ترکیه کې ولسمشرۍ ټاکنې؛ ایا اردوغان به واک کې پاتې شي؟

د عکس سرچینه، ERDEM SAHIN/EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
ترکیه کې د ولسمشرۍ او پارلمان په مهمو ټاکنو کې رای اچونه روانه ده. دا له دې کبله د دغه هېواد د معاصر تاریخ تر ټولو مهمې ټاکنې بلل شوې، چې ترکان پکې دا پرېکړه کوي چې ایا رجب طیب اردوغان دې یې ولسمشر پاتې شي، که څنګه.
هغه له تېرو شلو کلونو راهیسې لومړی د لومړي وزیر او اوس د ولسمشر په توګه واک کې پاتې شوی.
دغو ټاکنو کې د هغه اصلي سیال کمال کلیچداراوغلو ژمنه کړې چې که ټاکنې وګټي، نو د ولسمشر هغه واکونه به محدودوي، چې ښاغلي اردوغان د ۲۰۱۶ کال له ناکامه پوځي کودتا وروسته دغه مقام ته ځانګړي کړي.
کلیچداراوغلو دغو ټاکنو ته د اپوزېسیون د یوه ستر اېتلاف لخوا درېدلی او د ننیو ټاکنو د ګټلو رښتینی چانس هم لري.
خو د ټاکنو ګټونکی باید له ۵۰ سلنه ډېرې رایې خپلې کړي، کنه ټاکنې دویم پړاو ته ځي او د ترکیې د اساسي قانون له مخې، دویم پړاو ټاکنې به دوه اوونۍ وروسته وشي.
ترکیه کې ۶۴ میلیون کسان د رای اچولو پر شرایطو برابر بلل شوي دي.
دوی نن پر ولسمشر سربېره د پارلمان ۶۰۰ غړي هم ټاکي.
ترکیه په دې وروستیو کلونو کې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د انفلاسیون کچه پکې شاوخوا ۴۴ سلنې ته رسېدلې.
خو ډېر ترکان پر دې باور دي چې پیسو یې تر دې لا ډېر ارزښت بایللی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه هېواد همدا څو میاشتې وړاندې دوه خونړۍ زلزلې هم تجربه کړې چې تر ۵۰ زرو ډېر کسان پکې ووژل شول.
دغو زلزلو په ۱۱ ولایتونو کې پراخه ویجاړي وکړه.
د فبرورۍ میاشتې له دغو زلزلو ژوندیو راوتلو کسانو ته په ټاکنو کې ګډون هم سخت دی، ځکه دوی د ترکیې د ټاکنو قانون له مخې یوازې هغه ځای کې رای اچوی شي، چې نوملیکنه یې پکې کړې، خو د دوی سیمې او مېنې ویجاړې دي.
تر اقتصاد را وروسته همدا ناورین او د هغه د مدیریت څرنګوالی دویمه مهمه موضوع بلل شوې، چې رای اچوونکي به یې نن له مخې پرېکړه کوي.
ښاغلی کیلیچداراوغلو ۷۴ کلن دی. هغه د ټاکنیز کمپاین وروستیو ساعتونو کې د اوسنۍ ترکیې د سیکولار بنسټګر اتاتورک قبر ته ولاړ، او درناوی یې ورته وړاندې کړ.

د عکس سرچینه، EDAT SUNA/EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
۶۹ کلن اردوغان بیا د استانبول ایاصوفیه جومات کې راڅرګند شو. په یوه ویډیو کې کتل کېږي چې هغه تر لمانځه وروسته لمونځ کوونکو ته وایي چې اسلامي نړۍ د ترکیې پېښې له نږدې څاري.
نوموړي استانبول کې د ټاکنیزو منډو ترړو په یوه وروستۍ غونډه کې دا هم وویل، چې ګوندې د امریکا ولسمشر 'جو بایډن' یې د راپرځولو امر کړی.

د عکس سرچینه، TURKISH PRESIDENCY / MURAT CETINMUHURDAR / HANDOUT
د ترکیې کورنیو چارو وزارت وايي د دغه هېواد لروبر ۶۰۰ زره امنیتي کسان د ټاکنو ورځې د امنیت ساتنې ماموریت ته ګومارل شوي.
د رایې اچونې پروسه چې د سهار پر ۸ بجو پیل شوې، د مازیګر تر ۵ دوام وکړي.
د رپوټونو له مخې یو میلیون او ۷۶۰ زره بهر مېشتو ترکانو، چې اکثریت یې جرمني او فرانسه کې دي، وار له مخه رایې کارولي.
د اپوزېسیون اېتلاف کې شاملو ګوندونو دغو ټاکنو کې د درغلۍ او لاسوهنې د مخنیوي ډاډمنتیا لپاره د هېواد لروبر ۱۹۲ زره څارونکي ګومارلي دي.
تر ټاکنو درې ورځې وړاندې، د ولسمشرۍ له څلورو یوه نوماند محرم اینجه له سیالیو د وتلو اعلان وکړ.
هغه وویل دا کار د دې لپاره کوي چې ګواکې د سپکاوي او 'شخصت وژنې' له څپې سره مخ شوی.











