بي‌بي‌سي د پانوراما د ایډیټ له کبله له ټرمپ بښنه وغوښته، خو د تاوان له ورکولو یې انکار وکړ

    • Author, نور نانجي
    • دنده, کلتوري خبریاله

بي‌بي‌سي د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه د پانوراما په یوه برخه کې د وینا د ځینو برخو د ګډولو له امله بخښنه غوښتې، خو د تاوان لپاره یې د هغه غوښتنې رد کړې دي.

د دې ادارې په وينا، دغه سمون داسې "ناسمه انګېرنه" پيدا کړې وه چې ګوندې ولسمشر ټرمپ د تاوتريخوالي لپاره مستقیمه غوښتنه کړې وه". بي‌بي‌سي زياته کړه چې دغه پروګرام به نور نه خپروي.

د ټرمپ وکيلانو ګواښ کړی که بي‌بي‌سي بېرته خپلې خبرې وانخلي، بښنه و نه غواړي او تاوان ورنه کړي، نو دوی به پر دې شبکه يو ميليارد ډالره (۷۵۹ ميليونه پونډه) دعوه وکړي.

د دې رسوايۍ له امله د بي‌بي‌سي عمومي مشر ټېم ډېوي او د خبر د برخې مشره دېبرا ټرنېس له دندو استعفا وکړه.

بي‌بي‌سي له سپينې ماڼۍ سره د نظر اخيستو لپاره اړيکه نيولې ده.

دا بښنه وروسته له هغې راغله چې "ډېلي ټېليګراف" يو بل ورته دویم ایډیټ شوی کلیپ افشا کړ، چې په ۲۰۲۲ کال د "نيوزنايټ" په خپرونه کې خپور شوی و.

بي‌بي‌سي د پنجشنبې په ماښام د "سمونونو او څرګندونو یا سپیناوي" په برخه کې وليکل چې د ټرمپ د وينا د سمونې له امله پر "پانوراما" خپرونه نيوکې شوې وې، نو ځکه يې بيا له سره وکتله.

بي‌بي‌سي وويل: "موږ منو چې زموږ سمون په ناڅاپي ډول داسې انګېرنه رامنځته کړه چې موږ د وينا يوه پرله‌پسې برخه ښيو، نه دا چې دا د وينا له بېلابېلو برخو یوڅو ټوټې وې او همدې کار دا ناسمه انګېرنه پيدا کړه چې ولسمشر ټرمپ د تاوتريخوالي مستقيمه غوښتنه کړې وه."

د بي‌بي‌سي يوه وياند وويل چې د دې شبکې وکيلانو د ټرمپ د وکيلانو مکتوب ته چې د يکشنبې په ورځ ترلاسه شوی و، رسمي ځواب لېږلی دی.

هغه زياته کړه: "د بي‌بي‌سي مشر سمیر شاه جلا يو شخصي ليک سپينې ماڼۍ ته لېږلی چې پکې يې ولسمشر ټرمپ ته څرګنده کړې ده او د شبکې مشرتابه د ۲۰۲۱ د جنورۍ د ۶مې د وينا د سمون له امله بخښنه غواړي، هغه وينا چې په پروګرام کې کارول شوې وه.

بي‌بي‌سي وويل: "دا شبکه هېڅ پلان نه لري چې مستند فلم (ټرمپ: دویمه موکې؟) بيا خپور کړي.

که څه هم بي‌بي‌سي په رښتيا د اېډېټ له ډول پښېمانه ده، خو موږ په ټينګه دا ردوو چې د بدنامۍ دعوه پکې کوم بنسټ لري."

د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۶مه، ټرمپ په خپله وینا کې وویل: "موږ د کانګرس ودانۍ ته ځو او موږ به خپل زړور سناتوران، د کانګرس غړي او غړې وهڅوو."

خو څه باندې ۵۰ دقيقې وروسته يې ويلي و: "موږ مبارزه کوو، موږ سخته مبارزه کوو".

د ۲۰۲۴ کال "پانوراما" خپرونه کې دا دواړه جملې سره يو ځای پرې شوې وې، داسې چې ټرمپ داسې ښکاري وايي: "موږ به د کانګرس ودانۍ ته ولاړ شو... زه به له تاسو سره يم. موږ مبارزه کوو، موږ سخته مبارزه کوو."

ټرمپ له "فاکس نيوز" سره په مرکه کې وويل، د هغه د ۲۰۲۱ کال وينا کې "لاسوهنه" شوې او په هغه طریقه چې وړاندې شوې، کتونکي یې "دوکه" کړي وو.

بي‌بي‌سي د ټرمپ د وکيلانو ليک د يکشنبې په ورځ ترلاسه کړ، چې پکې غوښتنه شوې وه د مستند فلم بشپړه بېرته ‌اخيستنه، بخښنه او د ټرمپ "د تاوان مناسب جبران" وشي.

د دوی له لوري ټاکل شوې نېټه د جمعې د شپې ۲۲:۰۰ GMT بجې وه، چې تر هغې بي‌بي‌سي بايد ځواب ورکړی وای.

د ګمراه‌کوونکي سمون پربنسټ نوې ادعا

د پنجشنبې په لومړیو ساعتونو کې بي‌بي‌سي په دې تورنه شوه چې د ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د شپږمې د وينا يوه بله برخه یې په ناسم ډول اېډېټ کړې وه، دا کار له هغه دوه کاله وړاندې شوی و چې د "پانوراما" پروګرام خپور شوی و.

د ۲۰۲۲ کال د "نيوزنايټ" په خپرونه کې دغه سمون له "پانوراما" سره لږ توپير درلود.

په دې خپرونه کې ټرمپ داسې ښودل شوی و چې وايي: "موږ به د کانګرس ودانۍ ته ولاړ شو. موږ به خپل زړور سناتوران او استازي وهڅوو. او موږ مبارزه کوو، موږ سخته مبارزه کوو. که تاسې سخته مبارزه و نه کړئ، نور به نو هېواد ونه لرئ."

وروسته د خپرونې چلوونکې کرسټي وورک د دې صحنې پر مهال ويلي وو: "او دوی مبارزه وکړه" او دا جمله د کانګرس د تاوتريخوالي د صحنو پر وېډيو واچول شوه.

د همدې خپرونې په ترڅ کې د سپينې ماڼۍ د کارمنانو د دفتر پخواني مشر ميک ملواني، چې وروسته یې له خپلې دندې استعفا کړې وه او د ټرمپ نيوکګر شوی و، وويل د ټرمپ وينا "په پرې کولو سره سره يوځای شوې ده" - او د جنوري د شپږمې د بلواوو د "کودتا هڅې" په توګه له بیانولو وروسته د ټرمپ نیوکګر شو، وویل ویډیو کې د ټرمپ وینا "یوځای سره نښلول" شوې ده.

د پنجشنبې د ورځې د "ټېلېګراف" د راپور په ځواب کې د بي‌بي‌سي وياند وويل، بي‌بي‌سي خپل ځان د "تر ټولو لوړو اداري او مسلکي معيارونو" پابند بولي او دا موضوع تر څېړنې لاندې ده.

د ټرمپ د حقوقي ډلې يو وياند "ټېلېګراف" ته وويل "اوس دا څرګنده شوه چې بي بي سي د ولسمشر ټرمپ پر وړاندې د بدنامۍ په یوه بڼه کې ښکېله ده".