د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري اغېزمنه شوې

- Author, رحمن الله خټک
- دنده, بي بي سي
پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټينګولو درې کاله پوره شول. په تېرو درېيو کلونو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري له ډېرو لوړو ژورو تېره شوې. د ډېرو په باور د دواړو هېوادونو تر منځ سياسي او امنيتی ترينګلتياوې او ځيني نور لاملونه يادېږي، چې له کبله یې د دې ګاونډیو هېوادونو تر منځ سوداګري هم اغېزمنه شوې.
په دغه موده کې څو ځله په تورخم، غلام خان او بولدک-چمن لارو کې سوداګريز فعالیتونه له ځنډ او خنډ سره مخ شوي دي.
د پاکستان حکومت لخوا په تورخم دروازه د لنډ مهالي داخلي سند يا (ټاډ) وروستۍ تګلارې، افغان موټرچلونکی اصف دې ته اړ کړ چې پر تورخم دروازه پنځه شپې تېرې کړي.
اصف وايي، پر دې لار د تګ راتګ ستونزې ډېرې شوې دي.
د اصف په وینا (وړاندې دومره ستونزې نه وې خو اوس ډېرې شوي دي. د تورخم دروازه اکثرا وخت تړلې او لږ خلاصه وي. اوس په داخلي عارضي سند يا ټاډ ګاډي پرېږدي، خو هغه په ګرانه ترلاسه کېږي او لګښت هم پرې راځي. د افغانستان ګاډو چلونکيو ته خو بيخي په ګرانه ترلاسه کېږي. وړاندي چې اسانتيا وه نو په مياشت کې به مو څلور پنځه پېرې کولې، اوس چې دومره وشي نو هم شکر دی. لارې چې تړلې وي نو په کومه ولاړ شو؟)
د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګست پر پنځلسمه نېټه د طالبانو لخوا پر کابل د ولکې ترلاسه کولو وروسته د پاکستان حکومت لخوا سختو پاليسو ، ځينې وختونه بيا دغه پاليسو ته د طالبانو حکومت سخت غبرګون ښوولی او په تېرو دريو کلونو کې پر کرښه د دواړو هېوادونو د سرتېرو د يو شمېر نښتو له کبله څو ځله د تورخم دروازه تړل شوې او د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري یې اغېزمنه کړې ده.
د تازه مېوو سوداګرو زیانونه

د سختو پاليسو له کبله د دروازې تړل کېدو او يا د موټر چلونکو ته په تورخم دروازه د تګ راتګ اجازه نه ورکولو سره د سبو او مېوو د خرابېدو اندېښنه تل ډېره وه.
په تېرو دريو کلونو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سبو او مېوو په شان د نورو خوراکي توکو خرابېدو نه يوازې څو ځله د دواړو غاړو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي، بلکې په دغه موده کې د دواړو هېوادنو ترمنځ په دې برخه کې د سوداګرۍ کچه هم ټيټه شوې ده.
سوداګر حاجي ګل محمد وايي: (د افغانستان له اړخه پاکستان ته مڼه، انار، انګور او خورماڼۍ راوړوو او له پاکستانه مو افغانستان ته ام او د کينو د لېږدولو کاروبار کاوه. خو په دې تېرو دريو کلونو کې ستونزې ډېرې زياتې شوي. مخکې به ما له دواړو خواوو د پنځه شپږ ګاډو کار کاوه، خو اوس دوو درې ورځو کې يوازې يو ګاډی باروم.)
له پاکستانه په نورو صادراتي توکیو کې سیمټ، اوړه، بوره، غوړي او درمل شامل دي. په پېښور کې د درملو کمپنيو مالکان هم ادعا کوي چې په تېرو درېيو کلونو کې افغانستان ته د درملو صاداراتو په کچه کې هم د پاموړ کمی راغلی دی.
يوسف سرور په پېښور کې د درملو جوړولو یوې کمپنۍ خاوند دی. هغه وایي، (د درملو کمپنۍ تولیداتو يوه ستره برخه یې افغانستان ته صادروي. هغه په هند تور لګوي او وايي هند نه غواړي چې د پاکستان درملو کمپنۍ وده وکړي. که چېرې ترانسپورټي ستونزې حل شي نو د دوی کاروبار نور هم ورسره ښه کېدای شي.
د موټر چلوونکو پر وړاندې ستونزې او ننګونې

په تېرو درېيو کلونو کې څو ځله د تورخم دراوزې تړل کېدو له کبله د پاکستان اړخ ته د توکو لېږدونکو لاریو داسې اوږده قطارونه تر سترګو شوي، چې موټر چلونکو یې په ورځو ورځو انتظار کاوه. د ګاډو چلونکو او خاوندانو د سخت موسم او د خوراک څښاک د توکيو د نشتوالي تر څنګ د مالی زیانونو شکايت هم کاوه.
په تورخم کې د یوه ګاډی چلونکی چې په وار وار د دروازې تړلو څخه سر ټکوي وایي، دلته هر څه ستونزمن دي. هغه وايي په کتار کې ولاړ دي، د اودس کولو او څښاک لپاره اوبه نشته. هغه له دواړوو حکومتونو څخه غوښتنه لري چې پر کرښه خپلو پالیسیو کې نرمي راوله.
په پېښور کې د سوداګريزۍ خونو يا سرحد چېمبر اف کامرس مشر فواد اسحاق وايی، د پاکستان لخوا له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د کرنسي په حقله پرېکړو او افغانستان کې د بانکونو کمزوري نظام هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري اغېزمنه کړې ده. هغه وايي له پاکستانه تر نهیلي کېدو وروسته اوس د طالبانو حکومت د خپلې سوداګرۍ لپاره د نورو لارو چارو په لټولو فکر پيل کړی دی.
فواد اسحاق وايي، (د بې ځايه ماليو يا ټېکسونو او بنديزونو له کبله د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه ټيټه شوې. هغه وايي د پاکستان او افغانستان تر منځ دوه اړخيزه سوداګري اوس د پنځه سوه تر اته سوو میلیونو ډالرو رسېږي. دغه شمېره پخوا تر یو میلیارډ ډالرو لوړه وه.
د سوداګري کمی د دواړو هېوادونو او په ځانګړې توګه د سوداګرو او ولس په تاوان دی.)
د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګري د کمي له امله د کرښې داوړو غاړو ته نه يوازې د زرګونه خلکو کاروبار اغېزمن شوی، بلکې د بې روزګارۍ کچه هم ورسره ډېره شوې ده.
پر سوداګري د سیاست اغېزې
د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژندل هم په تېرو دريو کلونو کې د پاکستان او افغانستان د ټرانزيټ او سوداګرۍ د اغرمنېدو یو لامل ګڼل کېږي.
د پېښور يو سوداګر ضيا الحق سرحدي هغه وخت يادوي کله چي د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري ښه وه. هغه وايي، اوس د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ دخرابېدو له امله زرګونه خلک بېکاره شول.
د ښاغلي سرحدي په وینا د طالبانو حکومت تر اوسه هیچا هم په رسميت نه دي پېژندلی، دا یوه سیاسي یوه سياسي ستونزه ده خو ورسره د دواړو هېوادونو سوداګري هم ټکنۍ شوې ده.
د پاکستان حکومت لخوا د افغان ګاډو چلونکو لپاره د روان کال د مارچ يو دېرشمه د پاسپورټ او پاکستاني ويزو د شرط وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه، خو وروسته بيا د پاکستان حکومت خپله تګلاره بدله کړه او د افغان ګاډو چلونکو لپاره یې د عارضي سند پاليسي اعلان کړه. د پاکستان حکومت ويلي و، د ۲۰۲۴ کال جولای يو دېرشمې وروسته به افغان ګاډو چلونکو ته (ټاډ) پرته پاکستان ته د داخلېدو اجازه نه وي، پاکستان د ټاډ پاليسي د يو کال لپاره په ازميښتي بڼه پيل کړې ده.
پاکستاني کارپوهان وايي د سوداګرۍ لپاره د پاکستان او د افغانستان حکومتونو ته دسياسي اړيکو د ښه کولو تر څنګ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د قاچاق د کنټرولولو لپاره هم سخت ګامونه اخیستل په کار دي.











