ترکيه کې ټاکنې: ولسمشر اردوګان له ننګونو سره مخامخ دی
ترکيه کې له ولسمشريزو ټاکنو مخکې د وروستۍ ورځې ټاکنيزې هلې ځلې په پای ته رسېدو دي. داسې حال کې چې اوږدمهال ولسمشر رجب طیب اردوګان يو داسې څه سره مخامخ دی، چې سياسي ژوند کې یې تر ټولو سخته ننګونه بلل شوې ده.
ښاغلی اردوګان، چې نظرپوښتنو کې تر شا ښکاري، استانبول کې یې خپلو پلويانو ته وينا کوله.
د ده سېکيولر سيال کمال قيلیچداراولو هم استانبول کې له ښاروال سره، چې څلور کاله مخکې يې د ښاغلي اردوګان نوماند ته کلکه ماته ورکړه، په ګډه ګرځي.
ښاغلي قيليچدار اولو ځوانانو ته د رسېدو هڅه او د دې ژمنه کوله، چې ډيموکراسي به پر ځای کوي او له لوېديځ سره به اړيکي بيا ښه کوي.