د ملي لوبغاړو دوستي؛ فوټبال کې د هند خلاف پر بري د کرېکټ افغان لوبغاړو خوښي

د عکس سرچینه، AFF/Nabi
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، لندن
د هند خلاف د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې بری په پراخه کچه ستایل شوی او د افغان فوټبال راتلونکې ته بیا هیله مندۍ غوړېدلې.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرون (سې شنبه د مارچ ۲۶مه) هند ته په هند کې ۲-۱ ماتې ورکړه او مهم بری یې خپل کړ.
هند د فوټبال پیاوړې لوبډله لري خو په اسیا کې افغانستان او هند له پخوا راهیسې په فوټبال کې دوه سر سخته سیالان او رقیب هېوادونه باله شي.
اوونۍ وړاندې د دوی دواړو لوبه مساوي پای ته رسېدلې وه، هغه لوبه په سعودي عرب کې وه خو د افغانستان په ګټه پرونۍ لوبه د هند ګواتي ښار کې وه.
د هند په ای پي ایل لوبو کې کې دا مهال د افغانستان د کرېکټ څو نوموتي لوبغاړي هم دي، دوی بېلابېلو لوبډلو په سلګونو زرو هندۍ روپو خپلو لوبډلو کې لوبېدو ته غوره کړي.
د فوټبال افغان ملي لوبډلې په هغې ورځ د هند ګواتي ښار اندرا ګاندهي لوبغالي کې بری خپل کړ، چې د افغانستان دوه نور لوبغاړي راشد خان او عظمت الله عمرزی په چنای کې د چنای سوپر کېنګز خلاف لوبېدل، دوی دا لوبه وبایلله.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
وروسته راشد خان، محمد نبي، د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي او د کرېکټ ګڼو نورو افغان لوبغاړو کرېکټ هېر او د فوټبال په خوښۍ یې سر شو.
د کرېکټ افغان لوبغاړو پخپلو ټولنیزو پاڼو د هند خلاف د فوټبال ملي لوبډلې په بریا مبارکۍ ورکړي او دا یې د ویاړ ځای بللی دی.
د دوی له منځه بیا محمد نبي د فوټبال د ملي لوبډلې له لوبغاړي فیصل شایسته سره له لوبې وروسته لیدلي هم دي.
فیصل شایسته او محمد نبي په ټولنیزو پاڼو د یوه بل انځورونه هم خپاره کړي چې یوه بل ته یې خپل کمیسونه ډالۍ کړي دي.

د عکس سرچینه، Nabi
محمد نبي د مبارکۍ تر څنګ لیکلي "خوښ دی چې له ډېرې مودې وروسته ګران ملګری او د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر فیصل شایسته ګوري."
فیصل شایسته هم د هغه له مننې او مبارکۍ تر څنک په یوه جلا پوسټ کې محمد نبي ته د هند غوره لیګ کې د ښو لوبو هېله کړې.
فوټبال کې د افغانستان او هند تاریخ

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation
د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان او هند ټول ټال د فوټبال ۱۳ خپل منځي لوبې کړې چې لومړۍ هغه یې څه باندې اویا کاله پخوا ۱۹۵۱ کې وه او هند ۳-۰ ګټلې وه.
نورې ۱۲ لوبې له ۲۰۰۳ کال وروسته شوي چې یوه یې په ۲۰۱۳ او یوه یې پرون افغانستان وګټله، نورې لوبې یا مساوي پای ته رسیدلې یا هند برلاسی و.
لکه د فوټبال ډېرې شوې لوبې داسې د هند او افغانستان اړیکې له بل هر وخته وروستیو دوه لسیزو کې ډېرې تودې شوي وې او د کرېکټ ډېپلوماسي هم ځانګړی رول درلود.

د عکس سرچینه، acb
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې هند ته بیا ماته ورکړه خو کرېکټ کې یې لا د هند خلاف ورته کارنامه نه ده کړې، که څه هم کرېکټ کې نورو هېوادونو ته په ماتې ورکولو افغان لوبډلې نړۍ کې ځانګړی مقام جوړ کړی.
کرېکټ کې د هند او افغانستان لوبې دوه ځله مساوي شوي او افغانستان دا مهال له هند وروسته 'اسیا کې د کرېکټ دویمه ښه لوبډله بلل کېږي.'
تېره جنورۍ کې د هند خلاف ښو لوبو او ان د یوې شل اوریز لوبې دوه ځله مساوی کېدو وروسته اوس ډېر اټکل کوي، هغه وخت لېرې نده چې افغانستان کرېکټ کې هم د هند خلاف د بریاوو حساب پرانېزي.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې راتلونکې لوبې

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation
دا سیالۍ د فېفا راتلونکي نړیوال جام او د اسیا ۲۰۲۷م کال اتلولیو ته د لار موندنې په موخه کېږي او د افغانستان فوټبال لوبډله له قطر، هند او کوېټ سره په اې (الف ګروپ) کې ده.
افغانستان په دې ګروپ کې له هند سره یوه لوبه مساوي کړې او یوه یې ترې ګټلې، نورې دوه لوبې یې قطر او کویټ ته بایللې، له دې وروسته به له قطر او کویټ سره په یوه یوه بله لوبه کې هم خپل زور او بخت ازمایي.
افغانستان اوس له څلورو نومرو سره د خپل جدول په درېیم ځای کې دی، که افغان لوبډله لومړۍ یا دویم مقام خپل کړي، د اسیا ملتونو جام ته نېغ په نېغه لار مومي او نړیوال جام ته د لار موندنې نورو لوبو ته وځي.
اسیايي جام ته د لار موندنې تر ټولو اسانه لار دا بلل کېږي چې افغانستان له راتلونکو دوه لوبو دواړه یا لږ تر لږه یوه وګټي او وروسته کویټ هم له هنده یا لوبه وګټي او یا د دواړو لوبډلو لوبه مساوي پای ته ورسېږي.











