تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان نجونو ښوونځیو تړل کېدو ۷۰۰ ورځې؛ طالبان لا هم نه دي توانېدلي 'تګلاره' ورته جوړه کړي؟
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدو ۷۰۰ ورځې پوره شوې، خو طالبان لا هم نه دي توانېدلي په دې هکله یو څرګند دلیل ووايي او یا هاغسې چې یې ژمنه کړې، د پرانیستلو لپاره یې یوه تګلاره چمتو کړي.
سره له دې چې په افغانستان کې په کور دننه دیني عالمانو، سیاسي مشرانو او بهرنیو خیریه ټولنو او سازمانونو له طالبانو بیا، بیا د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې، خو تر اوسه نه یوازې د طالبانو د مشرتابه په دریځ کې بدلون نه لېدل کېږي، بلکې د طالبانو حکومت د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.
طالبانو پر افغانستان له بشپړې ولکې وروسته د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر میاشتې پر ۱۷مه نېټه د هلکانو لپاره ښوونځي بېرته پرانیستل، خو د منځنیو ښوونخیو نجونې یې په کورونو کېنولې.
له هغه راهیسې د طالبانو حکومت لوړپوړو چارواکو په هېواد کې دننه او بهر د نجونو ښوونځیو پرانیستلو غوښتنو ته ځواب کې ویلي، پر یوه تګلاره کار کوي او ژر به د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.
ملګرو ملتونو، د بشري حقونو، ښځو حقونو نړیوالو سازمانونو او بېل،ابېلو حکومتونو هم د نجونو ښوونځیو پرانیستلو غوښتنې غږ په شدت بدرګه کړی، چې د طالبانو حکومت تر اوسه ورته څرګند ځواب نه دی ویلی.
تازه، د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو استازی ګورډن براون په دې هکله ویلي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تبعیض باید د بشریت ضد جرم په توګه وپېژندل شي.
دی وايي: ''موږ چې له قانون پوهانو سره بحث کړی دی، د هغوی د نظرونو پر بنسټ ویلای شو چې په افغانستان کې له زدکړو د نجونو راګرځول، او له کاره د ښځو منع کول جنسیتي تبعیض دی، چې باید د بشریت پر ضد جرم وګڼل شي او د جرمونو مخنیوي نړیوالې محکمې لخوا یې مسوولین محاکمه شي. نن باید نړیواله ټولنه ښوونځيو ته بېرته د افغان نجونو د ستنېدو، پوهنتون ته د ښځینه محصلینو د بیا ورتګ، په عامه ځایونو کې د ګرځېدو او له بنسټیزو ازادیو د خوند اخیستو او د نجونو پر وړاندې د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.''
له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو واکمني دوو کالو پوره کېدو په مناسبت د بي بي سي له خبریال حفیظ الله معروف سره یوه ځانګړې مرکه کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه خبره تکرار کړه، چې دوی یې له نژدې دوو کالو بیا بیا کوي. نوموړي وویل:
''ښه به دا وي چې په دې هکله اړوند ادارې چې مسوولیت لري او کار یې کړی دی، جزیات ترې وغواړو، خو په عموم کې دا ستونزه باید حل شي، موږ یې د حل پلوي یو او هڅې مو روانې دي، چې یو حل ورته پیدا شي.''
ښاغلي مجاهد وویل، دی نه شي کولای د دې ستونزې د حل لپاره یوه مشخصه نېټه اعلان کړي، خو په خبره یې اړوند ادارو ته به جزیات معلوم وي، چې تر اوسه په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په افغانستان کې د طالبانو واکمني دوه کاله بشپړېدو په مناسبت خبرو کې د دغه هېواد وضعیت ناوړه وباله او په وینا یې د ښځو او نجونو پر حقونو لګول شوي بندیزونه په خپل حال پاتې دي. هغه له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې د افغانستان خلک هېر نه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا وايي چې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون طالبانو خپلې ګڼې ژمنې نه دي پوره کړي او په وینا یې امریکا او د نړۍ نورو هېوادونو طالبانو ته روښانه کړې ده چې تر هغه به ورسره تعامل و نه کړي چې د ښځو او نجونو حقونه یې باوري کړي نه وي.
روانه میاشت د افغانستان له ځینو ولایتونو داسې رپوټونه هم ورکړل شول، چې طالبان له لس کلنۍ پورته نجونې شپږمو ټولګیو ته هم نه پرېږدي او د امر باالمعروف و نهي عن المنکر ادارو ځايي چارواکو د نجونو د عمرونو په اړه چاڼ پیل کړ دی، خو په کابل کې طالبانو د امرباالمعروف وزارت چارواکو ویلي، دا د دوی کومه رسمي تګلاره نه ده.
که څه هم د طالبانو حکومت چارواکي ښوونځیو او پوهنتونونو ته د افغان ښځینه محصلینو او زدکوونکو ژر ستنېدو برخه کې ژمنې کوي، خو دوه کاله کېږي چې طالبانو په دویم ځل د هېواد واک تر لاسه کړی او له هغه وخت راهیسې، نجونې ثانوي ښوونځي او پوهنتونونو ته له تلو منع شوې دي، طالبانو په مرستندویه ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د کار کولو مخه هم نیولې، سینګار ځایونه یې تړلي، پارکونو ته ښځې نه پرېږدي، او بې محرمه یې د ښځو پر تګ راتګ محدودیتونه لګولي دي.