څنګه هغه سوالګر چې په ګوزڼ اخته و، ډاکټر شو؟

د عکس سرچینه، Dr Li Chuangye
لي چوانګیه ۳۷ کلن ډاکټر دی، پر ستونزو د بریالي کېدلو او د غره ختلو د مینې کیسې یې میلیونونو خلکو ته په انلاین نړۍ کې الهام ورکړی دی. هغه د پولیو ناروغۍ له امله په ماشومتوب کې مجبور شوی و چې خیرات وغواړي او لیک لوست یې کله چې ۱۶ کلن شو بیا یې زده کړ.

د عکس سرچینه، Dr Li Chuangye
لي چوانګیه په ۱۹۸۸ کال کې د چین "هنان" ولایت کې د بېوزلو کروندګرو په کورنۍ کې زېږېدلی و. هغه د اوو میاشتو و چې د ګوزڼ ناروغۍ پرې اغېز وکړ، پښې یې له کاره ولوېدلې او له هغه وروسته یې له پښو پرته د ناستې په حالت کې تګ کاوه.
په ماشومتوب کې لي دا ارمان لاره چې لکه د نورو ماشومانو په څېر، د کتابونو بسته (بیک) پر اوږه واچوي او ښوونځي ته لاړ شي، خو خلکو به پرې ډېرې ملنډې وهلې. ځینو ماشومانو ورته ویل چې "ته بې کاره یې" او "یوازې خوراک کولی شې، نور هېڅ کار نه شې کولی."
لي وايي: "دا خبرې راته ډېرې دردېدونکې وې."
کله چې هغه نهه کلن شو، مور او پلار یې واورېدل که د پښو یو عملیات ورته وشي نو دی به تګ وکړای شي، نو هغوی پور واخېست او د ده د عملیاتو پرېکړه یې وکړه.
لي له دې عملیاتو ډېرې هیلې لرلې. هغه وايي: "کله چې په روغتون کې بستر وم، نورو ماشومانو به ژړل خو زه به موسکی وم، ځکه ما احساس کاوه چې ژر به لکه د نورو خلکو تګ وکړم."
خو عملیات بریالي نه شول او د تګ ټولې هیلې یې له منځه ولاړې. لي په ژور خپګان هم اخته شو او داسې احساس یې وکړ چې ژوند یې بې معنی دی. هغه خپلې مور ته وویل، کاش مړ شوی وی.
مور یې هڅاوه چې تسلیم نه شي. هغې ورته وویل: "موږ تا د دې لپاره لویوو چې کله موږ زاړ شوو، دومره څوک خو وي چې راسره خبرې وکړي."
دغه خبرې پرې اغېز کړی و او ښاغلی لي وايي: "ما فکر وکړ چې مور او پلار مې زما لپاره څومره قرباني ورکړې او په ژړا شوم. پوه شوم چې باید ژوند وکړم، یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د هغوی لپاره هم."
له دې پېښې لږ وروسته، یو ناپېژندل شوی سړی کلي ته راغی او ویل یې چې معلول ماشومان لټوي څو په معبدونو کې بخور (عود) وپلوري. هغه ژمنه وکړه چې لي به دومره عاید ترلاسه کړي څومره چې د ده د پلار میاشتنی معاش و.
د لي په ټکو: "مور او پلار مې سخت مخالفت وکړ خو ما دا یو فرصت وګاڼه چې د کورنۍ بار یو څه سپک کړم."
نو له هغه سړي سره یې د تګ پرېکړه وکړه.

د عکس سرچینه، Dr Li Chuangye
په کوڅه کې خیرات غوښتل
خو د کار وعده درواغجنه ثابته شوه.
ډاکټر لي زیاتوي، هغه ناپېژندل شوي سړي په حقیقت کې د سوالګرو یوه شبکه چلوله او په راتلونکو اوو کلونو کې، لي اړ شو چې د نورو معلولو ماشومانو او لویانو سره په کوڅو کې سوال وکړي.
د "نوې دندې" په لومړۍ شپه یو بل ماشوم لي ته خبرداری ورکړ چې سخت کار وکړي، ګنې وهل کېږي. دا خبره رښتیا ثابته شوه.
لي په سبا سهار، د سړک په یوه څنډه کې په داسې حالت کې کېنول شوی و چې د پیسو ټولولو لپاره یوه کڅوړه یې په لاس کې و او پښې یې شا ته په داسې حالت تاو شوې وې چې د خلکو زړه ورته وخوږېږي او د شفقت او همدردۍ له امله د څو پیسې ورکړي.
لي نه پوهېده چې خلک ولې په کڅوړه کې پیسې اچوي، یو وخت یوه لاروي پوښتنه وکړه چې ولې پر سړک سوال کوي، حال دا چې باید ښوونځي ته لاړ شې او اوس باید ټولګي کې وی.
لي وايي: "زما په کلی کې سوال کول شرمناکه خبره وه. نه پوهېدم چې همدا کار کوم."
لي کولی شوی په ورځ کې څو سوه یوان وګټي چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې ډېرې پیسې وې خو ټولې پیسې یې خپل مشر ته ورکولې. هغه وايي: "که له نورو ماشومانو مې لږې ګټلې، نو راته ویل به یې چې سست یم او ځېنې وختونه به یې وهلم. نو دا کلونه راته ډېر سخت وو."
په تېرو کلونو کې نور ماشومان وتښتېدل یا پولیسو یې کورونو ته واستول خو لي له خپلې کورنۍ سره د مرستې لپاره پاتې شو. کله چې پولیسو ورته د همکارۍ خبره وکړه، هغه رد کړه او ټینګار یې وکړ چې له خپلوانو سره دی.
هغه اووه کاله په ژمي او دوبي کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خیرات ټولاوه.
هغه بي بي سي ته وویل: "دا داسې احساس و لکه په دوزخ کې ژوند کول. زه شرمېدم، د خلکو سترګو ته مې کتلی نه شوای، زما پښې داسې شا ته تاو شوې وه چې درد به یې کاوه او د خلکو زړه راباندې سوځېده. دعا به مې کوله چې باران یا تیاره شي، چې کار ته لاړ نه شم."
د هر نوي کال په ماښام کې به یې کورنۍ ته تیلیفون کاوه، مور او پلار به یې ډاډمنول چې هر څه سم دي او اندېښنه ونه کړي. هغه وايي: "خو له تیلیفون وروسته به مې په خپله خونه کې ژړل. دا مې نه شوی ویلی چې په کوڅو کې سوال کوم."
دی وایي، ۲۰ کاله وروسته هم دې پېښې رواني روغتیا یې اغېزمنه کړې. لي وايي: "خیرات غوښتل ژور رواني زخمونه پریښي دي لا یې هم په خوبونو کې وینم او کله چې وېښېږم نو خوشحالېږم چې دا یوازې خوب و."

د عکس سرچینه، Dr Li Chuangye
د زده کړو له لارې نوې لار
هر څه هغه وخت بدل شول کله چې لي په کوڅه کې یوه ورځ ورځپاڼه واخېسته او پوه شو چې یوازې د خپل نوم توری لوستلی شي. په ۱۶ کلنۍ کې یې پرېکړه وکړه چې کور ته وګرځي او ښوونځي ته لاړ شي.
هغه فکر کاوه: "زه لیک او لوست نه شم کولی خو یوازې د زدهک ړو له لارې پاېدلی شم."
همدغه مهال، حکومت یوه نوې تګلاره اعلان کړه چې خیرات او سوال کولو لپاره د معلولو ماشومانو کارول جرم ګڼل کېږي. لي هم اورېدلي وو چې د کورنۍ مالي وضعیت یې ښه شوی. هغه خپل مشر ته وویل، غواړي کورنۍ سره وویني او اجازه ورکړل شوه.
کله چې له خپلو والدینو سره یوځای شو، هغوی پوه شول چې نوموړي څنګه ژوند کاوه او لي هغه وخت ډېر غوسه شو کله چې پوه شو مشر یې د ژمنې پرتله ډېرې لږې پیسې د نوموړي کورنۍ ته استولې وې.
لي د مور او پلار په ملاتړ د ابتدايې ښوونځي په دویم ټولګي کې شامل شو، په دې ټولګي د ده له عمر لس کاله کشر زده کوونکي وو. په لومړي ورځ ماشومان د هغه مېز شاوخوا راټول شول خو هغه پرې نه پوهېده.
لي وايي: "زه خپه نه وم، ما له دې مخکې ډېرې ملنډې او ستونزې لیدلې وې. اوس د زده کوونکي په توګه، یوازې غواړم زده کړو ته پام وکړم."
لي تر ټولو هڅاند زده کوونکی شو، سره له دې چې د فزیکي وضعیت له امله تشناب ته تګ ورته سخت وو. هغه وايي: "تشابه ته تګ ډېره هڅه غوښتله، نو ما په ښوونځي کې ځان مجبور کړ چې لږې اوبه وڅښم."
لي د ټینګ هوډ لرلو له امله په نهو کالو کې ابتدايي او ثانوي زده کړې بشپړې کړې. هغه به د کلي ماشومان راوبلل چې لوبې وکړي، بیا به یې په خپلو درسونو کې له هغوی مرسته غوښتله.
کله چې یې د کالج لپاره غوښتنلیک ورکړ، د فزیکي وضعیت له امله یې انتخابونه محدود وو خو ده د طبي پروګرامونو غوښتنلیک ورکړ. هغه فکر کاوه: "که زه ډاکټر شم، کېدای شي خپله ناروغي مطالعه کړم، خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم، ژوند وژغورم او ټولنې ته خدمت وکړم."

د عکس سرچینه، Dr Li Chuangye
لي ۲۵ کلن و چې د طب پوهنځي ته یې داخله وکړه. هلته اسانتیاوې ډېرې وې خو عملي ټولګي ورته تر ټولو سخت وو.
هغه وايي: "کله چې ټولګیوال په اسانۍ سره ناروغان ویني یا د انټرنشیپ پر مهال د ودانيو ترمنځ منډه ووهي، زما د خوځښت ستونزې دا کار راته سخت کړی و. هغه څه چې نورو په یوه ورځ کې زده کول، ما په ډېر وخت کې زده کول."
لي احساس کاوه چې باید قوي شي، نو پرېکړه یې وکړه چې د غره ختل پیل کړي. په لومړي وار د "تای" غره سره ته وخوت خو پنځه شپې او ورځې یې وخت ونېوه. د هغه لاسونه به شل شول او وینې به شول خو نه تسلیمېده.
د غرونو ختلو مینه یې لا هم سینه کې شته او د هغه د سږکال د غرونو ختلو ویډیوګانې د انټرنیټ په نړۍ کې خورا مشهورې شوې دي.
اوس ډاکټر لي د سینکیانګ په یوه وړوکي کلیوالي کلینیک کې کار کوي. ناروغان یې هغه د "معجزې ډاکټر" بولي.
هغه وايي: "د خپلو لاسونو په وسیله د ناروغانو پالنه، د خپلو ګاونډیانو د روغتیا ښه کول، دا راته له هر څه ډېره خوښي راکوي."
د خپلې کیسې د نړیوال شهرت په اړه حیران دی، هغه هیله لري چې خلک پرې پوه شي او د معلولیت په اړه چلند بدل کړي.
هغه وايي: "ځینې خلک معلول کسان بې ارزښته ګڼي. کله چې په خوړنځایونو کې په ناست حالت کې یم، خلک فکر کوي چې سوال کوم او وايي هېڅ خواړه نشته. زه موسکی شم ترې لاړ شم خو ځینې خلک بیا مهربان هم دي."

د عکس سرچینه، Dr Li Chuangye
د باور او موخې ډک ژوند
ډېر, خلکو له لي پوښتلي هغه کس چې ده یې سوال کولو ته اړ کړی و او پیسې به یې ترې اخیستې، ولې یې په اړه پولیسو ته شکایت نه دی کړی. هغه وايي: "ما پرېکړه وکړه چې تېر شوی وخت تېر کې پاتې شي. هغه اووه کاله ډېر سخت وو، خو زما د ژوند یوه برخه وه."
لي وايي، دغه سفر یې لید لوری بدل کړ. په خبره یې: "کله چې ښوونځي ته لاړم، ما د نورو خلکو نظر یا قضاوت ته پام کول پرېښودل. پوه شوم چې دا خبرې بې ارزښته دي. غواړم خپل وخت او انرژي په زده کړو او د ژوند د موخو په ترلاسه کولو باندې ولګوم."
هغه زیاتوي، ډېر معلول کسان "د مخکې تګ هڅه نه کوي" ځکه د خلکو د قضاوت یا ملنډو ویره لري. هغه وايي: "خو زما لپاره دا مهمه نه ده. زه د خپلو درسونو، ورکشاپونو او یا هم سلګونو معلولو ملګرو سره د مرستې لپاره په پوهنتون او ښارونو کې په حرکت یم. زه فکر کوم چې دا زما اعتماد څرګندوي. اوس د نورو د نظرونو پروا نه لرم."
هغه خلکو ته دا پند ورکوي: "زموږ ژوند د غرونو په څېر دي، له یو غره ښکته کېږو خو بل مو مخکې دی. موږ دوامداره هڅه او پرمختګ کوو. زه فکر کوم چې یو کس باید تل مثبت، خوشبین وي او له ناهیلۍ باید ځان وساتي."








