رپوټونه: "اسرائیلي جنګي الوتکو د اسد له پرځېدو وروسته سوریه کې له ۳۰۰ ډېرې بمبارۍ کړي"

سوریه

د عکس سرچینه، Reuters

په سوریه کې د بشري حقونو څار یو سازمان، چې مرکز یې بریتانیا کې دی وايي، اسرائیلي جنګي الوتکو په سوریه کې له ۳۰۰ ډېر هوايي بریدونه کړي دي.

د بشري حقونو څار دغه سازمان وايي، په دې بریدونو کې د دمشق، درعاه، لتاکیا او حماه سیمو یو شمېر پوځي هدفونه په نښه شوي دي. اسرائیل وايي، دا بریدونه یې ځکه کړي، چې د سخت دریځو وسله والو لاسونو ته د وسلو لوېدو مخنیوی وشي.

دغه سازمان وايي، په برزه سیمه کې د ساینسي څېړنو پر یوه مرکز برید شوي دي. موږ د هغه ځانګړي ساینسي په هکله نه پوهېږو چې په برزه سیمه کې پرې بمباري شوې ده.

خو په ۲۰۱۷ کال کې بي بي سي داسې اسناد لیدلي وو، چې په برزه کې یې د سانیسي علومو او څېړنو مرکز (اېس اېس ار سي) یوې څانګې په تړاو و، چې کیمیاوي وسلې یې چمتو کولې. دد سازمان مسوولینو په وینا په ۲۰۲۴ کال کې په سوریې کې د اسرائیلي بمباریو له کبله ۴۱۶ سرتېري وژل شوي دي.

اسرائیلي الوتکو د سوریې په بېلابېلو سیمو کې لسګونه بمبارۍ کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رپوټونه وايي، اسرائیلي الوتکو د سوریې په بېلابېلو سیمو کې لسګونه بمبارۍ کړې دي.

د دغو رپوټونو له خپرېدو سره افغانستان کې واکمنو طالبانو هم غبرګون ښودلی او دا یې "د سوریې د خپلواکۍ څرګند نقض" بللی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو غږ کړی چې د سوریې وګړي د خپل راتلونکي په باب خپلواکه انتخاب ته پرېږدي تر څو د دوی په ټکو له فشارو پرته د خپل هېواد برخلیک په خپله وټاکي.

د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د اسرائیلو بریدونو غندنې تر څنګ راغلي چې " دا اقدام د هغې ناکامي ستراتیژۍ دوام دی چې صهیونستي رژیم یې د منځني ختیځ په بېلا بېلو هیوادونو کې د خپلو نامشروع اهدافو تر لاسه کولو لپاره پر مخ وړي."

طالبان او ایران اسرائیلو ته د صهیونستي رژیم نوم کاروي.

د اېس او اېچ ار مسوولینو په وینا اسرائیلي الوتکو له تېرو دوو ورځو راهیسې په سوریه کې سلګونه بریدونه کړي دي، چې په دمشق کې پر هغه ځای برید هم پکې شامل دی، چې ایراني ساینسپوهانو پکې توغندي چمتو کول.

دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې د ملګرو ملتونو اړوند ماهرینو په سوریه کې واکمنو ته خبرداری ورکړی، چې د مشکوکو کیمیاوي وسلو د خوندیتوب په تړاو باید ډاډ ترلاسه کړي.

سوریه

د عکس سرچینه، Getty Images

د نړیوال بشري قانون له مخې د څرګند پوځي هدف په شتون کې هم د کیمیاوي وسلو کارول ممنوع چاره ده، ځکه د دې وسلو هیئت داسې دی، چې توپیر نه شي کولای. دا معلومه نه ده، چې سوریه څومره کیمیاوي وسلې لري، خو داسې باور شته، چې مخکیني ولسمشر بشار الاسد د دې ډول وسلو زېرمې درلودې او نوموړي چې په دې هکله کومه اعلامیه درلوده، هغه بشپړه نه وه.

سوریې د کیمیاوي وسلو ممنوعیت سازمان (او پي سي ډبلیو) هوکړه په ۲۰۱۳ کال کې د پلازمېنې دمشق په څنډو کې د کیمیاوي وسلې له یوه برید وروسته لاسلیک کړه، چې زهرجن ګاز پکې شامل و او له کبله یې له ۱۴۰۰ ډېر کسان ووژل شول. د هغې پېښې تصویرونو نړیواله ټولنه وبوږنوله.

لوېدیځو قدرتونو هغه مهال ویل، چې داسې برید یوازې حکومت کولای شي، خو بشار الاسد یې پړه پر اپوزېسیون اچوله. د او پي سي ډبلیو له هوکړې او د هغو ټولو ۱۳۰۰ ټنه کیمیاوي موادو له ویجاړولو سره سره چې اسد حکومت یې شتون منلی و، په سوریه کې د کیمیاوي وسلو بریدونه لا هم کېږي.

د بي بي سي شننې له مخې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ د سوریې په کورنۍ جګړه کې لږ تر لږه ۱۰۶ ځله کیمیاوي وسلې کارول شوې دي.

د کیمیاوي موادو خوندیتوب په تړاو اندېښنې

د او پي سي ډبلیو مسوولینو پر دوشنبه وویل، دوی له سوریې سره اړیکه نیولې او د کیمیاوي وسلو اړوند موادو او کارځایونو د امنیت او خوندیتوب پر اهمیت یې خورا ټینګار کړی دی.

بل لور پر همدې دوشنبه اسرائیلي پوځ داسې تصویرونه خپاره کړي، چې اسرائیلي سرتېري پکې له جولان غونډیو د سوریې خاورې هغه حائلې سیمې یا بفرزون ته د ننوتلو په حال کې ښيي، چې د ملګرو ملتونو سوله ساتي پوځیان پکې دېره دي.

دا له هغه یوه ورځ وروسته پېښه ده، چې اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو وویل، د بېلتون په نامه یادېدونکې سیمې کنټرول په موقت ډول اسرائیلي ځواکونو ولکه کړی.

اسرائیلي لومړي وزیر ویلي و، د یاغیانو له لوري د سوریې کنټرول له ترلاسه کولو وروسته له سوریې سره د ۱۹۷۴ کال نه ښکېلتیا تړون ''له منځه تللی. ''

جولان ډبرینې غونډۍ د سوریې پلازمېنې په سویل لوېدیځ ۶۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.