د پاکستان پر قضا فشار؛ له اسلام اباد وروسته لاهور کې هم قاضیانو ته ګواښونکي لیکونه استول شوي

د محکمو په چارو کې د استخباراتي ادارو د لاسوهنې په اړه د ګڼو رپوټونو له خپرېدو وروسته، د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي فائیز عیسی یو ځل بیا ټينګار کړی چې د محاکمو په خپلواکۍ به هيڅ ډول جوړ جاړی ونه زغمي.

ښاغلي فائیز د روانو ادعاوو څېړلو لپاره د سترې محکمې د ټولو قاضيانو یو ځانګړې ډلې جوړولو ګوتڅنډنه هم کړې.

بلخوا د هغو کسانو تر څنګ چې په استخباراتي ادارو یې د لاسوهنو تورونه لګولي، یو شمېر پاکستاني قاضيانو ته د ناپېژاندو کسانو لخوا د ګواښ لیکونه لېږل شوي دي.

ویل کېږي دغه خطونه په يو ډول پوډرو يا کېمیاوي موادو هم لړلي دي او د خطرناکې ناروغۍ یادونه هم په کې شوې ده.

د اسلام اباد عالي محکمې د قاضيانو د لیک په اړه چې د محکمو په چارو کې د استخباراتي‌ادارو د لاسوهنې په اړه لیکل شوی، نن د سترې محکمې قاضيانو لومړۍ ناسته هم شوې.

په دې ناسته کې د پاکستان قاضي القضات فائيز عيسی د حکومت څارګرو ادارو ته ویلي، د محکمې چارو کې هر ډول لاسوهنه نه شي زغملی.

د پاکستان دغه مشر قاضي ويلي، په دې اړه به بله ناسته د اپرېل په وروستیو کې کوي، تمه کېږي چې د قضيي اوريدو لپاره د سترې محکمې د ټولو قاضيانو یوه ډله هم وټاکل شي.

د استخباراتي ادارو او قاضیانو تر منځ د رامنځته شوې لانجې د څيړنو نننۍ ناسته کې شپږ قاضيانو ګډون کړی وو.

د دوی له منځه یې قاضي اطهر من الله ويلي "دلته ډېر څه کېږي او هر څوک پرې پوهېږي چې څه کېږي، خو څوک پرې خبرې نه کوي."

نوموړي زیاته کړې، "په هېواد کې په سياسي بڼه د خوښې جوړ جاړی روان دی."

نوموړي دا امکان هم رد نه کړ چې خپله محکمې به هم د استخباراتو په ګټه ځینو کړنو کې ښکیلي وي.

د قاضیانو په لیک کې څه ویل شوي وو؟

له دې مخکې د مارچ په ۲۶مه، د اسلام اباد عالي محکمې شپږ قاضيانو د سترې محکمې مشر په ګډه لیک استولی و او په استخباراتي ادارو د تورونو لګولو سره په تړاو یې د ټولو قاضيانو غونډې بللو غوښتنه کړې وه.

قاضيانو تور لګولی و چي د استخباراتي ادارې د دوی ‌ډارولو لپاره د دوی خپل خپلوان تښتوي او وهي یې.

قاضیانو ادعا کړې چې د دوی کورونو کې پټې کمرې لګول شوې وې او شخصې وېډيوګانې یې ثبت شوي دي.

د دغو ټولو تورونو پلټلو لپاره حکومت او سترې محکمې د پخواني قاضي تصدق حسين جېلاني په مشرۍ د يو کمیسون جوړولو پرېکړه کړې وه خو د ځينو سياسي ګوندونو، قانوني وکيلانو او رسنيو د تنقيد وروسته تصدق حسين جېلاني له دغه مسوولیته انکار وکړ.

پاکستان کې د سياسي او قانوني چارو شنونکو هم غوښتنه کوله چې پر دغې چارې د ټولو قاضيانو ګډه ډله جوړه شي.

له دغو غوښتنو وروسته د اپرېل پر لومړۍ نېټه د سترې محکمې مشر فائیز عیسی په دې اړه پخپله پرېکړه کړې وه او ويلي یې و چې د اپرېل له درېیمې به محکمه کې شته شپږ واړه قاضيان دغه قضيه پر مخ وړي.

پاکستان کې چې څومره قاضیانو د دغو تورونو پر څپړلو کار کوي، هومره نور له ګواښونو سره مخ ښکاري.

د دغو ګواښونو په دوام نن (چارشنبه) هم ورته لیکونه د سترې محکمې او لاهور عالي محکمې ځينو قاضيانو ته لېږل شوې دي.

د پاکستان پولیسو ویلي، د دغو لیکونو د استونکو په اړه یې پلټنې پیل کړې او د لېږل شویو کېمیاوي موادو څیړنه هم کوي.