د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین کې 'به کابو ۷.۴ میلیون افغان ماشومان' واکسین شي

د عکس سرچینه، EPA
- Author, پاینده څرګند
- دنده, کابل
په افغانستان کې د طالبانو حکومت روغتیا وزارت په روان کال کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین د څلورم فرعي کمپاین د پیل اعلان کړی.
کمپاین چې سر له ننه به څلور ورځې دوام کوي په ۱۷ ولایتونو کې ترسره کېږي. د روغتیا وزارت چارواکي وايي له پنځو کلونو کم عمره څه کم اووه نیم میلیون ماشومان به واکسین شي.
د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین وړاندې تر دې چې د ژمي سړه هوا ترانسپورټي ستونزې رامنځته کړي پیل شوی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، 'د واکسیناسیون په څلور ورځني کمپاین کې به شاوخوا ۷.۴ میلیونه ماشومان چې عمر یې له پنځو کلونو کم وي واکسین شي.'
څه باندې یو کال وړاندې په افغانستان کې د پولیو کور په کور واکسین بند شو او تر اوسه واکسین په جوماتونو او روغتیايي مرکزونو کې ترسره کېږي او اندېښنه دا ده چې ښايي ډېرې کورنۍ ونه کړای شي خپل ماشومان ور ولي.
ښاغلي زمان زیاته کړه "موږ له قومي مشرانو، عالمانو، میندو پلرونو او اغېز لرونکو خلکو غواړو چې په هېواد کې د پولیو له خپرېدو د مخنیوي لپاره په سیمه کې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي."
په نړۍ کې یوازې افغان او پاکستاني ماشومانو ته د ګوزڼ ګواښ

د عکس سرچینه، EPA
افغانستان او پاکستان یوازېني دوه هېوادونه دي چې د پولیو وېروس په کې شته او ماشومان یې قربانیان دي.
دواړه هېوادونه وخت په وخت د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ له پنځو کلونو ټیټ عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین کمپاینونه پیلوي.
د پولیو وېروس د نړیوال خپرېدو په اړه د بېړنۍ کمېټې تر ۴۳ مې غونډې وروسته چې د روغتیا نړیوال سازمان د مشر له خوا د روان کال د اکتوبر پر لومړۍ ترسره شوه، د ګوزڼ پېښو په اړه وروستي معلومات خپاره شول.
د بېړني کمېټې له وروستۍ غونډې وروسته چې پر ۱۸ د جون د ۲۰۲۵ کال ترسره شوې وه، د چاپېریال څارنې په مټ له افغانستانه د دوو او له پاکستانه د ۱۳ نویو پېښو رپوټ ورکړل شوی و.
په افغانستان کې پېښې د هېواد له سوېلي او ختیځو سیمو راپور شوې وې او په پاکستان کې له د خیبر پښتونخوا او سند ولایتونو.
د چاپېریال څارنې په مټ په ۲۰۲۵ کې تر اوسه پورې ټولټال ۴۴۳ مثبت نمونې راپور شوې دي چې ۵۳ له افغانستانه او ۳۹۰ له پاکستانه دي. په ۲۰۲۴ کال کې بیا ۷۴۱ مثبت نمونې راپور شوې وې چې۱۱۳ له افغانستانه او ۶۲۸ یې په پاکستان کې وې.
د عامې روغتیا چارواکي وايي د واکسیناسیون منظمه بڼه د پولیو له منځه وړلو ترټولو اغېزناکه لار ده او کورنۍ باید له روغتیایي ډلو سره بشپړه همکاري وکړي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونېسف بیا بیا ویلي چې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې په ژمنه او همکارۍ په ټوله نړۍ کې ګوزڼ یا پولیو پای ته رسېدای شي.
پولیو فلجوونکې او وژونکې ناروغي ده. د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د ګوزڼ ناروغۍ له امله معلولین له سخت کړاو سره مخ دي.
د پولیو نړیواله ورځ د اکتوبر پر ۲۴مه، لمانځل کېږي او هدف يې د پولیو له منځه وړولو د هڅو پیاوړي کول دي. بله موخه یې د پولیو واکسین اهمیت په اړه د عامه پوهاوي ډېرول دي، هغه بهیر چې لا هم په افغانستان او پاکستان کې له ننګونو سره مخ دی.











