د فاطمیون لښکر یو جګپوړی افغان غړی په سوریه کې د امریکا په توغندیز برید کې وژل شوی دی

فاطمیون

د عکس سرچینه، WIKIPEDIA

په ایران کې دولتي او سپاه پاسداران ځواکونو ته نژدې رسنۍ وايي، د دغه هېواد د فاطمیون لښکر یو جګپوړی غړی سید حمزه علوي، چې ویل کېږي د افغانستان د پروان ولایت اوسېدونکی و، په سوریه کې د امریکا په توغندیز برید کې وژل شوی دی.

په خبر کې ویل شوي، حمزه علوي او د فاطمیون ډلې یو شمېر نور غړي په هغو بریدونو کې وژل شوي، چې د تېرې شنبې (د غبرګولي ۱۴ مه) سهار وختي وشول.

فاطمیون لښکر د سپاه پاسداران د قدس ځواک تر څارنې لاندې له هغو ځواکونو دی چې په ایران کې له مېشتو افغان کډوال جوړ شوی او غړي یې سوریې ته د جګړې لپاره استول کېږي.

ایراني رسنیو ویلي، د حمزه علوي کورنۍ ته د هغه د مړینې خبر ورکول شوی دی.

فارس خبري اژانس د هغه په اړه لیکلي: "سید حمزه علوي په ۱۳۳۷ لمریز کال کې د افغانستان په پروان ولایت کې زېږېدلی و - د پخواني شوروي پر وړاندې یې د افغان جهاد په کلونو کې او همدا را ز د ایران د اسلامي انقلاب اته کلنۍ جګړې کې د ګډون مخینه لرله."

ځینو نورو رسنیو په سوریه کې د امریکا په تازه بریدونو کې د فاطمیون لښکر د دریو نورو غړو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

فاطمیون لښکر په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د ایران-عراق جګړې پر مهال د ایران د سپاه پاسداران تر څار لاندې د ابوذر لوا د ځواکونو له ادغام او د افغانستان د مجاهدینو له ځواکونو جوړ شو.

سید حمزه علوي

د عکس سرچینه، د فاطمیون د رسنیو مرکز

د عکس تشریح، سید حمزه علوي

ایران وايي، دغه ځواکونه د نورو هغو کسانو په څېر چې په خپله خوښه او داوطلبانه ډول د سوریې حکومتي ځواکونو تر څنګ د جګړې لپاره دغه هېواد ته ځي، سوریې ته استول شوي دي.

په تېرو څو ورځو کې امریکا د منځني ختیځ په پېښو کې د ایران د لاس لرلو په تور په سوریه او عراق کې د ایران پلوو ډلو په ۸۵ مرکزونو هوایي بریدونه وکړل.

تر دې وړاندې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان ویلي و، هېواد به یې په اردن کې د امریکا پر اډه د بې‌پیلوټه الوتکې د برید غبرګون کې، چې درې امریکايي پوځيان پکې ووژل شول، لا نور ګامونه واخلي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار دا هم ویلي، داسې نښې نشته چې ایران دې د وسله والو ډلو اړوند خپله تګلاره بدله کړې وي او که امریکا د ګواښونو او بریدونو شاهده وي، نو ځواب به ورکړي.