اورونو سره مبارزه کوي.

ساینس پوهان وايي، اقلیم بدلون د اور د چټک خپریدو لپاره اړین شرایط رامنځ ته کوي.