تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څنګه له رواني فشار (سټرس) سره مبارزه وکړو؟
ستړي یاست؟ اوړی پای ته رسېدلی، رخصتۍ اوس د تېرو یادونو په څېر ښکاري او ژوند یو ځل بیا په چټکۍ سره روان دی.
د کار او مصروفیت وخت ډېرو خلکو ته دا احساس ورکوي چې ګواکې وخت او توان یې دواړه کم شوي دي.
یو څه اندازه رواني فشار یا سټرس موږ ته ګټه کوي، هوښیار او فعاله مو ساتي خو که دا دوامداره شي او کنټرول نه شي، زموږ روغتیا، مزاج او اړیکې زیانمنوي.
کورټیزول (چې ډېری یې د سټرس هورمون بولي) اوس د روغتیا په بحثونو کې یو عام نوم دی او باید په یاد ولرو چې دا مو دښمن نه دی.
همدا هورمون موږ بیدار ساتي، د ورځې د کارونو لپاره مو تیاروي او د ستونزو د حل توان راکوي.
اصلي خبره دا ده چې دا باید په توازن کې وساتو، نه دا چې له منځه یې یوسو.
نو دلته پنځه ساده او د ساینس لهخوا تایید شوي لارې دي چې د رواني فشار د کنټرول او د خپل ژوند د بېرته تنظیم لپاره راسره مرسته کوي.
د رواني یا ذهني فشار په اړه ډېر فکر مه کوئ
کله چې د فشار (سټرس) د ډېرېدو په اړه ډېر فکر کوو نو لا پسې زیاتېږي.
که تل دا وایوو چې "سټرس زما روغتیا ته زیان رسوي" نو ذهن مو همدا تکراروي او حالت مو نور هم خرابېږي.
نو هڅه وکړئ چې د خپل احساس په اړه ډېره اندېښنه ونه کړئ.
همدا فشار د ژوند یوه عادي برخه ده او هېڅوک ترې نه شي تښتېدلی، په ځانګړي ډول د سختو وختونو پر مهال، لکه د یو خپلوان د مرګ غم، د کورنۍ د غړو پالنه، د کوچنیانو ساتنه، یا د دندې د نا ثباتۍ حالتونه...
د دې پرځای چې د رواني فشار له کبله وارخطا شئ، دا ومنئ چې دا یوه لنډ مهاله تجربه ده.
ځان ته ووایئ چې دا حالت به تل نه وي، تېرېږي.
بدن مو وخوځوئ او فزیکي فعالیت وکړئ
تر ټولو غوره لاره چې له فزیکي پلوه د سټرس (فشار) سره مقابله وکړئ، هغه تمرین یا ورزش دی.
ورزش پر بدن هماغه اغېز لري لکه سټرس: د زړه درزا تېزوي، د وینې فشار لوړوي، ساه چټکه کوي او اډرېنالین او کورټیزول ازادوي.
کله چې منظم ورزش کوئ، بدن مو زده کوي چې د کورټیزول د لوړوالي (سټرس) سره څنګه عادت شي او کنټرول یې کړي.
د دې له امله به تاسې د ژوند د لویو فشارونو پر وړاندې لا پیاوړي شئ.
که د ورزش په اړه فکر کول پخپله درته سټرس درکوي، لکه دا چې "کوم ورزش وکړم؟ کوم جېم ته ورشم؟" نو ځان مه په تکلیفوئ.
هر ډول خوځښت یا فزیکي فعالیت ګټور دی.
دا شرط نه دی چې ډېر وخت یا زور ته اړتیا ولرئ، قدم وهل، منډه، یا هر هغه فعالیت چې خوند درکوي، بس هماغه کافي دی.
خوب ته لومړیتوب ورکړئ
هڅه وکړئ چې څه ژر ویده شئ او هره ورځ نږدې په یوه وخت وېښ شئ، چې بدن مو یو منظم عادت پیدا کړي.
که کله د شپې تر ناوخته د بې خوبۍ له امله اړخ بدلوئ، رابدلوئ او خوب نه درځي، اندېښنه مه کوئ.
دا عادي خبره ده.
بدن کولی شي کله ناکله له لږ خوب سره هم کار وکړي او د وخت په تېردو سره به ستا د بدن طبیعي نظم (ریتم) بېرته سم شي.
پر خپل ځان تمرکز وکړئ
د رواني فشار کمول یوازې دا نه دی چې منفي شیان له ځانه لېرې وساتئ، بلکې دا هم ده چې خپل ځان وروزئ او پیاوړی یې وساتئ.
باور وکړئ چې ښه خواړه ډېر ارزښت لري. میوې، سبزي، طبیعي او بشپړ خواړه او د ښه کیفیت پروټینونه وخورئ څو بدن مو انرژي ولري.
همدارنګه هڅه وکړئ چې د ځان لپاره وخت پیدا کړئ، څو ارام شئ او ذهن مو بېرته تازه شي.
"ماینډفولنیس" یا د پام تمرکز هم مرسته کوي. دا یوازې د مراقبه یا چوپ کېناستل نه دي، بلکې دا ده چې شعوري ډول خپل ژوند ته پام وکړئ.
یعنې، څو دقیقې وخت وټاکئ، د نن یا د اونۍ پلان ته فکر وکړئ، وګورئ کوم کارونه به ستونزمن وي او څنګه کولی شئ ځان مناسب فعال وساتئ.
د مثال په توګه، زما لپاره مخکې له مخکې د ماښاماني خوړو چمتو کول ډېره مرسته کوي، ځکه دا ما له ماښامني فشاره خلاصوي.
له نورو سره پرې وغږېږئ
زه خپله کله ناکله د هر ډول خبرو او ستونزو په اړه اندېښمن کېږم او دا هم عادي ده، ځکه هر څوک د پیسو، کار او کورنۍ په اړه فکرونه او اندېښنې لري.
کله چې دا اندېښنې په زړه کې وساتو او له چا سره یې شريکې نه کړو نو ذهن مو ډېر ژر له کنټروله وځي.
خو که خپل احساسات او اندېښنې له یو داسې چا سره شریکې کړئ چې پرې باور لرئ، نو دا بوج کموي او ذهن ته روښانه نظر درکوي، ان که هغه سړی ستا ستونزه حل کولی هم نهشي. همدومره بس ده چې زړه مو ډک پاتې نهشي.
ځینې وختونه یوازې دا چې د دې په اړه خبره وکړئ، ستونزه یو څه اسانه او د زغملو وړ کوي.