روسیه ویشتونکي اوږد واټنه توغندي د اوکرایین پر جګړه اغېز لرلی شي؟

د عکس سرچینه، shutterstock
- Author, ایډو وُک
- دنده, بيبيسي نيوز
امريکايي چارواکي وايي، ولسمشر بايډن اوکرایين ته د واشنګټن لخوا ورکول شويو اوږد واټن ویشتونکو توغنديو کارولو ته اجازه ورکړې چې روسيه کې سخت بریدونه وکړي.
واشنګټن مخکې د دې ډول بریدونو اجازه ځکه نه ورکوله چې د امريکا جوړ شوي ATACMS توغندي وکارول شي او وېره دا وه چې دا به جګړه نوره هم سخته کړي.
پالیسۍ کې دا لوی بدلون د ولسمشر جو بايډن لخوا دونلډ ټرمپ ته د واک له سپارلو دوه میاشتې مخکې راځي، چې د ټاکنو له مخې د کېیف لپاره یې د امريکا د ملاتړ د راتلونکې په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.
ولې امريکا اوکرايین ته روسيه کې د اوږد واټن توغندیو کارولو اجازه ورکړې؟
اوکرایين له څه باندې يو کال راهیسې د ATACMS توغندي د روسيې تر واک لاندې اوکرايیني سيمو کې کاروي.
د ځايي راپورونو له مخې، امريکا جوړ توکي او وسایل لا له وړاندې د روسیې د ننه د کورسک سرحدي سيمه کې کارول شوي دي.
خو امريکا هېڅکله اوکرايین ته په روسیه کې د ATACMS توغندیو کارولو اجازه نه وه ورکړې.
اوکرايین استدلال کړی و، چې د روسیې د ننه د دې ډول وسلو کارولو ته اجازه نه ورکول داسې دي لکه یو لاس دې چې تر شا تړلی وي او د جګړې امر درته وشي.
د پالیسي بدلون داسې مهال مخې ته راځي چې د شمالي کوریا سرتېري د روسيې په کورسک سيمه کې د روسيې ملاتړ لپاره رسېدلي دي، چې اوکرایين له اګست راهیسې هلته پر ځینو سیمو واکمن دی.
همدا راز، سپینې ماڼۍ ته د دونلډ ټرمپ ژر ورتګ د اوکرایين لپاره د امريکا د ملاتړ په اړه اندېښنې راپورته کوي او ښکاري چې ولسمشر بايډن د خپل واک پاتې وخت کې تر ټولو ډېرې مرستې کولو ته لېواله دی.
د اوکرايین پوځ ځواکمنول، لکه څنګه چې فکر کېږي ښايي د سولې خبرو لپاره د اوکرايین دریځ پیاوړی کړي.
د اوکرايین ولسمشر ولاديمير زيلېنسکي لا تر اوسه دا ګام نه دی تایید کړی، خو هغه تېره یکشنبه وویل: "بریدونه له خبرو سره نه جوړېږي ... توغندي به پخپله خبرې وکړي".
ATACMS څه شی دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د پوځ تاکتیکي توغندیز سیستم (ATACMS) له ځمکې، ځمکې ته ویشتل کېدونکی بالستیک توغندی دی چې تر ۳۰۰ کیلومترو هدفونه په نښه کولی شي او د دې اوږد واټن یې د اوکرايین لپاره ځانګړی اهمیت لري.
دا توغندي د دفاعي تولیدوونکي "لاکهېډ مارټین" لخوا جوړ شوي او د "اېم ۲۷۰" توغندیو د توغوونکي سیسټم (اېم اېل ار اېس) یا د "اېم ۱۴۲" لوړې خوځښت لرونکې توپخانې توغندیو سیسټم (HIMARS) څخه پر هدف ویشتل کېږي. هر توغندی شاوخوا ۱،۵ میلیونه ډالر لګښت لري.
ATACMS (چې "اتکاېمز" تلفظ کېږي) په جامدو توغندیزو موادو تغذیه کېږي او له بالستیکې لارې تعقیبېږي، لومړی فضا ته توغول کېږي او بیا په لوړه چټکتیا او لوړه زاویه بېرته ځمکې ته کوزېږي چې په نښه کول یې ډېر ګرانېږي.
دا توغندي دوه ډوله بېلابېل جګړهییز سروکي لري. لومړی ډول "کلسټر وارهېډ" دي، چې سلګونه کوچني بمونه لري او پراخه سیمه کې د نرمو زغرهوالو واحدونو د له منځه وړلو لپاره ډیزاین شوي دي. دا کوچني بمونه ښايي درول شوې الوتکې، هوایي دفاعي سیستمونه او د سرتیېو ډلګۍ په نښه کړي. "کلسټر وارهېدونه" که څه هم ګټور دي، خو خطر هم لري چې له جګړې وروسته یې بمونه ناچاودي پاتېږي او له جګړې وروسته د وخت په تېرېدو د خطر لامل کېږي.
دویم ډول یو "یوازېنی وارهېډ" دی، چې ۲۲۵ کیلوګرامه لوړ چاودېدونکي مواد لري او دا د ټینګو بنسټونو او لویو جوړښتونو د ویجاړولو لپاره ډیزاین شوی.
ATACMS له څو لسیزو راهیسې موجود دي او لومړی ځل په ۱۹۹۱ کال کې د خلیج جګړه کې کارول شوي.
د امريکا پوځ اوس (Precision Strike Missile) د دې توغندیو د نوې بڼې د دقیقو بریدونو توغنديو لپاره ځایناستی کوي چې ګړندي، نري او تر ۵۰۰ کیلومتره واټن وهلی شي. خو هېڅ نښې نشته چې ګنې اوکرایین به دغه توغندي ترلاسه کړي.
دا توغندي به د جګړې ډګر کې څه اغېز ولري؟

اوس اوکرایین د روسیې دننه هدفونه په نښه کولی شي، چې په لومړیو کې به دا ښايي د کورسک سیمې شاوخوا وي؛ هلته چې اوکراییني ځواکونه څه باندې ۱،۰۰۰ مربع کیلومتره سیمه لاس کې لري.
اوکراییني او امریکایي چارواکي اټکل کوي، چې روسي او د شمالي کوریا ځواکونه به د کورسک سیمې د بېرته نیولو لپاره یو ځوابي برید پیل کړي.
اوکرایین ښايي د دې برید پر وړاندې د دفاع لپاره د ATACMS توغندي وکاروي، چې په روسي هدفونه، لکه نظامي اډې، زېربناوې او د مهماتو زېرمې به پکې شاملې وي.
خو د دې توغندیو رسول ښايي دومره نه وي چې د جګړې لوری بدل کړي. د دې ډول پرېکړې د امکان په نظر نیولو سره، روسي پوځ مخکې له مخکې خپل تجهیزات، لکه جنګي الوتکې، د روسیې د ننه نورو هوایي ډګرونو ته لېږدولې دي. خو تجهیزات له لومړۍ کرښې لېرې کول ښايي د روسي ځواکونو لپاره ستونزې جوړې کړي، ځکه اکمالاتي لیکې یې اوږدېږي او د هوايي ملاتړ راتګ وخت هم نیسي.
دا وسلې ښايي په داسې وخت کې اوکرایین ته څه ګټه وکړي، چې روسي ځواکونو د دې هېواد په ختیځ کې پرمختګ کړی او د هغوی مورال کمزوری شوی دی.
په کېیف کې یوه لوېدیځ ډیپلومات چې د حساسیت له امله یې نوم نه دی یاد شوی، بيبيسي ته وویل "زه فکر نه کوم چې دا به پرېکنده وي".
"خو دا یوه پرېکړه ده چې په سمبولیک ډول جګړه لا ګرانه کړي او اوکرایین ته د پوځي ملاتړ څرګندونه وکړي.
"دا د روسيې لپاره جګړې لګښت لوړولی شي."
د اوباما اداره کې د دفاعي سکرتر په دنده پاتې شوې مرستیالې ایولین فارکاس وايي، لا هم د دې په اړه پوښتنې شته چې څومره مهمات به ورکړل شي.
"طبعا پوښتنه دا ده، چې هغوی څومره توغندي لري؟ موږ اورېدلي پنټاګون خبرداری ورکړی چې داسې ډېر توغندي شته چې دوی یې اوکرایین ته ورکولی شي."
فارکاس زیاته کړه که ATACMS د دې لپاره وکارول شي چې هدفونه لکه د کرچ پُل په نښه کړي، چې کرېمیا د روسیې له منځنۍ برخې سره نښلوي، چې ښايي په اوکرایین کې "مثبت رواني اغېز ولري".
د امریکا اجازه ورکول به نور اغېز هم ولري: دا به احتمالاً بریتانیا او فرانسې ته دا توان ورکړي چې اوکرایین ته په روسیه کې د Storm Shadow توغنديو کارولو اجازه ورکړي. "سټوریم شېډیو" یو فرانسوي-بریتانوي اوږد واټن کروز توغندی دی چې د امریکا له ATACMS سره ورته وړتیاوې لري.
ایا دا د جګړې زیاتېدو لامل ګرځېدلی شي؟

د بایډن ادارې څو میاشتې له دې ډډه کوله چې اوکرایین ته په اوږده واټن توغندیو د روسیې د ویشتلو اجازه ورکړي؛ ځکه دوی د جګړې له سختېدو وېره درلوده.
ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی چې د روسیې ویشتلو کې د لوېدیځ وسلو د کارولو اجازه به جګړه کې د ناټو هېوادونو مستقیم ګډون وګڼي.
پوتین په سپتمبر میاشت کې وویل: "دا به د جګړې د ماهیت او طبیعت په بشپړ ډول بدل کړي. په دې معنی چې د ناټو هېوادونه، امریکا او اروپایي هېوادونه له روسیې سره جګړه کوي."
روسیې له مخکې "سرې کرښې" ټاکلې دي. ځینې دغه کرښې، لکه اوکرایین ته د عصري ټانکونو او جنګي الوتکو ورکول، پرته له دې چې د روسیې او ناټو ترمنځ مستقیمه جګړه رامنځ ته شي، تر اوسه ماتې شوي دي.
کورت وولکر، چې د ناټو لپاره د امریکا سفیر پاتې شوی، ویلي: "د امریکایي وسلو د کارولو په حدودو کې د اوکرایین محدودول د امریکا لخوا پر اوکرایین یو اړخیز بندیز و، چې د خپلې دفاع لپاره غیرعادلانه و."
د ډونلډ ټرمپ غبرګون به څه وي؟

د عکس سرچینه، Shutterstock
دا پرېکړه سپینې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ له ستنېدا یوازې دوه میاشتې مخکې شوې ده.
هغه مخکې ویلي چې په اوکرایین کې جګړه به په چټکۍ پای ته ورسوي، خو ویې نه ویل چې دا کار به څنګه وکړي او ښایي واک ته له رسېدو وروسته ټرمپ د توغندیو کارول بند کړي.
منتخب ولسمشر ټرمپ لا تر اوسه نه دي ویلي چې دا تګلاره به روانه وساتي که نه، خو د هغه ځینې نژدې ملګرو لا دمخه نیوکه پرې کړې ده.
د ټرمپ زوی، ډونلډ ټرمپ جونیر، په ټولنیزو رسنیو لیکلي: "مخکې له دې چې زما پلار سولې ته لاره پیدا او ژوند وژغوري، د پوځي، صنعتي کمپلکس هڅه ده چې ډاډ ترلاسه کړي درېیمه نړیواله جګړه پیل شي."
د ټرمپ د راتلونکي حکومت ډېر لوړپوړي چارواکي، لکه منتخب مرستیال ولسمشر جې ډي وینس، وایي، امریکا باید اوکرایین ته نورې پوځي مرستې ور نه کړي.
خو د ټرمپ په راتلونکي حکومت کې نور چارواکي بیا بل نظر لري. د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز استدلال کړی چې مذاکراتو ته د روسیې د اړ کولو لپاره امریکا باید اوکرایین ته د وسلو رسول چټک کړي.
دا لا روښانه نه ده چې منتخب ولسمشر به کومه لاره غوره کړي. خو په اوکرایین کې ډېر خلک وېره لري چې ښایي هغه د وسلو، په ځانګړې توګه د ATACMS لېږدول بند کړي.
یوه اوکراییني پارلماني غړي الیکسي ګونچارینکو بيبيسي ته وویل: "موږ اندېښمن یو. موږ هیله لرو چې [ټرمپ] به دا پرېکړه بدله نه کړي".











