د ترکیې له زلزلې وروسته خلکو سره د مرستو لړۍ چټکه شوې
ترکیه کې د روانې میاشتې د سختې زلزلې په ترڅ کې د نړېدلو ودانیو په اړه د څه باندې شپږ سوه کسانو په اړه څېړنې روانې دي. د عدلیې وزیر یې وویل چې تر ۱۸۰ ډېر مشکوک کسان په زندان کې دي چې محاکمه کېږي.
لکه څنګه چې نړیوالې مرستې سیمې ته روانې دي، اوس پام پر ژوندي پاتې شویو سره په مرستې ورټول دی - خو د هغو کسانو ته مرستې رسول چې اړتیا ورته لري ننګوونکی دی.