تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا ښکلي او جذاب انسانان ډېر عواید لري؟
میرک د کېپ ټاون یوه ځوانه موډله ده. هغه وايي ډیری وخت په رستورانونو کې وړیا څښاک یا د غرمې ډوډۍ ته بلل کېږي، یا هم د مختلفو محفلونو لپاره وړیا ټکټونه ورته لېږل کېږي.
خو دا ټول له هغې سره ولې او څنګه کېږي؟ میرک فکر کوي، دا ټول د هغې د ظاهري بڼې او ښکلا له امله دي.
دغې د لوړ قد او ښکلو نصواري ویښتانو لرونکې بي بي سي ته ویلي "ښايي ځینې خلک فکر وکړي چې دا سمه نه ده." خو که تاسو ښه ظاهر ي بڼه ولرئ، خپله پر خپل ځان ویاړئ. نو د ښه ساتلو هڅه یې وکړئ ، بیا طبیعي ده چې تاسو ته به دا ټول وړیا شیان درکړل شي. زما په نظر، باید دا شیان ومنل شي او خوند ترې واخیستل شي."
که موږ وغواړو یا نه، ښکلا ته ځانګړې پاملرنه ډېره وي. څېړنو ښوولې د ښایسته او جذابو خلکو لپاره ژوند خورا اسانه او ډېر هوسا وي.
مګر د جذابو او ښایسته کسانو ژوند د نورو پرتله څومره ښه دی؟
په دې تړاو د نړۍ په ګوټ ګوټ خلک د ټولنیزو شبکو له لارې خبرې او بحثونه کوي. دا ډله "ښکلي خلک" نومیږي او غړي یې د وړیا خدمتونو او ډالیو په اړه خبرې کوي.
یوې ښځې ادعا کړې چې هغه د یوې داسې دندې لپاره د مرکې لپاره غوره شوې چې د کار لپاره یې مناسبه مخینه نه درلوده، یوازې، کار ورکوونکي ته، هغه جذابه ښکاره شوې.
د انلاین شبکو له لارې ډېرې ښځې او نارینه پرته له دې چې له خپلو کورونو ووځي، د خپلې ظاهري بڼې او څېرې له لارې پیسې ګټي.
مریک وايي "تاسو ښايي د یوه ځانګړي برانډ ډیر وړیا محصولات ترلاسه کړئ ، او ټول هغه څه چې تاسو یې باید وکړئ یوازې د خپلې ټولنیزې شبکې له لارې د دوی د محصولاتو په شریکولو سره خپل رول ولوبوی."
د میرک په وینا هغه ډیرو غونډو او مېلمستیاوو ته هم بلل کېږي، لکه د رستورانتونو پرانیستل او داسې نور.
هغه وايي: "تاسو باید لاړ شئ او خپل وخت ښه تېر کړئ." د مراسمو جوړونکي غواړي په پرانیستونکو مراسمو کې یې د ځينو ښکلو کسانو عکسونه راڅرګند شي.
د ښکلو او جذابو انسانانو عاید څومره ډېر دی؟
ډانیل همرمش د تیګزاس په پوهنتون کې د کار برخې اقتصاد پوه دی. هغه له اوږدې مودې راهیسې په دې اړه څېړنې کړي.
دی وايي، ښکلي خلک ډیر معاش ګټي، په اسانۍ سره له بانکه پورونه ترلاسه کوي، او معمولا د غوره کاري فرصتونو او ګټو وړاندیز ورته کېږي.
"څیړنو ښوولې ان د اقتصاد په برخه کې، هغه اقتصاد پوهان ډیر عاید ترلاسه کوي چې ښکلي او جذاب وي." ښاغلی همرمیش اټکل کوي چې یو ښکلی او جذاب کارګر ښايي د خپل ژوند په اوږدو کې تر ۲۳ زرو ډالرو ډېر عاید ترلاسه کړي. (دا محاسبه په هر ساعت کې ۲۰ ډالره اټکلي معاش پر بنسټ شوې ده.)
ښاغلی همرمش دا هم مني چې د ښکلا او جذابیت تر څنګ جنسیت هم د معاشونو په برخه رول لوبوي.
د هغه د څېړنو له مخې، ښکلي او جذاب نارینه د ښکلو مېرمنو پرتله ډېر عاید لري. یو عادي سړی د ښکلي او جذاب نارینه پرتله ښايي ۱۰ سلنه لږ عاید ولري چې دا سلنه په ښځو کې ۵ سلنه دی.
ښاغلی همرمش په دې برخه کې ځینې نور عوامل لکه د انسانانو شخصیت، زیرکتیا او هوښیاري، پوهه، عمر، جنسیت او د نژاد اغېز هم تاییدوي، خو وايي د ښکلا اغېز له دې ټولو ځانګړی دی.
د ښایست او جذابیت معیار څه دی؟
ډیری وايي د ښکلا تعریف په حقیقت کې ستونزمن دی، خو ښاغلی همرمش بیا له دې نظر سره موافق نه دی. هغه فکر کوي چې ډیری خلک کولای شي په دې سره سلا شي چې څوک ډېر ښه ښکاري.
د هغه په وینا "که په یوه لار روان وو او لس تنه ووینو او له دې لسو تنو دوه تنه یې جذاب وي، په قوي احتمال د هغو دوو تنو په اړه به مو نظر یو او موافق وي."
هغه په دې باور دی چې ښکلا پر نژاد او نسب کوم اغیز نه کوي: "نن ورځ، د خلکو د ښکلا په اړه نظر په ټولو نسلونو کې یو شان دی. یوه ښکلې افریقایي ښځه، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ټولو خلکو ته ښکلې ښکاري. همدا شان اسیايي یا هم سپین پوستې ښځې."
نن سبا د څېرې او یا شونډو غټولو لپاره بوټاکس او هم نور د سینګار توکي کارول ورځ تر بلې عامیږي.
خو د ښاغلی همرمش په اند دا شیان د چا جذابیت او ښکلا نه ډېروي.
هغه وايي: "خلک فکر کوي چې دا شیان د دوی په ښکلا کې مرسته کوي." دوی کولای شي غوره جامې واغوندي، غوره مېک اپ محصولات وکاروي او خپل ویښتان ډېر ښکلي کړي؛ خو په شانګهای کې یوې څېړنې موندلې، هغه خلک چې د ځان پر ښکلا یې ډېرې پیسې لګولې د هغو کسانو پرتله چې لږې پیسې لګوي، ډېر لږ څه ښکلي ښکاري. "
له ښکلا سره توپیري چلند کومه نوې خبر نه ده، بلکې د هالیوډ له ستورو نیولې تر عادي کسانو ټول اغیزمنوي.
پدې ورځو کې تاسو د خلکو لېوالتیا لیدلی شئ. د ظاهري ښکلا او جذابیت لپاره د ټولنې غوښتنې مخ په زیاتېدو دي. حتی د سینګار او فیشن په صنعت کې هم، تمې د بدلېدو په حال کې دي.
د مریک په وینا "نن سبا، خلک هغو ماډلونو، هنرمندانو او ممثلینو ته ډېره لېوالتیا لري چې ځانګړې شخصي کیسې لري." هغه څوک چې د خپلو ورځنیو چارو سربېره په نورو برخو کې فعال دي. په حقیقت کې، د افرادو شخصیت خورا مهم شوی دی."