تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې چاودېدونکي توکي "هره میاشت ۵۵ کسانو" ته مرګژوبله اړوي
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بيبيسي
ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان په نژدې ۳۰۰ ولسوالیو کې د چاودېدونکو توکو ګواښ شته، چې هره میاشت لږ تر لږه ۵۵ کسانو ته مرګژوبله اړوي.
د دغسې پېښو ډېر قربانیان ماشومان دي.
تر ډېره هغه سیمې چې لا هم د ناچاوده توکو ګواښ پکې شته د تېرو څه باندې دوو لسیزو په جګړه کې ککړه شوې ده.
ډېر قربانیان ولسي خلک، په تېره بیا ماشومان دي
افغانستان د نړۍ په کچ د چاودېدونکو توکو له لوړ خطر سره مخ هېواد دی. ماینونو او ناچاوده توکو له شاوخوا څلور نیمو لسیزو راهیسې دغه هېواد کې پراخه مرګژوبله اړولې او لا هم نږدې درې نیم میلیونه خلک پکې د ماینونو له خطر سره مخامخ دي.
ملګري ملتونه وايي د افغانستان شاوخوا ۳۰۰ ولسوالیو کې ۱۲۰۰ کيلومتره مربع ځمکې لا هم په معلومو ځمکنیو ماینونو او د جګړې له مهاله په پاتې چاودېدونکو توکو لړلې. په ځینو سیمو کې خلک ورسره ان په یوه کیلومتر واټن کې ژوند کوي.
دا خطر په ورځني ډول ورڅېرمه پراته ملکي خلک، په تېره بیا هغه ماشومان اغېزمنوي چې په دغو سیمو کې لوبې کوي، څاروي څروي یا کباړ را ټولوي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې هره میاشت شاوخوا ۵۵ کسان چې په څلورو کې له درې برخو ډېر يې ماشومان دي له همدې امله مړه او ټپيانېږي او همدا په افغانستان کې د معلولیت یو مهم لامل هم دی.
په تېر ۲۰۲۴ کال چاودېدونکو توکو افغانستان کې له شپږو سوو ډېر ملکي وګړي مړه یا ټپيان کړي دي.
ملګرو ملتونو وړم کال هم په چاودېدونکو توکو د ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو نږدې څلور سوه پېښې ثبت کړې.
د لوګر اوسېدونکی عبدالواحد چې د کورنیو جګړو پر مهال يې پښه د ماین چاودنه کې پرې شوې وايي، په ښوونځیو کې ماشومانو ته د ماینونو او چاودېدونکو توکو ورپېژندل او دوی پرې پوهول اغېزناک دي.
دی په خپل کلي کې د یوې داسې پېښې کیسه کوي چې ماشومانو پر یوه ناچاوده مرمۍ ساتېري کوله چې وچاودېده.
په شاوخوا درې نیمو لسیزو کې د ماینپاکۍ له چارو سره د چاودېدونکو توکو د مرګژوبلې میاشتنی شمېر له سلګونو څخه لسګونو ته راکښته شوی.
"ځواني یې رانه واخیسته"
عبدالمقیم د کابل اوسېدونکی دی او د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيبالله د واکمنۍ پر مهال يې په خوست کې د ځمکني ماین چاودنه کې پښه الوتې او لاس او ملا يې ژوبل شوي.
دی وايي "هر څه مې له لاسه ورکړي، ټول ژوند مې له لاسه ورکړی، ځواني مې لاړه، پښې مې نشته او اوس کار نشم کولی، ټول ژوند مې خراب شو."
عبدالمقیم وايي د تېر جمهوريت پر مهال د معلولینو وزارت د میاشتې پنځه زره افغانۍ معاش ورکاوه خو د طالبانو حکومت هغه هم تر نیمايي کم کړی.
دی وايي "ډېر ځورېږم چې ماشومان وینم چې معلولېږي. ډېر خواشينی کېږم. زه خو خپله معلول یم خو بل څوک چې وینم معلولېږي ډېر پرې ځورېږم."
که څه هم په افغانستان کې د معلولیت لرونکو شمېر لوړ دی او لوی شمېر یې له مرستو بې برخې دي، خو ان هغوی هم چې له حکومت سره په رسمي ډول د معلولیت لرونکو کسانو په توګه ثبت وو، اوس د دغه ملاتړ له کمېدو سر ټکوي.
له اقلیم سره تړلي ناورینونه لکه سېلابونه او ځمکې ښوېدنې هم دا ناچاود توکي له یوې سیمې بلې ته وړي او ګواښ يې لا پراخوي.
تر ۲۰۳۰ کاله له ماینونو د افغانستان د پاکولو پلان
د طالبانو په حکومت کې د افغانستان د ماینپاکۍ د ملي پلان له مخې، هڅه کېږي چې په راتلونکو درېیو کلونو کې په ماینونو د ټولې پوښلې سیمې سروې بشپړه او تر ۵ کلونو له ماینونو پاکه شي.
په افغانستان کې د ماینونو اېښودل له ۱۹۷۹ کال راهیسې د شوروي له یرغل سره پیل شوي او له هغه وروسته مجاهدینو او نورو ډلو هم په پراخه کچه اېښي، خو د دغو ماینونو شمېر او پر ماین د ککړو سیمو دقیقې نقشې نشته.
د کورنیو جګړو پر مهال هم ګڼو اړخونو یو بل ته ماینونه اېښودل. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال دوی او مخالفینو يې هم د یوه او بل لوري د پرمختګ ډب کولو لپاره ماینونه اېښي وو.
په تېرو دوو لسیزو کې هم پراخ ماینونه او نور چاودېدونکي توکي کارېدلي دي.
د افغانستان د ماینپاکۍ ملي پروګرام اداره کې تخنيکي سلاکار ډاکتر ایمل صافی وايي، دا اوس په افغانستان کې ۱۲۰۰ کیلومتره مربع ساحه په چاودېدونکو توکو او ماینونو لړلې چې نژدې څلور سوه مربع کېلومتره کې پخواني دي او پاتې په تېرو شلو کلونو کې ککړه شوې ده.
"په هغه ۷۶۰ کیلومتره مربع کې چې په تېرو دوو لسیزو کې په چاودېدونکو توکو لړلې ۵۸۰ کیومتره مربع يې د ناټو او ملاتړو د پوځي تطبيقاتو ساحې دي چې د چاودېدونکو توکو خطر پکې پر ځای پاتې دی."
د نړیوالو مرستو اغېز
د ماینپاکۍ د موسسو چارواکي وايي، اوس يې بودیجې په نشت برابرې دي او که نړیوال مرستې ونه کړي، افغانستان له ماینونو د پاکېدو ټاکلی هدف نه شي پوره کولی.
په تېرو څلور نیم لسیزو کې د افغانستان اقتصادي بنسټ کمزوری شوی او په ډېرو برخو کې په بهرنیو مرستو متکي دی.
د ماینپاکۍ ډېر پروګرامونه هم د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال تمويلوي. په ۲۰۱۸ کال کې د تېر جمهوریت پر مهال حکومت د ماینپاکۍ مرکز جوړ کړی و. ټاکلې له سږ کال وروسته د طالبانو حکومت هم ځینې پروژې ورته تمویل کړي.
ایمل صافی وايي د ماینپاکۍ په برخه کې ۲۵ بشري نادولتي موسسو جوازونه اخېستي، چې څوارلس یې فعالې دي. د هغه په وینا د دغو ټولنو کاري ډلې د افغانستان په نوي (۹۰) ولسوالیو کې خپلې چارې پر مخ وړي او پاتې ۱۱ ټولنې د بودیجې د نشتوالي له امله کار نه کوي.
ښاغلی صافی زیاتوي چې په افغانستان کې د ماینپاکۍ ملي پروګرام لپاره په کلني ډول ۵۲ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده چې په تېرو کلونو کې يې په اوسط ډول ۳۸ میلیونه ډالره تر لاسه کړي.
شهاب حکيمي چې په تېرو تقریبآ درېیو لسیزو کې د ماینپاکۍ سکتور کې کار کوي او د (اېمډيسي) په نوم د ماینپاکۍ مؤسسې مشر دی وايي، دا چې د امنیت له ښه کېدو سره اوس ټولو سیمو ته لاسرسی شونی دی، که مرستې وشي، په پینځو کلونو کې افغانستان له ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو پاکېدلی شي.
خو د هغه په وینا دا په دې شرط ممکنه ده چې ماینپاکان تمویل شي او بېرته کار ته وګرځي.
ښاغلی حکيمي وايي، پخوا تر څوارلس زرو پورې کسانو په دې پروګرام کې کار کاوه، خو اوس د طالبانو د حکومت له واک ته رسېدو او د افغانستان له انزوا سره په دې برخه کې مرستې کمې شوې.
د ماینونو او چاودېدونکو توکو پاکولو اړوند د اوتاوا نړیوال تړون له مخې چې افغانستان يې هم په ۲۰۰۳ کال کې غړی شوی، هر هېواد باید خپل ماینونه په لسو کلونو کې پاک کړي. خو افغانستان چې په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو شاهد و، د دې مودې د غځول کېدو غوښتنه کړې.
د ماین خطر په اړه عامه پوهاوی
د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو له ګواښه د خلکو د ژغورنې لپاره په دې اړه عامه پوهاوی هم اړین بلل کېږي. له تېرو څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې بېلابېلې ادارې په دې برخه کې هم هڅې کوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف یو همداسې پروګرام لري چې ماشومانو، د دوی پلرونو او ټولنو ته په دې اړه چې څرنګه يې له خطرونو ځان وساتي روزنه ورکوي.
په کابل کې د یونیسف ویاند ډانیل ټېمي بيبيسي ته وویل تېر کال يې څه باندې درې میلیونه وګړو ته په دې اړه پوهاوی ورکړی:
دی وايي"يونیسف یو پروګرام چلوي چې ماشومان، د دوی پالونکي او ټولنې د ناچاودو توکو پر خطرونو او له هغو د ځان ساتلو پر لارو چارو پوه کړي. په ۲۰۲۴ کال کې مو درې اعشاریه یو میلیون وګړو ته دا پیغامونه ورسول او ډاډه یو چې د دغو معلوماتو شریکول د ګڼو خلکو د ژوند په ژغورلو کې رول لري."
خو اړوندې ټولنې په دې برخه کې هم د مرستو او هڅو د لا ډېرولو غوښتونکې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره يا اوچا وايي، چې په روان ۲۰۲۵ کال کې د ماینپاکۍ او له خطرونو يې د خلکو د خبرولو لپاره نژدې دوه میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.