نوې څېړنه: د وینې نرۍ کولو عام درمل د کوبرا مارانو د زهرو اغېزه هم کمولای شي

کوبرا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هغو کوبرا مارانو زهر چې توکي یې پر انساني پوټکي خورا ناوړه اغېز کوي.
    • Author, ډومنیک هیویز
    • دنده, د عامې روغتیا لپاره د بي بي سي خبریال

د استرالیا، کاناډا، کوستاریکا او بریتانیا د ساینسپوهانو د یوې ډلې څېړنه ښيي، یو ډول درمل چې معمولاً د وینې نرۍ کولو لپاره ورکول کېږي، د کوبرا یا کپچه مارانو د زهرو اغېزې د کمولو او مخنیوي لپاره هم کارول کېدای شي.

د سویلي، سویل ختیځې اسیا او افریقا په بېوزله او متوسط عاید لرونکو هېوادونو کې هر کال تر ۱۳۸۰۰۰ پورې انسانان د مارانو چیچلو له کبله ژوند بایلي.

دغه راز د ۴۰۰ زره کسانو د بدن هغه غړي چې مار پرې چیچلي وي، خوړین شي او یا یې شاوخوا پوټکی او عضلات تک تور واوړي.

د هند او افریقا په ځینو سیمو کې د کوبرا یا کپچه مارانو لخوا د انسانانو د چیچلو پېښې ډېرې دي.

'هیپارین' درمل د زهرو هغه اغېز له منځه وړي چې د ځینو کوبرا ډوله مارانو د چیچلو له کبله د انسان په بدن کې رامنځته کېږي.

ساینسپوهان وايي، دا درمل د هر ډول مارانو د زهرو اغېزې په مخنیوي کې مرسته نه کوي، خو په وینا یې د اوسنیو زهرو ضد درملو پرتله ډېر ارزان او د انعطاف وړ دي.

دوی وايي، هغه زهر ضد درمل چې اوسمهال معمول دي، یوازې د یو ډول مارانو د چیچلو پر ضد کار ورکوي او د بدن غړو د خوړینتوب مخه نه نیسي.

نړیواله مبارزه

د سیډني پوهنتون تجربه کار څېړونکی پروفیسر ګریګ نیلې په دې هکله وايي: "زموږ دا موندنه په هغو ټپونو کې پاموړ کموالی راوستلای شي، چې د کوبرا مارانو د زهرو اغېزې له کبله خوړینېږي. دا ښايي د زهرو اغېزه سوکه هم کړي او له دې سره به د مارچیچلو د ژوندي پاتې کېدو چانس ډېر شي."

"د ساینس له نظره یو څه چې خورا په زړه پورې دي، هغه دا چې موږ فکر کوو، داسې څلور یا پینځه لارې موندلای شو، چې څنګه د مار زهر د وینې له ژوڼکو یا حجرو سره یو ځای کېږي- بیا نو موږ کولای شو داسې زهر ضد درمل چمتو کړو، چې په نړیواله کچه د مارانو د ډېرو ډولونو د زهرو مخنیوی وکړي."

دغه درمل وار له مخه پر موږکانو ازمایل شوي او راتلونکې تجربه به یې پر انسانانو کېږي.