تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان ټاکنو درشل کې په بلوچستان کې چاودنې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي او لسګونه ژوبلولي
بلوچستان کې د چارشنبې په سهار پشین او قلعه سیف الله (سیف الله کلا) سیمه کې له دوه خونړیو پېښو وروسته په وزیرستان او د بلوچستان په چمن سیمه کې هم په کاندیدانو حملې شوي دي.
د رپوټونو له مخې چمن کې د جمعیت علما اسلام په یوه مرکزي مشر حافظ حمدالله باندې ډزې شوي خو نوموړی خوندي دی.
ویل کېږي نامعلومو وسله والو د ده په ګاډي تر پنځو دقیقو ډزې کولې.
پاکستاني رسنیو په سویلي وزیرستان کې د تحریک انصاف په یوه کاندید هم د وسله وال برید رپوټ ورکړی دی.
ویل کېږي په دې پېښه کې پنځه تنه ژوبل شوي دي.
له دې تازه پېښو مخکې د بلوچستان په دوو سیمو کې د ټاکنیزو دفترونو مخې ته دوو جلا چاودنو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي وو او لسګونه نور ټپیان کړې وه.
لومړۍ پېښه کې د بلوچستان پشین، خانوزی سیمه کې د یوه انتخابي کاندید دفتر مخې ته چاودنه کې لږ تر لږ ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د پشین له چاودنې لږ وروسته د بلوچستان په یوه بله سیمه قلعه سیف الله (سیف الله کلا) سیمه کې د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند د ټاکنیز دفتر مخې ته یوه چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
په خواله رسنیو کې په خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې ځايي خلک د مړو او ټپیانو د لېږد لپاره د مرستې غوښتنه کوي.
تر اوسه د دې چاودنو څرنګوالی څرګند نه دی.
د خانوزی سیمې عامې روغتیا مسوول ډاکتر حبیب له بي بي سي سره خبرو کې تائید کړه، چې ځايي روغتون ته ۱۴ مړي او ۳۰ ټپیان وروړل شوي دي.
د بلوچستان اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي په یوه اېکس پیغام کې د قلعه سیف الله سیمې پېښه کې د ۱۰ کسانو وژل کېدل تائید کړي دي.
نوموړي له ځايي رسنۍ (جیو) سره خبرو کې ویلي، د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند یوه مشر مولانا عبدالواسع ته په دې چاودنه کې زیان نه دی رسېدلی.
ښاغلي اڅکزي وروسته په یوه خبري غونډه کې د چاودنو له کبله د مرکژوبلې شمېر زیاتېدو اندېښنه څرګند کړه.
نوموړي هند د دې چاودنو مسوول وباله. هغه زیاته کړه: ''موږ به د خپلو شهیدانو غچ واخلو او د هند د ترهګرۍ دا اجنډا به له خاورو سره خاورې کړو.''
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د پشین مرستیال کمشنر جمعه داد خان له قوله ویل شوي، چې لومړۍ پېښه نن چارشنبه ګهیځ مهال په نوکنډي سیمه کې رامنځته شوې ده.
بلوچستان کې د لېویز په نامه ملېشه ځواک یو مسوول کس بیا وايي، چاودنه د بلوچستان صوبايي اسامبلۍ ته له پشين سیمې د ازاد کاندید اسفندیار کاکړ د ټاکنیز دفتر مخې ته شوې.
دغه مسوول کس وايي، د چاودنې پر مهال ګڼ شمېر کسان د دفتر مخې ته راټول شوي وو.
د یادونې ده چې پاکستان کې ټاکنیز کمپاین تېره ورځ پای ته ورسېد او سبا به په دې هېواد کې د رایې ورکولو بهیر پیل شي. په دې ټاکنو کې د پاکستان له ۲۴۱ میلیون وګړو څخه ۱۲۸ میلیونه کسان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي.