تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"مېړه رانه وینځه جوړه کړې وه"
- Author, نتاشا تورنې
- دنده, د ختیځو سیمو لپاره تحقیقي خبریاله
ګوښې شوې ساره وايي، هغه وخت ځان ورته سخت بې وسه ښکاره شو، چې په پاکستان کې په زوره یوه کس ته واده شوه. دا هغه وخت ۲۱ کلنه وه او وایي مېړه یې ورسره زور زیاتی پیل کړ.
دا وايي: ''زما مخ ته به یې لائټر ونیو او ویل به یې سوځوم دې.''
د ساره په خبره، کله چې په ۲۰۲۲ برېتانیا ته راوستله شوه او له کورنۍ سره یې یو ځای اوسېده، د مېړه تاوتریخجن چلن نور هم ورسره زیات شو. د هغو ژمنو برعکس چې پلارګنۍ یې له واده وروسته د سوکاله ژوند په هکله ورسره کړې وې، مېړه یې ورسره تاوتریخوالی کاوه او خسرګنۍ یې ترې د وینځې غوندې چوپړونه کول.
د زور واده هغه واده ته ویل کېږي، چې د یوه یا بل لوري خوښه پکې شامله نه وي او د زور، فشار یا ګواښ له لارې واده کولو ته اړایستل کېږي.
برېتانیا کې دغه ډول ودونه په ۲۰۱۴ کال کې د خپل ټولنیز ماهیت له کبله غیر قانوني وبلل شول او د یوه داسې جرم په نظر ورته کتل کېږي، چې تر ۷ کالو پورې د زندان سزا ورکول کېدای شي.
د برېتانیا شاهي څارنوالۍ شمېرې ښيي، چې د دغسې ۳۰ قضیو څېړنه شوې، چې په ۱۶ مواردو کې ځینې کسان محکوم شوي دي. خو د کرما نیروانا خیریه ټولنې مسوولین، چې د زور ودونو له اغېزمنو ښځو سره مرسته کوي، وايي، د څارنوالۍ شمېرې د قربانیانو کره شمېر نه څرګندوي. دغه اداره وايي، دوی یوازې تېر کال له ۶۲۴ کسانو د مرستې لپاره غوښتنې ترلاسه کړې، چې د زور ودونو ښکار کسانو سره د مرستې لپاره د کورنیو چارو وزارت اړوند څانګې ته د رسېدلو ۲۲۹ مرستې غوښتنو پرتله نژدې درې برابره ډېرې دي.
''جنسي تېری به درباندې کېږي''
موږ د دې لپاره چې د هغې پېژندګلوي پټه شي، د دغې مېرمنې اصلي نوم نه یادوو او په مستعار نوم ساره یې یادوو او په برېتانیا کې هغه ځای هم نه یادوو، چې دا ورته راوستل شوې وه.
ساره لومړی ځل له پاکستانه انګلنډ ته راغلې وه، ژبه یې نه وه زده او د دې هېواد په هکله یې معلومات خورا لږ وو.
دا وايي، د پلارګنۍ کورنۍ یې ډاډ ورکړی و، چې په انګلنډ کې به یې ژوند ښه تېرېږي او د واده لومړۍ څو اوونۍ یې ښې تېرې شوې. دا وايي: ''بیا سوکه سوکه بندیزونه ډېرېدل، دا مه کوه، هغه مه کوه، بهر ته مه وځه، یوازې په کور کې پاتې شه.''
دا وايي، خسر ګنۍ کې ورته ویل کېدل، چې که له کوره بهر ووځي، د برېتانیا خلک به پرې جنسي تېری وکړي یا به یې ووژني. دا زیاتوي: ''ما ته په برېتانیا کې وویل شول، چې بهر ته نه شې وتلای، که په یوازې سر بهر ته لاړه شې، جنسي تېری به درباندې وشي، نه د ورځې او نه هم په ماښام کې باید له کوره بهر ته یوازې لاړه شي.''
ساره وايي، فکر یې کاوه، چې د هیلې او خوښې خلاف د غلامۍ ژوند تېرولو ته اړایستل کېږي. دا وايي، خواښې یې پرې د کور کارونه کول او بهر ته د وتلو اجازه یې نه ورکوله.
ساره وايي، خواښې یې د ''خدمتګارې یا مزدورې'' په نظر ورته کتل.
دا وايي، له هغه وروسته یې وضعیت نور پسې خراب شو، چې مېړه یې وهل، ډبول پیل کړل: ''ځینې وختونه به یې د هر هغه څه ګوزار راباندې کاوه، چې لاس ته به ورغلل، کله به یې پورې وهلم او کله به یې په لغتو وهلم.''
ساره وايي، وضعیت هغه مهال لاپسې ناوړه شو، چې خبره شوه، مېړه او کورنۍ یې هغه انټرنېټي شبکه (وای فای) غیرفعال کړی، چې د دې ټیلیفون ورسره تړلی و.
''تر مرۍ یې ونیولم''
دا وايي، له ملګرو او کورنۍ سره یې د اړیکې له پرې کېدو وروسته ګوښې پاتې شوه، ډارېده او په همدې کې یې له مېړه وپوښتل، چې ولې یې وای فای بند کړی، خو په خبره یې د دې پوښتنې ځواب خورا تریخ و.
د دې په خبره مېړه یې د دې پوښتنې له اورېدو وروسته سور- شین شو، د ټلویزیوني ریموټ او کیلیانو ګوزارونه یې پرې وکړل، چې پر مخ یې ولګېدل: ''تر غاړه یې ونیولم، دېوال ته یې پورې وهلم، پر سر یې درې-څلور ځله ووهلم.''
دا وايي، ساه یې بنده شوه او فکر یې کاوه، چې مړه کېږي.
ساره هغه پېښه یادوي او وايي، خواښې یې دا ''هر څه په پټه خوله کتل'' او وروسته یې دې ته وویل، چې باید غلې پاتې شوې وای.
دا وايي، د هغې ورځې په ماخوستن یې مېړه د وره په خوله کې د دې لپاره څملاست چې دا بهر ته و نه وځي.
ساره وايي، په داسې حال کې چې مخ یې پړسېدلی و: ''نه پوهېږم څه مې وکړل، څنګه مې وکړل، خو له کرۍ شپې اوښکو تویلو او اندېښنو وروسته مې ګهیځ پر شپږ بجو پولیسو ته خبر ورکړ.''
ساره وايي، پینځه دقیقې به تېرې وې، چې پولیسو دروازه وټکوله.
دا وايي، د خوب خونې په یوه ګوټ کې نغښتې پرته وه، چې یو پولیس افسر ورغی. دا وايي: ''هغه افسر چې خونې ته راننوت، ټول بدن مې لرزیده، رېږد نیولې وم، ساړه مې په زړه ننوتي وو، د زړه ټکانونه مې تېز وو او د وینې فشار مې ټیټ و.''
پولیسو ساره له هغه کوره د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې یوه پناه ځای ته بیولې وه.
پولیسو د ساره مېړه نیولی و، خو دې ویلي و، نه غواړي پر ضد یې نور اقدامات وشي، ځکه هلته پاکستان کې د خپلې کورنۍ خوندیتوب ته اندېښمنه وه. له هغه وروسته یې د مېړه پر ضد هېڅ رسمي تور و نه لګول شو.
ساره بالاخره د پروسږ کال په جولای کې خپل تاوتریخجن مېړه ته طلاق ورکړ.
دا وايي، نه غواړي پاکستان ته ستنه شي، ځکه په وینا یې هلته طلاقه شوې ښځه له شرم سره مخامخ بلل کېږي او په وینا یې ډارېږي، چې هسې نه بیا په زور بل چا ته واده شي.
دا اوس په برېتانیا کې د اوسېدو دائمي ویزه لري، انګلیسي زده کوي او په یوه سیمه کې له سره د ژوند پیلولو هڅه کوي.
ساره له هغو چې د زور واده کوي، غواړي چې ډډه ترې وکړي. دا وايي: ''د زور واده معنی دا ده، چې د یوه بل انسان ژوند خرابوئ. نه یوازې د نجلۍ ژوند تریخ شي، بلکې د هلک ژوند هم خرابېږي، په لومړي سر کې باید په دې غور وشي، باید ځان پرې پوه کړو.''
ساره له هغو ګڼ شمېر کسانو یوه ده، چې په زور واده شوي او په برېتانیا کې اوسي. داسې هېڅ کره شمېرې نه شته، چې په دې هېواد کې څومره کسان د دې ډول ودونو له کبله اغېزمن شوي دي.
د مخنیوي لپاره یې د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، داسې یوه څېړنه پیلوي چې معلومه شي، دا ستونزه څومره پراخه ده.
د کورنیو چارو وزارت د برېتانیا برمنګهم او ناټینګهم پوهنتونونو له استادانو سره په دې هکله د یوې څېړنې پر پیلولو خبرې کوي. د ناټینګهم پوهنتون سیاسي تهیورۍ پروفیسره هیلین مککابې په دې هکله وايي: ''موږ حکومت ته وړاندیز کړی، چې باید نوې شمېرې ترلاسه کړي.''
پروفیسره مککابې وايي، دا په انګلنډ او ویلز کې د خپل ډول لومړنی رپوټ دی، چې په مرسته به یې معلومه شي، څومره خلک په دې موضوع کې اغېزمن شوي، او په دې هکله معلومات ترلاسه شي، چې ایا د زور ودونه ډېر شوي، چې د کمولو لپاره یې پالیسۍ کې بدلون راوستل شي.
پروفیسره مککابې زیاتوي: ''تر څو چې موږ معلومه نه کړو چې څومره خلک اغېزمن دي، موږ نه شو کولای ووایو، چې پولیس یا څارنوالي باید په فعالیتونو یا تعامل کې څه ډول بدلون راولي، تر څو چې بنسټیز معلومات په لاس کې نه وي، چې څومره کسان پکې ښکېل دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، چمتو دي چې د پوهنتونونو لخوا د امکان ارزونې مطالعې پر بنسټ د جبري ودونو او د ښځینه تناسلي غړو پرې کولو د کچې معلومولو لپاره ازموینه او وسايل پراخ کړي.
تمه کېږي چې دا به د مارچ تر میاشتې پورې پای ته ورسېږي، او موخه یې له حکومت سره د ستونزې پر کچې پوهېدو کې مرسته کول او د اړتیا وړ سرچینو پېژندل دي.
په یوه بیان کې د ښځو او نجونو د خوندیتوب چارو او تاوتریخوالي مخنیوي وزیرې جېس فیلیپس وویل:
"حکومت له دې ډول پېښو سره د مبارزې لپاره په قوانینو او نورو اقداماتو کې بدلونونه راولي او د مخکښو کارکوونکو ته روښانه لارښوونه کوي چې باید له دې جرمونو سره هغسې جدي چلن وکړي چې مستحق یې دي."
هغه وايي، هغو کسانو ته یې چې داسې جرمونو کوي، پیغام څرګند دی او هغه دا چې، ''موږ به مو د عدالت منګولو ته راکاږو.''