د ای پي اېل ۱۷م پړاو؛ د نړۍ نامتو لوبغاړي هند کې دي، دا ځل هندي پریمیر لیګ څه ځانګړتیاوې لري؟

د عکس سرچینه، IPL
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، لندن
د هند سوداګریز کرېکټ لیګ (ای پي اېل) سږنی پړاو پرون (جمعه د مارچ ۲۲مه) په شانداره مراسمو، اورلوبو او موسیقۍ پیل شو.
په دې لړ کې د نړۍ له لر او بره نامتو لوبغاړي هند ته رسیدلي او له خپلو لوبډلو سره یو ځای شوي.
د افغانستان فضل حق فاروقي وروستی افغان لوبغاړی و چې د ای پي اېل له رسمي پرانېستې یوه ورځ وروسته نن (شنبه) په هند کې له خپلې لوبډلې سن رایزرز حیدرآباد سره یو ځای شوی.
له ده بیا مخکې تېره ورځ نوین الحق له لکڼو او له ده مخکې وړمه ورځ راشد خان، عظمت الله عمرزی او نور احمد لکڼوال هم په هند کې له خپلو لوبډلې ګجرات ټایټنز سره یو ځای شوي دي.
نامتو افغان لوبغاړی محمد نبي له ممبۍ انډينیز سره دی او له لومړیو افغان لوبغاړو و چې په شارجه کې د ایرلنډ خلاف شل اوریز جام ګټلو وروسته هند ته رهي شو.
هند ته له رسېدو سره د افغان لوبغاړو ښه هر کلی هم شوی دی.

د عکس سرچینه، ACC
د افغانستان دوه نور لوبغاړي رحمان الله ګوربز او مجیب الرحمان د کلکتې په لوبدله کې دي.
له مجیب الرحمان پرته نورو افغان لوبغاړو په هند کې له خپلو لوبډلو سره ګډ تمرینات هم کړي او کلکتې بیا د مجیب الرحمان د ورتګ په اړه لا څه نه دي ویلي.
د افغانانو لپاره به سږنۍ لیګ له دې پلوه هم ځانګړی وي چې له بل هر وخته ډېر اته افغان لوبغاړي پکې غوره شوي دي.
د هند د ټاکنو په درشل کې کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images
سږ کال د هند د کرېکټ غوره لیګ داسې مهال پیلېږي چې په دغه ګڼ مېشتي هېواد کې عمومي ټاکنې هم را روانې دي.
د هند نفوس او پراختیا ته په کتو د ټاکنو کمېسیون ویلي راتلونکي ټاکنې به د اپرېل او مۍ په میاشتو کې په اووه بېلو پړاونو کې ترسره شي، او ټاکل شوې پایلې یې د جون په څلورمه اعلان شي.
د دغو ټاکنو لپاره د ای پي اېل سږنۍ لوبې په دوه برخو وېشل شوي.
په پام کې ده چې له ټاکنو مخکې د راتلونکو ۱۷ ورځو پورې ۲۱ لوبې وشي.
نورې لوبې به له دمې او ټاکنو وروسته دوام کوي.
د لوبو څرنګوالی

د عکس سرچینه، IPLT20.COM
ای پي اېل د نړیوال جام له سیالیو وروسته د کرېکټ تر ټولو مشهورې، ګرانبیه، دوامداره، ډېرې لیدونکی او په په نظم جوړېدونکي شل اوریزې سیالۍ بلل کېږي.
دغه لیګ په نړیواله کچه د کرېکټ د لوبغاړو شهرت او ثروت ته هم ځانګړی اهمیت لري.
په دغه لیګ کې ټول ټال لس لوبډلې ګډون کوي او سیالۍ یې څه باندې دوه میاشتې دوام کوي.
سږ کال ټولې ۷۴ لوبې کېږي او ټاکل شوې پایلوبه یې د مۍ په ۲۶مه تر سره شي.
دا لوبې په کومو ځایونو کې کېږي؟

د عکس سرچینه، IPLT20.COM
د هند پرېمیر لیګ په سږني سیزن کې ټولې ۷۴ لوبې د هند د بېلابېلو ښارونو په ۱۲ لوبغالو کې پلان دي.
د دغه لیګ لومړۍ او پرانېستې لوبه پرون د چینای سوپر کېنګز او بنګلور تر منځ په چینای کې وشوه، او کوربه چنای لوبډلې وګټله.
د چنای لوبغالي تر څنګ د ممبۍ وانکېډ، د کلکتې اېډن ګارډنز، د بنګلور چېناسوامي، په احمد اباد کې د نرېندرا مودي، په موهالي کې د مهاراج یاداوېندرا، په پلازمېنه نوي ډیلي کې د ارون جېټلې، په حیدراباد کې د راجاوي ګاندهي، په راجستان کې د ساوای منسېنګ، په لکڼو کې د اېکانا او په وېشاخپتنم کې د اې سي اې هغه لوبغالي او ښارونه دي چې د ای پي اېل ټولې لوبې پکې پلان دي.
په دغو ټولو ښارونو کې دغو لوبو ته ځانګړي مراسم او چمتووالی نیول شوی دی.
د بېلابېلو لوبډلو په ترکیب کې ادلون بدلون طبیعي وي خو دا ځل د مهندرا سنګ دهوني هغې پرېکړې هم د ډېرو پام ځانته اړولی چې له لوبډلمشرۍ لاس په سر شو.
د ده لوبډلمشري د هند د ملي لوبډلې او چنای لوبډلې په ډېرو بریاوو کې مهم رول درلود خو سږ کال یې لوبډلمشر روتوراج ګېکواد ټاکلی دی.
کومې لوبډلې پیاوړي دي؟

د عکس سرچینه، IPLT20.COM
د هند سوداګریز کرېکټ لیګ کې د چنای سوپر کېنګز، ممبۍ انډینز، کلکته نایټ رایډرز، ګجرات ټایټنز، سن رایزرز حیدرآباد، راجستان رایلز، رویل چېلنجر بنګلور، ډیلي کاپیټلز، پنجاب کېنګز او لکڼو په نومونو لس لوبډلې له یوه بل سره لوبېږي.
دا چې سږ کال په ای پي اېل کې ډېر افغان لوبغاړي له بېلابېلو لوبډلو سره لوبېږي نو د افغان مینه والو زړونه هم وېشلي دي.
ګجرات چې د ای پي اېل په سیالیو کې اوږد تاریخ نه لري د دریو افغان لوبغاړو درلېدو له کبله د ډېرو خوښه لوبډله ده خو چنای سپوپر کېنګز او ممبۍ بیا د ډېرو اتلولیو ګټلو سره له بلې هرې لوبډلې ښه ریکارډ لري.

د عکس سرچینه، Mumbai Indians
دوی دواړو تر اوسه پنځه پنځه جامونه ګتلي.
چنای سوپر کېنګز د تېر ۲۰۲۳م کال له اتلولیو دفاع کوي او له دې مخکې یې د ۲۰۲۱م، ۲۰۱۸م، ۲۰۱۱م، او ۲۰۱۰مو کالونو اتلولۍ هم ګټلې دي.
ګجرات ټاټیتنز بیا تېر کال پای لوبه وبایلله او د وړم کال اتلولي لري.
د کوهلي، مېکسوېل، دوپلسس او ځینو نورو نامتو لوبغاړو لوبډله رویل چېلنجر بنګلور چې په ښکاره له نورو پیاوړې بلل کېږي تر اوسه هیڅ اتلولي نه ده ګټلې او سږنۍ لوبې یې هم په ماتې پیل کړې.








