د ادبیاتو برخه کې د نوبل جائزه د سویلي کوریا لیکوالې هان کانګ ته ورکړل شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ادبیاتو لپاره د ۲۰۲۴ کال د نوبل جائزه د سویلي کوریا هان کانګ ته ورکړل شوه. په سویډن کې د نوبل جائزې ورکوونکې کمېټې د جائزې ورکولو په مراسمو کې وویل، مېرمن هان ته د هغې ''د اعلي شاعرانه نثر له کبله چې له تاریخي پلوه له ځورېدونکي وضعیت سره د مخامخ انساني ژوند حال یې تصویري کړي.'' ورکول کېږي.
له ۱۹۰۱ کال راهیسې چې د نوبل جائزې ورکول پیل شوي دي، تر اوسه پورې د ادبیاتو په برخه کې ۱۲۱ کسانو ته جایزې ورکړل شوې دي.
دا اتلسم ځل دی، چې د ادبیاتو نوبل جائزه یوې ښځې ته ورکول کېږي. په دې ترڅ کې څلور ځله داسې هم شوي، چې دوو کسانو ته په شریکه دا جائزه ورکړل شوې ده.
۵۳ کلنې فکشن لیکوالې هان کانګ ته له دې مخکې په ۲۰۰۷ کال کې د مان بوکر ۲۰۰۷ جایزه هم ورکړل شوې ده.
نوموړې ته هغه جائزه د ''سابه خوړونکې'' په نامه ناول لیکلو له کبله ورکړل شوې وه.
که څه هم د مېرمن هان لیکلی دا ناول یوه لسیزه مخکې خپور شوی و، خو نوموړې هغه وخت خورا ډېر شهرت وموند، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې دا ناول دېبورا سمیت انګلیسي ته وژباړه.
دا ناول د هغې ښځې پر ژوند راڅرخي، چې د دویزو خوراک له خوړولو انکار کوي او بیا له همدې کبله له خورا ناوړه عواقبو سره مخامخېږي. د مېرمن هان نور لیکلي اثار د سپین کتاب، بشري کړنې او یوناني سبقونو په نامه یادېږي.
مېرمن هان د سویلي کوریا لومړنۍ اوسېدونکې ده، چې د نوبل جائزه ورکول کېږي او د دې جائزې ورکوونکې کمېټې داسې څوک بللې ده، چې ''خپل ژوند یې موسیقۍ او هنر ته ځانګړی کړی دی.''
په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دې کار د ژوند بېلابېل اړخونه رانغاړي چې زور، زیاتی، غم او پلارسالاري پکې شامل دي.
په سویډن کې د نوبل جائزې کمېټې مستقل سکرتر ماټس مالم وايي، ''دا اصلاً د جایزې ګټلو ته چمتو نه وه.''
نوموړي زیاته کړه: ''دا د ژوندیو او مړو، بدن او روح تر منځ د یوه جالب تړاو په هکله پوهېږي او د دې شاعرانه، تجرباتي نثر په معاصر نثر کې یو نوښت رامنځته کړی دی.''
مېرمن کانګ له فرانسوۍ لیکوالې اني ایرنو وروسته دویمه ښځه ده، چې دا جایزه ګټي. مېرمن ایرنو ته په ۲۰۲۲ کال کې د ادبیاتو نوبل جائزه ورکړل شوې وه.
نوموړې دغه راز لومړنۍ ښځه ده، چې سږ کال د نوبل جائزه ورکول کېږي.











