تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ډونلډ ټرمپ ولسمشري د اقلیم بدلون لپاره څه معنی درلودای شي؟
- Author, جېرمي هاوېل
- دنده, د بيبيسي نړیوال سرویس
د نړۍ د لسګونو هېوادونو د اقلیمي برخې متخصصان به اذربایجان کې د کاپ سرمشریزې پر مهال د کاربن د اخراج کمولو پر نویو لارو چارو بحثونه وکړي.
هیله دا ده چې دغه هڅې به په راتلونکو کلونو کې د تودوخې ډېرېدل محدود کړي، په دې مانا چې نړۍ د اقلیمي بدلون تر ټولو ناوړه اغېزو مخه نیولی شي.
خو ډېر اټکل کوي چې ډونلډ ټرمپ ښايي تر ولسمشر کېدو وروسته متحد ایالتونه د اقلیم د بدلون مخنیوي لپاره له نړیوال تړون وباسي، څه چې نوموړي تېر ځل د ولسمشر کېدو پر مهال کړي وو.
دا د دې لامل کېدای شي چې د امریکا لخوا د شنو خونو غازونو د اخراج اندازه په ډراماتیک ډول زیاته شي.
د اقلیم بدلون لپاره نړیوال اهداف څه دي؟
نږدې ۲۰۰ هېوادونو ۲۰۱۵ کال پاریس کې په کاپ۲۱ سرمشریزه کې ژمنه وکړه، چې د نړۍ هوا به تر صنعتي کېدو مخکې مهال څخه له ۱ اعشاریه ۵ درجو ډېرې تودېدو ته نه پرېږدي.
دا ژمنه د دې لپاره وشوه چې د کرنیزو محصولاتو د لمنځه تللو او د قطبي کنګلونو د ویلي کېدو پایله کې د سېلابونو راوتلو په څېر د اقلیمي بدلون د جدي اغېزو مخه ونیول شي.
ملګري ملتونه وايي، د دې لپاره چې تودوخه د سانتیګراد تر ۱ اعشاریه ۵ درجو ټاکلي هدف محدوده وساتل شي، نو اړتیا ده چې هېوادونه د کاربن دایاکسایډ او میتان غازونو نور اخراج بند کړي. دا د شنوخونو غازونه دي، چې تودوخه د ځمکې د اتموسفیر محدوده کې ساتي.
هوکړه پر دې شوې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغو غازونو د اخراج کچه تر نیمايي او تر ۲۰۵۰ کاله صفر ته راټیټه شي.
د نړۍ ډېر هېوادونه یا همدغه د صفر اندازې هدف تعقیبوي یا یې د تعقیبولو په اړه غور کوي.
دغه هدف ته د رسېدو لپاره باید د تېلو، ګازو او ډبرو سکرو په څېر د فوسیلي سوند توکو سرچینې د لمریزې او بادي برېښنا په څېر په نوې کېدو وړ انرژۍ واوړي.
په دغو قداماتو کې دا هم راځي چې د تېلو موټرونه پر برېښنايي موټرونو بدل شي.
خو د شنوخونو غازونو کچه لاهم په چټکۍ سره په زیاتیدو ده. د ساینسپوهانو او د ملګرو ملتونو په اډانه کې د اقلیمي بدلون په اړه د یوه بین الحکومتي ډلګۍ په وینا دا احتمال شته چې د نړۍ هوا د سانیتګراد له یوې نېمې درجې ډېره توده شي.
نو دولتي پلاوي به باکو کې په کاپ۲۹ سرمشریزه کې هغه هدف ته د رسېدو لاره کې د نورو ګډو ګامونو په اړه بحث وکړي چې پاریس کې پرې هوکړه شوې.
امریکا کوم ګامونه اخیستي؟
د اقلیمي بدلون په تړاو اقدامات د امریکا د تلونکي ولسمشر جو بایډن د هڅو عمده برخه جوړوي.
هغه په ۲۰۲۲ کال کې د انفلاسیون کمولو قانون (ایاراې) توشیح کړ، چې یوه ستره موخه یې د شنوخونو غازونو د اخراج کمول دي.
دغه قانون په امریکا کې د پاکې انرژۍ برخه کې د تولیداتو ملاتړ لپاره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د مالیو، مالي اعتبار او پورونو هڅوونکې ټولګې وړاندې کوي او همدا راز یې په دغه سکتور کې ۳۰۰ زره دندې رامنځ ته کړې دي.
د بایډن ادارې د برېښنا د تولید بټیو ته ویلي، چې تر ۲۰۴۰م کال پورې د مضرو ګازونو استخراج پای ته ورسوي او همدا راز یې ټینګار کړی چې له ۲۰۳۵ کال وروسته باید د ټولو نویو تولیدېدونکو مساپر وړونکو موټرونو د کاربن اخراج صفر وي.
ښاغلي بایډن همدا راز دا هدف هم ټاکلی چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به د امریکا شاوخوا ۵۵ سلنه، تر ۲۰۳۰ کال پورې ۷۵ او تر ۲۰۳۵ کال پورې ټوله برېښنا له نوي کېدو وړ سرچینو څخه ترلاسه شي.
د ښاغلي ټرمپ ولسمشري د اقلیم پالیسي څنګه بدلولی شي؟
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وار وار په زغرده د اقلیم د بدلون له اړخه خپاره شوي خبرداري رد کړي دي. هغه دا خبرداري "افسانه"، "ناڅیزه" یا "ګرانبیه دوکه" بللې، (خو بل ځای کې یې بیا د "جدي موضوع" په توګه هم یاد کړي).
ښاغلي ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې ولسمشرۍ تېره دوره کې متحد ایالتونه د اقلیمي بدلون په تړاو د پاریس له تړون وایستل. دې هوکړې په امریکا کې د شنوخونو ګازونو د تولید اندازې لپاره محدودیتونه ټاکلی شول.
خو امریکا یوازې تر ۲۰۲۰ کال پورې د پاریس له تړون بهر پاتې شوه، ځکه ولسمشر بایډن واک ته له رسېدو وروسته په څو میاشتو کې دننه دننه بېرته په دغه تړون کې شامل شو.
اوس دا انګېرنه پراخه ده چې کېدای شي ښاغلی ټرمپ د ۲۰۲۵ کال جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته یو ځل بیا امریکا د پاریس له تړونه وباسي. دا ځل ښايي امریکا په یوه کال کې له دغه تړون ووځي.
دا به متحدو ایالتونو ته باکو کې د کاپ په سرمشریزه کې ستونزې جوړې کړي. ولسمشر بایډن به دې غونډې ته مرکچیان واستوي، خو هغوی چې د هر څه ژمنه او هوکړه کوي، د ټرمپ اداره به یې پر عملي کولو مکلفه نه وي.
د سټکهولم چاپیریال اېنسټیټیوټ لپاره د اقلیمي بدلون د پالیسۍ متخصص پروفیسور 'ریچارډ کلین' وايي، که داسې وشي، نو دا د چین په څېر پر نورو سترو صنعیتي هېوادونو هم د شنوخونو غازونو د اخراج کمولو لپاره فشارونه کموي.
نوموړی زیاتوي، "دوی [امریکايي پلاوی] د څه شي ژمنه نه شي کولی، او دا په دې معنی ده چې د چین په څېر هېوادونه هم ونه غواړي د څه شي ژمنه وکړي".
ښاغلی کلین خبرداری ورکوي چې که متحد ایالتونه د کاپ له سرمشریزې بهر پاتې شي، نو پر چین به د دې لپاره فشار کم وي چې مخ پر ودې هېوادونو ته د هغوی لخوا د اقلیمي بدلون خلاف اقداماتو لپاره پیسې ومني.
د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ښاغلي ټرمپ له کمپاینی ویناو او شعارونو هم داسې ښکاري چې نوموړی به ښایي په امریکا کې د تېلو، ګازو او ډبرو سکرو د استخراج چارې وهڅوي.
د تېلو څاګانو برخه کې د خدماتي کمپنۍ 'کناري اېلاېلسي' اجرائیوي مشر ډان اېبېرهارت بلومبرګ نیوز ته وویل: "تاسو به د سمندري اجارو پلور وګورئ، تاسې به ګورئ چې نللیکې څومره ګړندۍ پر مخ ځي، تاسو به په فدرالي ځمکو کې کېندنې او داسې ذهنیت وګورئ، چې مصرفوونکو لپاره به د انرژۍ د لګښتونو پر کمولو باندې متمرکز وي."
د ټرمپ اداره ښايي تر سواحلو ورهاخوا اوبو کې د بادي برېښنا د تولید چارې هم ودروي. د بادي توربینونو د جوړونکو شرکتونو د ونډو بیې له دې وېرې رالوېدلې، چې په دې برخه کې ځینې پروژې ښايي لغوه شي.
بریتانیا کې د 'کاربن بریف' په نوم د فکري بنسټ د رپوټ له مخې، ښايي امریکا د ډونلډ ټرمپ څلور کلنه دوره کې تر ده مخکې د جو بایډن ادارې د دورې پرتله ۴ میلیارد ټنه ډېر کاربن دایاکسایډ او د شنوخونو نور ګازونه اخراج او د ځمکې اتموسفیر ته وراضافه کړي.
د دغه رپوټ لیکوال ډاکتر سایمون اېوانس وایي، "که ټرمپ دویمه دوره کې د اقلیم په تړاو د بایډن هڅې له مسیره وباسي، نو دا به ښايي د سانتیګراد ۱ اعشاریه ۵ درجو پورې د تودوخې محدود ساتلو لپاره نړیوالې هیلې ختمې کړي".
ایا امریکا کې به زرغونې انرژۍ ته اوښتل ودرېږي؟
ډېر شنونکی پر دې اند دي، چې د اقلیم بدلون په اړه د ښاغلي ټرمپ له چلند سره سره به، په امریکا کې زرغونې انرژي ته د اوښتلو هڅې دوام ومومي.
لومړی دلیل دا دی چې د هغه [ټرمپ] په خپل جمهوریپال ګوند کې ډېر سیاستوال د انفلاسیون کمولو قانون ملاتړ کوي. تمه کېږي چې د لمریزې او بادي برېښنا په څېر په زرغونه انرژۍ تر درېیو ترېلیون ډالرو پورې لګښتونه وشي، او تر دې دمه د دغو پیسو شاوخوا ۸۵ سلنه په هغو سیمو کې لګول شوې چې جمهوریپالو ته یې رایې ورکړې دي.
هممهاله د نوې کېدو وړ انرژۍ صنعت هم په ټوله نړۍ کې پر لوی کاروبار اوښتی.
د انرژی نړیوالې ادارې، چې پاریس مېشته فکري بنسټ دی، د اټکل له مخې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې د بادي برېښنا، لمریزې برېښنا او بیټریو برخو کې د نړیوالو لګښتونو کچه تر ۲ ترېلیون ډالرو رسېدای شي. دا د هغو پیسو دوه برابره دي، چې تمه کېږي په همدغه کال کې به یې د تېلو، ګازو یا سکرو برخو کې پانګونه وشي.
کېدای شي سپینه ماڼۍ دا لېوالتیا هم ولري چې په دې برخه کې د امکان تر حده ډېره پانګه د چین په څېر د سیالانو پر ځای متحدو ایالتونو ته ورشي.
همدا راز اوس په امریکا کې د نوې کېدو وړ ډېره انرژي د شبکې برخه هم ګرځېدلې ده. هغه داسې چې د کلیفورنیا په اړه ویل کېږي ۵۴ سنله برېښنا د لمر او باد په څېر له نوې کېدو وړ سرچینو ترلاسه کوي. په ټوله امریکا کې دا کچه ۴۰ سلنه ده. نو که ښاغلی ټرمپ غواړي څراغونه روښان وساتي، د دغه سکتور له پامه غورځول به ورته ګران وي.