ولې دې ډاکټرې ته د "مارانو ملکه" وايي؟

تري مهاراني د بېړنۍ څانګې ډاکټرې په توګه د ډېرو مړینو شاهده پاتې شوې ده، خو هېڅکله د هغه ناروغ څېره نه شي هېرولی چې ۱۵ کاله مخکې د مار د چيچلو له امله ومړ.
دغه برېښنايي کارګر چې عمر یې له دېرشو پورته و، له مرګ سره لاس او ګرېوان و، د همدغې ډاکترې لاس یې نیولی و او زارۍ یې ورته کولې چې ژوند یې وژغوري.
هغه ژړل او ویل یې، نه غواړي مړ شي، ځکه ماشوم یې لا تر اوسه یو کلنۍ ته نه و رسېدلی.
هغې وویل: "په روغتون کې ډېر ډاکټران وو، خو موږ ټول د هغه په ژغورلو کې پاتې راغلو."
په اندونیزیا کې د مار د چېچلو متخصصان یا درملو لارښودنه، نه وه، سره له دې چې دا هېواد د نړۍ یو له هغو ځایونو دی چې تر ټولو ډېر زهرجن ماران لري.
ډاکټرې مهاراني بدلون راوستلو ته کلکه ملا وتړله. کله چې هغې په ۲۰۱۲ کال کې په بلجیم کې د بایومېډیکل ساینسونو ډاکټري (PhD) بشپړه کړه، د زهرپوهنې (Toxinology) زدهکړه یې پیل کړه.
بیا یې د هېواد نږدې هره سیمه ولېده چې له ۱۸ زرو ټاپوګانو جوړه ده، په ټولو ټاپوګانو را وګرځېده او معلومات یې راټول کړل. پنځه کاله وروسته یې په اسټرالیا کې د زهرپوهنې ځانګړې بورسیه بشپړه کړه.
د رسمي شمېرو له مخې په دې سویل ختیځ اسیايي هېواد کې هر کال شاوخوا ۱۳۵ زره د مار د چېچلو پېښې کېږي چې ۱۰ سلنه یې د مرګ سبب کېږي.
خو ډاکټره مهاراني وايي، رښتینې شمېرې څو چنده زیاتې دي، ځکه ډېری ناروغان په خپله د ځان درملنه کوي او یا دودیزو درملګرانو ته ورځي.
دوی زهر په خوله وباسي. د زخم پر ځای ګرمې اوبه، سور پیاز او یا ان تورې تیږې ږدي. دا ډول درملنې د انساجو د خرابېدو یا ان د مرګ سبب کېدای شي.
د مار د چېچلو پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي، ځکه ماران د ښاري کېدو او اقلیم بدلون له امله د انسانانو له چاپېریال سره ځان عیاروي.
مارچيچل یوازې د اندونیزیا د عامې روغتیا ستونزه نه ده. په ټوله نړۍ کې د مار د چیچلو تر ۲.۷ میلیونو پېښو راپور ورکول کېږي چې ډېری یې په اسیا کې دي.
له ۲۰۱۷ کال راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان د مار د چیچلو له امله د زهرو خپرېدل د استوایي سیمو له هېرو شویو ناروغیو ګڼي او یا یې په هماغه کټهګورۍ (چیګونیا او جذام) کې ځای ورکړی.
دغې ادارې ژمنه کړې چې تر ۲۰۳۰ پورې به د مار د چېچلو له امله د مړینو او معلولیت کچه نیمه کړي.

د عکس سرچینه، Kristian Bell via Getty Images
ډاکټره مهاراني د خپلو سفرونو پر مهال له سیمهییزو روغتونونو سره همکاره شوه او د مار د چيچلو د درملنې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د لارښودونو په کارولو یې اوسېدونکي او طبي کارکوونکي وروزل.
خو د دودیزې طریقې او لیدلورې بدلول ډېر سخت وو، په تېره بیا د یوې ښځې لپاره.
هغې وویل: "خلکو هېڅ تمه نه لرله چې یوه ښځه به د زهرو متخصصه وي. ډېری وخت به ما ته د "ښاغلي مهاراني" په نوم خطاب کېده. ځورول کېدم، ننګول کېدم او ان سپکې سپورې راته ویل کېدې.
"په ځانګړي ډول ځينې نارینه چې ځانونه یې ډېر پوه ګڼل، سپک نظر یې راته کاوه."
د هغې د عیسویت عقیدې له امله ورته ډېرې ستونزې جوړېدې. هغې وویل: "زه تل یاد ساتم چې زما کار د انسانانو ژغورل دي. دا زما لپاره د خدای ځانګړې دنده ده چې له خپل ملت سره مرسته وکړم."
خو د حکومت د بېپروايۍ ستونزه له جنسیتي تعصبه لویه وه.
ځکه د دولت ملاتړ نشته، اندونیزیا د زهرو ضد یوازې یو ډول درمل تولیدوي چې د دریو ډولو مارانو زهر بېاغېزې کولی شي، خو په هېواد کې شاوخوا ۸۰ ډوله زهرجن ماران شته.
دغه درمل باید په څلورو سانتيګرادو کې وساتل شي چې د ټاپوګانو ترمنځ یې لېږد او زېرمه کول ډېر سخت دي.
په دې مانا چې اندونیزیا اړ ده چې د زهرو ضد بهرنیو درملو ګټه واخلي او د درملنې یوه دوره کېدای شي تر ۴۵۰۰ ډالرو پورې بیه ولري.
پنځه کاله مخکې، یو ۱۲ کلن هلک د "ختیځ رسیل وایپر" د نادر مار له چېچلو وروسته بېهوښه شو، په داسې حال کې چې د لیباتا په لرې پراته ټاپو کې و.
د هغه روغتیا په چټکۍ سره خرابېده، عضلې یې ماتېدلې او پښتورګو یې د ناکامۍ نښې ښودلې.
ډاکټره مهاراني اړه شوه چې د مار زهرو ضد درملو د اخیستو لپاره تایلنډ ته ولاړه شي. بیا یې درې الوتنې وکړې څو لیباتا ته ورسېږي او هلک ته درمل ورکړي.
هغې د پیسو د کمښت له امله د هوايي ډګر پر ځمکه شپه تېره کړه، ځکه د درملو لپاره یې په زرګونو ډالر ورکړي وو.
هغې هلک ته د زهرو ضد درمل وړیا ورکړل، دا هر وخت همداسې وړیا مرستې کوي.
نوموړې وویل، د خپلو ناروغانو لپاره د زهرو ضد درملو په اخېستو کې یې تر ۹۰ سلنه تنخوا لګولې ده.
هغې زیاته کړه: "زه روغه یم او تل کولی شم نورې پیسې پیدا کړم. خو که یو ناروغ مې د مړینې په حال کې وي، درمل تر ټولو مهم ضرورت دی. نو زه باید درمل ته لومړیتوب ورکړم او لومړیتوب تل د انسان ژوند دی."
د هلک پلار چې د ساحل پر غاړه د کوپرې يا ناریلو اوبه پلوري، کله چې یې زوی له کوما حالته راووت او بشپړ روغ شو، نو ډاکترې ته یې یو لوی ناریل ورکړ.
د ډاکټرې مهاراني په خبره: "ښایي دا زمونږ لپاره کوم ارزښت و نه لري، خو د هغه یوازینی ارزښتناک څیز و."
د هغې د لسیزو هڅې اوس بریالۍ شوې دي او د "د مارانو ملکه" لقب یې ګټلی دی.

د عکس سرچینه، Tri Maharani
په ۲۰۱۴ کال کې هغې د اندونیزیا د زهرپوهنې ټولنې بنسټ کېښود چې اوس له ۵۰۰ ډېر غړي لري چې ډېری یې روغتیایي مسلکي کسان دي.
هغه له ۲۰۱۵ کاله د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) مشاوره هم ده.
نوموړې وايي، د هغې د ټولنیز کمپاین له لارې میلیونو خلکو ته پیغام رسېدلی چې د مار له چېچلو وروسته، همغه غړی بېحرکته وساتي او په دې ساده چاره د ډېرو خلکو سرونه خلاص دي.
تېر کال هغې د "جاوان کوبرا" مار د زهرو ضد نوی درمل جوړ کړ. دا هغه ماران دي چې په ګڼمېشتو سیمو لکه جکارتا او بالي کې ډېر لیدل کېږي.
دغه د زهرو ضد درمل به ډېر ژر د ازمایښتي تولید مرحلې ته داخل شي.
خو د هغې تر ټولو ستره خوښي دا ده چې د خپل مړه شوي پلار پخوانی ملګری چې یو پوځي ډاکټر و، له سفرونو مخکې ډېری وختونه د هغې کور ته ورځي څو د مار چېچلو اړوند روزنه او د زهرو ضد درمل ترلاسه کړي.
د هغې وروستۍ هیله دا ده چې د زهرپوهنې په اړه د هېواد لومړنی روغتیايي ښوونځی جوړ کړي او مشرتابه یې راتلونکي نسل ډاکټرانو ته وسپاري.








