د پولیو نړیواله ورځ: یونېسف مسوولین وايي، یوازې څو څاڅکي کولی شي د ماشومانو راتلونکی خوندي کړي

افغانستان او پاکستان په ټوله نړۍ کې یوازینې دوه هېوادونه دي، چې تر اوسه پورې په کې پولیو یا ګوزڼ وېروس د ماشومانو روغتیا ګواښي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان او پاکستان په ټوله نړۍ کې یوازینې دوه هېوادونه دي، چې تر اوسه پورې په کې پولیو یا ګوزڼ وېروس د ماشومانو روغتیا ګواښي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ادارې یونېسف اجراییه مشر د پولیو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د هېوادونو، نړیوالې ټولنې او همکارانو په ژمنه او همکارۍ په ټوله نړۍ کې ګوزڼ یا پولیو پای ته رسول کېدای شي.

اوس مهال افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو وېروس په کې شته او ماشومان یې قربانیان دي.

په افغانستان کې د یونېسف مشر تاج الدین اویوېلې د پولیو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي: "هېڅ ماشوم باید د داسې ناروغۍ له وېرې سره ژوند تېر نه کړي چې موږ يې د مخنیوي په لاره پوهېږو".

ښاغلي تاج الدین ویلي، پولیو درملنه نه لري خو وقایه یې ساده ده. د هغه په وینا، یوازې څو څاڅکي کولی شي د ماشومانو راتلونکی خوندي کړي.

پولیو وژونکې ناروغي ده، خو د یونېسف اجرایوي رئیسې کاترین رسل پر ایکس یوه پیغام کې لیکلي چې ښه خبر دا دی چې په نړیواله کچه په تېرو ۳۶ کلونو کې د (۱۹۸۸) کال پرتله، په نړۍ کې د پولیو پېښې ۹۹ سلنه کمې شوې. آغلې رسل ليکلي چې دا ژمنه بیا تازه کوي چې کولی شو پولیو د تل لپاره له منځه یوسو.

سږکال په افغانستان کې د پولیو لږ تر لږه دوې پېښې په رسمي ډول ثبت شوې.

ګوزڼ

د عکس سرچینه، Getty Images

د شمېرو له مخې تېر ۲۰۲۴ م کال کې ۳۹ پېښې په پاکستان او ۲۲ پېښې په افغانستان کې لیدل شوې.

دواړه هېوادونه وخت په وخت د نړیوال روغتیا سازمان په همکارۍ له پنځو کلونو ټیټ عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین کمپاینونه پیلوي.

یونیسف ویلي، د مرستندویه هېوادونو په ملاتړ، د دې ادارې ټیمونه له دې ناروغۍ د خونديتوب لپاره په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ټول ماشومان واکسین کوي.

افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پولیو په کې قرباني اخلي. په دې وروستیو کې پاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کې د دې ناروغۍ د یوې نوې پېښې د ثبتېدو خبر ورکړ. له دې سره په ۲۰۲۵ کال کې په دغه هېواد کې یولس پېښې ثبت شوې.

د پولیو نړیواله ورځ (د اکتوبر پر ۲۴مه) نمانځل کېږي او هدف يې د پولیو له منځه وړولو د هڅو پیاوړي کول دي. بله موخه یې د پولیو واکسین اهمیت په اړه د عامه پوهاوي ډېرول دي، هغه بهیر چې لا هم په افغانستان او پاکستان کې له ننګونو سره مخ دی.