ایرلنډ افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د کرېکټ نړۍ کې لومړۍ ټېسټ لوبه وګټله

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن

د ایرلنډ د هر اړخیزې ښې لوبې او د افغانستان د کمزوري توپوهنې له کبله د پنځو ورځو ټېسټ لوبه نن دریمه ورځ د ایرلنډ په بري پای ته ورسېده.

افغانستان د دواړو پاڼیو له لوبولو وروسته سیالې ایرلنډۍ لوبډلې ته د ۱۱۱ منډو هدف ټاکلی و.

د دغه هدف څخه دفاع ان په شل اوریزو سیالیو کې سخته ده، په ټېسټ کې دا بیا د حساب وړ چندانې منډې نه بلل کېږي، خو د افغانستان نوید ځدراڼ او ورپسې نجات مسعود په حیرانونکي ډول د سر درې سیال لوبغاړي زر اوټ کړل.

ښاغلي ځدراڼ په لومړي اوور کې دوه وېکټې واخیستې ورپسې نجاب مسعود بل ایرلندی لوبغاړی اوټ کړ، د ایرلنډ څلورم لوبغاړی د ضیالرحمان له لوري اوټ شو خو د افغانستان کمې منډې ایرلنډ له بري لېرې نه کړ.

دې چارې یو ځل بیا د افغانستان بال پیاوړی ثابت کړ خو توپوهنه یې لکه تل تر ګڼو پوښتنو لاندې ده.

ایرلنډ د ټېسټ لوبې په دریمه ورځ د افغانستان لخوا ورکړل شوې کمې منډې داسې مهال پوره کړې چې لا یې شپږ وېکټې درلودې.

دا د کرېکټ په نړۍ کې د ایرلنډ لومړۍ او تاریخي بری شو، خو په تله کې دواړه لوبډلې برابرې شوې، افغانستان له دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې لومړۍ ټېسټ لوبه له ایرلنډه ګټلې وه.

افغانستان او ایرلنډ د ټېسټ درېځ له اخیستو وروسته پخپلو کې دوه ټېسټ لوبې کړي چې لومړۍ هغه یې پخوا افغانستان د ۷ وېکټو په توپیر ګټلې وه، نن ایرلنډ د شپږو وېکټو په توپېر وګټله د او په کرېکټ کې یې د بري نوي لړۍ پرانېسته.

افغان لوبډلې ایرلنډ ته یوازې د ۱۱۱ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د یوازېنۍ ټېسټ لوبې پر درېیمه ورځ یو ځل بیا افغان لوبغاړي په توپوهنه او ښه ملګرتیا کې پاتې راغلي.

تر دې مخکې دویمه ورځ حشمت شهیدي او رحمان الله ګوربز نسبي اوږدې ملګرتیا د څو ښو منډو جوړولو تمې پیدا کړې وې خو نن یې دوام ورنه شو کړای.

افغانستان تېره ورځ د درېیو لوبغاړو له اوټیدو وروسته ۱۳۴ منډې جوړې کړې وې چې دا د ایرلنډ د لومړۍ پاڼۍ له ټولو منډو ۲۶ اضافه وې.

نن د غرمنۍ تر دمې یې ځانونه ۷۴ منډې مخکې کړل خو اووه مهمې وېکټې یې بایللې وې، په دې مانا چې په ۴۸ منډو یې ۴ لوبغاړي وسوځېدل.

د افغانستان لخوا په دویمه پاڼۍ کې تر ټولو ډېرې منډې د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وې.

هغه په لومړۍ پاڼۍ کې شل منډې کړې وې خو دا ځل یې ۵۵ منډې جوړې کړې.

له هغه وورسته د رحمان الله ګوربز ۴۶، د نور علي ځدراڼ ۳۲ منډو د افغانستان منډې څه لوړې کړې؛ نوید ځدراڼ په وروستیو کې ۲۵ منډې وکړې او د افغانستان هدف یې له سلو لوړ کړ خو نور ټول لوبغاړي له ۱۵ په کمو منډو اوټ شول.

په تېره پاڼۍ کې د افغانستان څلور لوبغاړي په صفر سوځیدلي وو او دویمه پاڼۍ کې یو په صفر اوټ شو.

توپوهنه کې د افغان لوبغاړو پرلپسې کمزوري، ایا ایرلنډ د تاریخ لومړۍ ټېسټ لوبه ګټي؟

افغان لوبډله دویمه پاڼۍ کې په ۲۱۸ منډو جوړولو وتوانېده چې دا د ایرلنډ له لومړۍ پاڼۍ یوازې ۱۱۰ منډې اضافه دي

د ۱۱۱ منډو هدف په ښکاره او د ایرلنډ تېرې پاڼۍ ته په کتو ډېر کم دی، په ټېسټ لوبه کې هم دا هدف هیڅ د حساب وړ نه دی.دا د ایرلنډ اتمه او د افغانستان نهمه ټېسټ لوبه ده، ایرلنډ تر اوسه هېڅ کومه ټېسټ لوبه نه ده ګټلې خو ښکاري دا ځل به د ګټې تاریخي حساب پرانېزي.

افغانستان بیا درې لوبې ګټلې چې په خپل ځای د تعریف وړ دي خو په دې وروستیو کې يې پر پرلپسې ماتو او کمزوري کرېکټ نیوکې په زیاتېدو دي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم یو زیات شمېر افغان مینه والو په دې اړه توندې لیکنې کړې دي.

افغان لوبډلې تېره میاشت په شري لنکا کې شري لنکا ته هم ټېسټ لوبه په خورا لوی توپير بایللې وه.

د ایرلنډ خلاف کمزوري بېټېنګ یې په ټاکنه او ان وړتیا پوښتنې راولاړې کړې دي.

ایرلنډ به نن درېيمه ورځ خپله دویمه پاڼۍ پیلوي. دا لوبډله دوه نورې ورځې هم لري خو داسې نه ښکاري چې د ټېسټ پنځه ورځنۍ لوبه دې تر څلورمې ورځې ورسېږي.

د ټېسټ دویمه ورځ: ایرلنډ لومړۍ پاڼۍ کې ۲۶۳ منډې وکړې

د ایرلنډ لوبډله له افغانستان سره د ټېسټ سیالۍ پر دویمه ورځ په ۲۶۳ منډو وسوځېده او په لومړۍ پاڼې کې یې له افغانستان ۱۰۸ منډې زیاتې وکړې.

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې لومړۍ ورځ هم د ایرلنډ لپاره ښه وه.‌

دې لوبډلې تېره ورځ ټوله افغان لوبډله لومړۍ پاڼۍ کې پر ۱۵۵منډو وسوځوله او بیا یې خپله پاڼۍ پیل کړه چې نن یې هم دوام ورکړ.‌

د تېرې ورځ تر پایه د ایرلنډ څلور لوبغاړي سوځېدلي وو او سل منډې یې کړې وې.

ایرلنډ په پاتې شپږو ویکټو د پاول سټرلېنګ د نیمه سلیزې په مټ خپلې منډې ۲۶۳ ته ورسولې.

د افغانستان لپاره توپ اچونه کې ضیاالرحمان اکبر د ایرلنډ ۵ او نوید ځدراڼ درې لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۵۵منډې وکړې، څلور لوبغاړي په صفر وسوځېدل

د افغانستان ملي لوبډلې د ایرلنډ خلاف د لوبلړۍ یوازېنۍ ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ ۱۵۵منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

دا پرلپسې څویم ځل دی چې افغان لوبغاړي په توپوهنه کې ناکامېږي او په یوه بل پسې وېکټې بایلي.

ټېسټ چې ارامه او پنځه ورځنۍ لوبه ده، خو افغان لوبډلې نن له ۵۵ اورونو ها خوا ونشوه غځولی.

د افغانستان لخوا تر ټولو ډېرې منډې ابراهیم ځدراڼ او کریم جنت وکړې نور لوبغاړي یې یا په صفر او یا په کمو منډو اوټ شول.

ابراهیم ځدراڼ نن ۵۳ منډې وکړې او کریم جنت په ۴۱ منډو ناسوځیدلی پاتې شو، په دې مانا چې له ټولو ۱۵۵ منډو ۹۴ یې یوازې دوی دواړو وکړې او پاتې ټول په ملګرتیا او منډو جوړولو کې ونه ځلېدل. په دې لوبه کې څلور افغان لوبغاړي په صفر وسوځېدل.

د افغان لوبډلې پرلپسې بې خونده توپوهنې د کرېکټ افغان مینه والو غبرګونونه هم پارولي او یو زیات شمېر یې د لوبغاړو په ټاکنه نیوکې کوي.

ګڼو مینه والو په ټولنیزو رسنیو په کرېکټ بورډ له دې کبله چې د دوی په اند "پخواني ازمویل شوي لوبغاړي بیا بیا ټاکي" نېوکې کړي دي.

افغان لوبډله د ایرلنډ خلاف ټېسټ لوبه کې لومړی توپ وهنه کوي، د سر مهم لوبغاړي یې ژر اوټ شول

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه نن (چارشنبه) د ابوظبۍ په ټولنر اوول لوبغالي کې د افغانستان کرېکټ بورډ په کوربتوب پیل شوې.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د ایرلنډ پر وړاندې د دغې لوبې پچه وګټله او د سیالې لوبډلې پر وړاندې یې لومړی خپله د توپوهنې پرېکړه کړې.

د لوبې له پیل سره د افغان لوبډلې دوه مهم توپ وهونکي نور علي ځدراڼ او ورپسې رحمت شاه زرمتی داسې مهال اوټ شول چې د افغانستان منډې لا ۲۰ ته نه وې رسېدلې.

نور علي ځدراڼ،رحمت شاه او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي چې په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې د افغانستان ورو او محتاطه بېټسمنان بلل کېږي، نن په ترتیب سره په اووه، صفر او شلو منډو وسوځېدل.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان رحمان الله ګوربز او د ایرلنډ درې لوبغاړي داسې دي چې په لومړي ځل ټېسټ لوبه کې لوبېږي.

افغان خوا نوید ځدراڼ هم اخیستی چې تېره میاشت د شري لنکا خلاف ټېسټ لوبه کې ښه ځلیدلی و.

د افغانستان او ایرلنډ ټېسټ کرېکټ لوبه؛ افغان لوبډلمشر وايي‌ د دوبۍ لوبغالي کې "ښه بلد دي"

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ له ټېسټ لوبې مخکې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي رسنیو ته ویلي، را روانې لوبې د دواړو لوبډلو لپاره یو امتحان دی خو د ده په ټکو افغانستان د ځینو دلایلو له کبله په سیالې لوبډلې "برلاسی" ښکاري.

هغه د سې شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، افغان لوبغاړي له ډېرو نورو ځایونو د دوبۍ په لوبغالو ښه بلد دي او لوبو ته یې ښه چمتوالی نیولی دی.

افغانستان له څه مودې راهیسې په همدې لوبغالي کې تمریناتي کمپونه کوي او په تېر کې یې د ځینو نورو لوبډلو کوربه توب هم همدلته کړی دی.

حشمت الله شهیدي وویل، تېرو لوبو ته په کتو په ایرلنډۍ لوبډله هم پياوړي دي.

هغه زیاته کړه، "مونږ دواړو لوبډلو یو وخت د ټېسټ لوبو دریځ واخیست مونږ په تېرو اتو لوبو کې درې ګټلې خو ایرلنډ یوه هم نه ده ګټلې دې ټکي هم مونږ ته ډېر اعتماد راکړی دی."

افغانستان او ایرلنډ تر اوسه یوه ټسټ لوبه کړي، په ۲۰۱۹م کال کې شوې هغه لوبه افغان لوبډلې په ښه توپیر ګټلې وه خو د چارشنبې ورځ پیلېدونکي دویمې ټېسټ لوبې ته دواړه لوبډلې لېواله دي.

د افغانستان د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي دغو ټولو ټکو ته په کتو تمه وښوده، چې دوبۍ کې شراېط د دوی په ګټه تمام شي.

افغانستان د ټېسټ درېځ اخیستو وروسته د ټېسټ لوبو مزل په ۲۰۱۸م کال کې له هند سره په تاریخي لوبه پیل کړ او له هغې راهیسې یې ۸ ټېسټ لوبې کړې چې وروستۍ هغه یې له شري لنکا سره وه.

د ایرلنډ بیا دا اتمه ټېسټ لوبه ده، او ویلي یې دي چې په بې صبرۍ یوې ښې لوبې ته شیبې شمېري.

له سیالۍ مخکې میلمستیا او د تحفو وېش

له ایرلنډ سره له لوبې مخکې وړمه شپه د افغانستان کرېکټ بورډ سیالې او میلمنې لوبډلې ته مېلمستیا هم برابره کړې وه.

په دغې مراسمو کې د دواړو هېوادونو لوبغاړو او روزنکو برخه اخېستې وه او د افغانستان کرېکټ بورډ چې د دغو لوبو کوربه توب کوي سیالې لوبډلې ته وطني تحفې هم برابرې کړي وې.

افغان لوبډلې که څه هم وروستیو کې له شري لنکا او له هغې مخکې له هنده پرلپسې ماتې ولېدې خو د شهیدي په وینا لوبغاړي به هڅه کوي چې تېرې تېروتنې بیا تکرار نشي.

هغه دا هم وویل چې د ایرلنډ خلاف لوبې ته به هغه لوبغاړي غوره کېږي چې په تمرین کې یې وړتیا ښودلې وې او د کرېکټ په اصطلاح ښه فوم کې وي.

له دې مخکې کرېکټ بورډ څه په ځنډ د (دوشنبې) په ورځ د د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ د ایرلنډ خلاف ټېسټ لوبې ته د غوره شویو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په دغې ۱۶ کسیزه نوملړ کې د ښاغلي شهیدي تر څنګ ''رحمت شاه، رحمن الله ګربز، اکرام علي خېل، ابراهیم ځدراڼ، نور علي ځدراڼ، عبدالمالک، ناصر جمال، بهیر شاه، کریم جنت، ظاهر پکتین، ضیا اکبر، خلیل ګربز، نجات مسعود، نوید ځدراڼ او ابراهیم عبدالرحیمزی'' شامل دي.