اوکرایین پر روسیې د ګوزارونو لپاره له لوېدیځه ترلاسه کړي توغندي کاروي، جګړه کې به ورسره بدلون راشي؟

اتاکمس توغندي د پوځي تمرین په حال کې توغول شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اتاکمس توغندي د پوځي تمرین په حال کې توغول شوي.
    • Author, جیریمي هویل
    • دنده, بي بي سي

امریکايي چارواکي وايي، ولسمشر بایډن اوکرایین ته شین څراغ ښوولی، چې د روسیې په خاوره کې دننه د ګوزارونو لپاره هغه اوږد واټنه توغندي کارولای شي، چې واشنګټن اوکرایین ته ورکړي.

واشنګټن له دې مخکې د اټاکمس ډوله دې توغندیو له کارولو سره ځکه مخالفت کاوه، چې د امریکايي چارواکو په اند دې سره به جګړه لا زیاته شي.

خو په پالیسۍ کې دا بدلون له هغه دوې میاشتې مخکې رامنځته شوی، چې ولسمشر بایډن واک نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته سپاري. د یادونې ده، چې د ټرمپ له انتخاب سره د کیېف لپاره د واشنګټن د ملاتړ راتلونکي ته اندېښنې راپورته شوې دي.

ولې واشنګټن اوکرایین ته اجازه ورکړه، چې د روسیې په خاورې کې دننه د اوږد واټنه توغندیو ګوزارونه وکړي؟

یو کال کېږي، چې اوکراییني ځواکونه په خپله خاوره کې دننه پر هغو سیمو د اټاکمس ډوله توغندیو ګوزارونه کوي، چې روسي ځواکونو نیولې دي.

رپوټونه وايي، امریکايي مرمۍ او ځینې نور تجهیزات هم پولې ته څېرمه د روسیې په کرسک سیمه کې کارول کېدل، خو امریکا تر اوسه پورې اوکرایین ته اجازه نه ورکوله، چې د روسیې په خاوره کې دننه د اټاکمس توغندیو ګوزارونه وکړي.

اوکرایین چارواکو بیا ادعا کوله چې د روسیې په خاوره کې دننه د دې ډول وسلې کارولو اجازه نه ورکول داسې مانا لري، لکه په جګړه کې د یو چا یو لاس شاته وتړل شي.

د رپوټونو له مخې په پالیسۍ کې دا بدلون کورسک سیمې ته چې له تېر اګست راهیسې اوکراییني ځواکونو لاندې کړې، د جګړې لپاره د شمالي کوریا د سرتېرو رسېدل دي.

بله خبره دا هم کېږي، چې په نژدې وخت کې سپینې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ ستنېدو سره د اوکرایین لپاره د امریکا ملاتړ په تړاو اندېښنې ډېرې شوې دي او په ظاهره ولسمشر بایډن لېوال دی، چې په دې لنډ – تنګ وخت کې هغومره مرسته وکړي، چې له وسه یې کېږي.

له پوځي پلوه د اوکرایین برلاسی به په راتلونکي کې د سولې احتمالي خبرو کې د کیېف دریځ پیاوړی کړي. د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي تر اوسه پورې دا نه ده تائید کړې، خو تېره یکشنبه یې وویل: ''ګوزارونه له خبرو نه جوړېږي، توغندي به خپله حال ووايي.''

اټاکمس څه دي؟

دا پوځي تکتیکي توغندیز نظام له ځمکې پر ځمکه ګوزار کوي او تر ۳۰۰ کیلومترو واټن پورې هدف په نښه کولای شي. په همدومره واټن کې د دې توغندیز نظام ګوزار کول دي، چې دا د اوکرایین لپاره اهمیت مومي.

دغه توغندي لوکهیډ مارټن دفاعي تجهیزاتو چمتو کړي، چې له ایم۲۷۰ ډوله راکټ لانچر سیسټمه هم توغول کېدای شي او دغه راز له ایم۱۴۲ ګرځنده توپچي سیسټمه هم توغول کېږي. د هر یوه توغندي بیه یو نیم میلیون ډالرو ته رسېږي.

دا توغندي داسې چمتو شوي، چې لومړي هوا ته الوځي او بیا په خورا چټکۍ سره لاندې د هدف پر لور غورځي، چې مخنیوی یې شونی نه وي. دغه ډول توغندي دوه ډوله سرګلولې لېږدولای شي.

لومړی ډول یې داسې دي، چې کلسټر ډوله دي، سلګونه کوچني بمونه ورپورې غوټه دي، چې په یوه پراخه ساحه کې زغروال ګاډي په نښه کولای شي، په دې کې ولاړې الوتکې، دافع هوا سسټم او د پوځیانو ټولۍ هم په نښه کېدای شي.

د دې توغندیو یو منفي اړخ دا دی، چې کوچني کلسټر بمونه یې ناچاودلي پاتې کېدای شي، چې له جګړې وروسته هم تر ډېره وخته پورې یو احتمالي خطر کېدای شي.

دویم ډول یې بیا یوازینۍ سرګلوله لري، چې تر ۲۲۵ کیلوګرامو پورې چاودېدونکي توکي پکې وي او معمولاً د لویو تاسیساتو او سختو سنګرونو ویجاړولو لپاره کارول کېږي.

اټاکمس له اوږدې مودې راهیسې شته او لومړی ځل د ۱۹۹۱ په خلیج جګړې کې وکارول شول.

امریکا متحده ایالاتو پوځ اوس د دې توغندیو بدیل اخلي چې زیات کره ګوزار کولای شي، تر دې زیات چټک دي او تر ۵۰۰ کیلومترو پورې هدف په نښه کولای شي.

سملاسي داسې کوم وړاندیز نه شته، چې اوکرایین به د دې توغندیو نوې بڼه ترلاسه کړي.

د جګړې پر ډګر به د توغندیو اغېز څه وي؟

دا ګرافیکس ښيي، چې سټورم شاډو توغندي څه ډول فعالیت کوي.

اوکرایین به اوس وکولای شي، د روسیې په خاوره کې دننه هدفونه په نښه کړي او فکر کېږي دوی به په لومړي سر کې دا توغندي په کورسک سیمه کې وکاروي، چې اوکراییني پوځ پکې تر ۱۰۰۰ مریع کیلومترو پورې روسۍ خاوره لاندې کړې ده.

اوکراییني او امریکايي چارواکي په دې سیمه کې په کورسک کې د روسي او شمالي کوریا د پوځونو ځوابي بریدونو ته انتظار کوي.

اوکراییني پوځیان به په دې سیمه کې احتمالاً د دفاع لپاره پر روسي هدفونو، پوځي مرکزونو، د وسلو زېرمتونونو او پوځي تاسیساتو د دې توغندیو ګوزارونه وکړي.

اوکرایین ته د دې توغندیو رسېدل ښايي د جګړې ډګر نقشه بدله نه کړي. د احتیاطي تدبیرونو په توګه د جنګي الوتکو په څېر پوځي تاسیسات نور هم د روسیې خاورې ته دننه لېږدول شوي دي.

خو د روسیې په خاوره کې دننه نورو لېرې ځایونو ته به د تجهیزاتو لېږد د جګړې په ډګر کې روسي پوځيانو ته ژوند لا سخت کړي، ځکه د اکمالاتو رسېدو کې به خنډ او ځنډ زیات شي او د هوايي ځواکونو ملاتړ او مرسته به هم ځنډ اخلي.

د اوکراییني ځواکونو لپاره به د دې وسلو ترلاسه کول په داسې حال کې د مورال لوړېدو لامل هم شي، چې روسي ځواکونه د اوکرایین په ختیځه برخه کې پرمختګونه کوي او د دوی د مورال کچه ټیټه ده.

نقشه

په کیېف کې یوه لوېدیځوال دیپلومات د موضوع حساسیت له کبله د نوم نه څرګندولو له غوښتنې سره بي بي سي ته وویل، ''فکر نه کوم چې دا دې پرېکنده وي، خو داسې یوه ځنډمنه سیمبولیکه پرېکړه ده، چې د اوکرایین لپاره د پوځي ملاتړ نښې نښانې څرګندوي او د روسیې لپاره به د جګړې لګښت ډېر کړي.''

اولین فارکاس چې د اوباما په حکومت کې یې د دفاع وزارت د مرستیالۍ دنده درلوده په دې هکله وايي، داسې پوښتنې هم شته، چې څومره سرګلولې به ورکړل شي؟ ''پوښتنه دا هم ده، چې دوی څومره توغندي لري؟ موږ خو اورېدلي پینټاګون ویلي، چې دومره ډېر دا ډول توغندي نه شته، چې اوکرایین ته ورکړل شي.''

فارکاس زیاتوي، که د کریمیا او روسیې خاورې نښلونکي کیرچ پل په څېر هدفونه په نښه کړي، کېدای شي د اټاکمس توغندیز نظام یو ''رواني اغېز'' وي.

امریکايي چارواکو ښايي د دې وسلې ورکولو یو بل اغېز هم په پام کې نیولی وي او هغه دا چې له دې سره ښايي بریتانیا او فرانسه هم اوکرایین ته اجازه ورکړي، چې د روسیې په خاوره کې دننه د سټورم شاډو ډوله توغنديو ګوزارونه وکړي.

د یادونې ده، چې سټورم شاډو د فرانسې او بریتانیا مشترک ایجاد کروز توغندي دي، چې د امریکا اټاکمس توغندیو ته ورته وړتیا لري.

ایا له دې سره به جګړه زور واخلي؟

د بایډن حکومت تر څلورو میاشتو پورې له دې ډاره چې جګړه به زیاته شي، اوکرایین ته پر روسیې د اوږده واټن توغندیو ګوزارونو اجازه نه ورکوله.

ولادیمر پوتین هم د روسیې پر ضد د لوېدیځوالو هېوادونو د وسلو کارولو پر ضد خبرداری ورکړی و. نوموړي ویل، مسکو به دې ته په اوکرایین جګړه کې د ناټو سازمان غړو هېوادونو د ''مخامخ ښکېلتیا'' په نظر ګوري.

نوموړي په سپتمبر کې په دې هکله ویلي و، ''دا به له بنسټ ماهیت او د کړکېچ څرنګوالی بدل کړي. د دې مانا به دا وي، چې د ناټو غړي هېوادونه امریکا او اروپايي هېوادونو له روسیې سره مخامخ جګړه کوي.''

روسیې مخکې هم ''سرې کرښې'' یادې کړې وې، چې اوکرایین ته د عصري ټانکونو او جنګي الوتکو ورکولو په ګډون یې له ځینو تېرېدل یې د ناټو او روسیې تر منځ د مخامخ جګړې لامل نه شول.

د ناټو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو یو مخکینی سفیر کورت ولکر وايي: ''د اوکرایین لپاره د امریکايي وسلو پر کارولو محدودیتونه له ځانه د دفاع په لړ کې پر اوکرایین د څو اړخیزو بندیزونو په مانا دي، چې هېڅ توجیه یې هم نه درلوده.''

دی زیاتوي، د اتاکمس پر کارولو محدودیت خپلسرې پرېکړه وه او لامل یې هغه ډار و، چې روسیه به وپاروي.

خو په عام محضر کې د دې بدلون افشا کول ځکه یوه تېروتنه ده، چې روسیې ته د اوکرایین بریدونو په تړاو له مخکې د خبر ورکولو مانا لري.

د ټرمپ غبرګون به څه وي؟

د ټرمپ ځینو متحدینو له مخکې د دې اجازې پر ورکړې نیوکې کړې دي. پرېکړه داسې مهال کېږي، چې ایله دوې میاشتې وروسته به ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ستون شي. نوموړي مخکې لا ویلي، چې د اوکرایین جګړه به یوه نرم پای ته رسوي، خو دا یې نه دي ویلي، چې داسې به څنګه کوي؟

دا هم کېدای شي چې د چارو له سمبالولو وروسته نوموړی د دې توغندیو کارول لغو کړي. خپله ښاغلي ټرمپ داسې څه نه دي ویلي، چې دی به دې پالیسۍ ته دوام ورکوي، خو ځینو نژدې سیاسي متحدینو یې په دې هکله له مخکې نیوکې کړې دي.

د ډونلډ ټرمپ زوی ډونلډ ټرمپ جونئر پر خواله رسنیو یوه پیغام کې لیکلي دي: ''پوځي صنعتي مرکز غواړي له هغه مخکې درېیمه نړیواله جګړه روانه وي، چې زما پلار سوله راولي او د خلکو ژوند وژغوري.''

د مرستیال ولسمشر په توګه ټاکل شوي جې ډي وئنس په ګډون ځینو لوړو چارواکو ویلي، امریکا باید اوکرایین ته نورې پوځې مرستې ور نه کړي. خو د ټرمپ په راتلونکي حکومت کې ځینې نور بیا بېل نظر لري. د بېلګې په توګه د ملي امنیت سلاکار میکائیل والټز وايي، امریکا کولای شي اوکرایین ته د وسلو ورکړه زیاته کړي، چې روسیې د خبرو لپاره فشار زیات شي.

نوی ټاکل شوی ولسمشر به کوم لور ته ځي، تر اوسه معلومه نه ده، خو په اوکرایین کې له ډېرو سره دا وېره شته، چې دی به د اتاکمس په ګډون د وسلو ورکړه بنده کړي. د اوکرایین پارلمان یوه غړي اولیکسې ګونچارینکو په دې هکله بي بي سي ته وویل:

''موږ اندېښمن یو. هیله مو دا ده، چې (ټرمپ) به (دا پرېکړه) بېرته نه اخلي.''