بغلان کې د طالبانو ضد وسله وال مقاومت کوونکي وژل شوي

له افغانستانه رپوټونه وايي، د طالبانو حکومت ځواکونو نن جمعه (د جون ۲۸مه) بغلان کې د مقاومت جبهې دوه قومندانان په نښه کړي دي.

د مقاومت جبهې څو تائید شویو پاڼو او فعالانو دا خبر تائید کړی او ځينو طالبانو یې هم په اړه معلومات خپاره کړي دي.

د اندراب مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي "نن د جمعې په ورځ یې زړور قوماندان د بغلان د کهګدای نهرین په سیمه کې په نښه او ابدیت سره یوځای شوی دی."

د مقاومت جبهې د دغه قوماندان نوم عبدالصمد کهګدای یادېږي چې په حمزه مشهور و.

ویل کېږي، دی له یوه بل ملګري سره یو ځای وژل شوی دی.

حمزه کهګدای تېره جمعه یوه ویډيو هم خپره کړې وه چې شاوخوا یې یو شمېر وسله وال هم ښکارېدل.

بي بي سي په خپلواک ډول د دغې وېډیو پخلي نه شي کولای چې کله ثبت او چېرې اخېستل شوې وه.

په خپره شوې ویډیو کې د مقاومت جبهې دغه قومندان ادعا کړې وه چې "مقاومت کوونکو د بغلان د نهرینو په ولسوالیو کې عملا مقاومت پیل کړی او د ازادۍ تر وخته به دوام ورکوي."

دی له دغې خبرداري یوه اوونۍ وروسته په نښه کېږي.

د دوی پر وړاندې د عملیاتو د څرنګوالي ډېر معلومات نشته خو ویل کېږي چې سهار وختي په هغه کور کې، چې دوی په کې پټ وو، په نښه شوي دي.

طالبانو ته منصوب ټولنیزو پاڼو، فعالانو او د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزون مرستیال هدایت الله هدایت د مقاومت جبهې د دغو غړو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

نوموړي لیکلي "استخباراتو ریاست واکنش قطعې د بغلان کهګدای سیمه کې دوه قوماندانان عبدالصمد او ورسره خیرو وژلي دي.»

د مقاومت او ازادۍ په نامه جبهې ځینې وخت په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د بریدونو او مرګژوبلو رپوټونه ورکوي خو د طالبانو حکومت په دې اړه له رسنیو سره خبرې نه کوي.

د افغانسان د امنیت او وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي رپوټ کې که څه هم افغانستان کې د مقاومت جبهې لخوا د حملو ډېریدو ته اشاره شوې وه ،خو طالبانو څو ځلې د هغو کسانو پر وړاندې عملیات چټک کړي چې د طالبانو خلاف د درېدو خبره یې کړي.

طالبانو له دې مخکې د مقاومت جبهې نور قوماندان هم په ورته ډول په نښه کړي.