تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کینیا کې د ۴ لسیزو تر ټولو سخته وچکالي؛ 'هره خوا مړه ژوي لیدل کېږي'
کینیا تېرو څلورو لسیزو کې تر ټولو بدې وچکالۍ سره لاس ګرېوان ده.
د دې وچکالۍ له کبله د دغه هېواد دویم ستر ملي پارک 'امبوسیلي' کې سلګونه ځنګلي ژوي او څاروی لمنځه تللي چې ځای ځای پراته مړي تر سترګو کېږي.
د بي بي سي عملې دغلته داسې بې شمېره واښه خواره ژوي کتلي چې د پایښت او ژوندي پاتېدو لپاره هلې ځلې کوي. خو ګڼ نور ترې وار له مخه له لوږې مړه شوي دي.
د ځايي ټولنیزو کارکوونکو په وینا دغه پارک کې هره ورځ لسګونه ژوي له لوږې مړه کېږي.
د بي بي سي عملې دغلته یو پیل چې د زیات عمر ښکارېده، د مرګ په حال کې لیدلی.
دوی دا صحنه ډېره دردوونکې بللې ده.
د دغه پارک یوه کارکوونکي ویلي د دې وضعیت په کتو "ډېر خواشینې کېږو.
پوهېږئ چې ماسایي ټولنه کې یو متل دی چې که کله مو د پیل په څېر ستر ژوي د مرګ حالت کې ولید، نو [پوه شئ چې] وضعیت خورا بد او خطرناک دی."
د کینیا ګرځندوی وزارت تېره اوونۍ وویل چې د وروستۍ وچکالۍ له کبله دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۰۵ پیلان، ۵۰۰ نور ځنکلي ژوي، ۴۰۰ زېبرا او ۵۰ مېخې مړې شوې دي.
خو له دې سختې وچکالۍ سره سره دغه پارک ته د سیلانیانو د ورتګ لړۍ دوام لري.
د ختیځې افریقا دغه هېواد د طبیعت مینه والو لپاره د سیل او چکر پام وړ ځای ګڼل کېږي.