د نړۍ لس شتمنې کورنۍ څوک دي او له کومه یې کړې؟

د اقتصاد او سوداګرۍ برخې مخکښې وېبپاڼې، بلومبرګ، له خوا په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ تر ټولو بډایه کورنیو نوملړ کې، د والمارټ سوپر مارکیټونو لړۍ خاوندان (د والټن کورنۍ) یو ځل بیا لومړی ځای نیولی دی.

شپږ لسیزې وړاندې د سم والټن له خوا د لومړي سوپر مارکیټ تر پرانیستلو وروسته، د هغه وارثان اوس تر هر وخت ډېر بډای شوي دي. د دغه څو ملیتي شرکت د ونډو ارزښت تر اتیا سلنې ډېر شوی چې تر هر بل وخته ډېر شتمن شوي دي.

د بلومبرګ په وینا، په دې نوملړ کې د شرکتونو یو مهم او ګډ ټکی د شتمنیو د مالکیت په برخه کې د یووالي ساتل او د شتمنیو د وېش پر ځای د ګډ مدیریت ساتل دي. په ځینو برخو کې، دوی ځانګړي تړونونه او سوداګریز قراردادونه جوړ کړي، چې له مخې یې د خپلې کورنۍ شتمنۍ بشپړتیا یقیني کړي.

رسنیو دا رپوټ هم ورکړی، چې د نوملړ ډېری غړي سږ کال د ونډو په بازارونو کې د لویو لاسته راوړنو له امله بډای شوي دي.

دلته موږ په نړۍ کې د لسو بډایه کورنیو او د دوی د شتمنیو اصل ته کتنه کوو:

۱ ـ د والټن کورنۍ

کورنۍ: والټن

شرکت: والمارټ

شتمني: ۴۳۲ میلیارده ډالره

هېواد: امریکا

نسلونه: ۳

د والټن کورنۍ د والمارټ سوپر مارکیټ لړۍ شاوخوا ۴۶ سلنه ونډې لري، هغه ونډه چې د نړۍ تر ټولو سترې کورنۍ د برخلیک بنسټ جوړوي.

د شرکت بنسټ اېښودونکي سم والټن، د یوه منظم پلان له مخې خپله شتمني پر اولادونو ووېشله، چې د شتمنیو کورنی کنټرول وساتي.

۲ ـ د ال نهیان کورنۍ

کورنۍ: ال نهیان

د فعالیت ساحه: صنعت

شتمني: ۳۲۳ میلیارده ډالره

هېواد: متحده عربي امارات

نسلونه: ۳

د ال نهیان کورنۍ په متحده عربي اماراتو کې د تېلو سوداګرۍ له لارې خپله شتمني جوړه کړه.

شیخ محمد بن زاید ال نهیان، د ابوظبۍ د واکمنۍ (د متحده عربي اماراتو له اوو اماراتو څخه یو) سربېره، د متحده عربي اماراتو مشر هم دی.

۳ ـ د ال ثاني کورنۍ

کورنۍ: ال ثاني

د فعالیت ساحه: صنعت

شتمني: ۱۷۲ میلیارده ډالره

هېواد: قطر

نسلونه: ۸

د ال ثاني کورنۍ چې د قطر حکومت واک ورسره دی، د تېلو او ګازو له سوداګرۍ خپله شتمني جوړه کړې ده. د دې کورنۍ غړي په مهمو سیاسي دندو او په مختلفو صنعتونو کې لوی کاروبارونه لري. دا کورنۍ خورا لویه ده، خو ځواک یې پر څو اصلي څانګو ور ټول دی.

۴ ـ د هرمیز کورنۍ

کورنۍ: هرمیز

شرکت: هرمیز

شتمني: ۱۷۰ میلیارده ډالره

هېواد: فرانسه

نسلونه: ۶

د دې کورنۍ شپږم نسل، چې له سلو زیات غړي لري، د موډ او فېشن لوکس فرانسوي هرمیز شرکت خاوندان دي. د دې کورنۍ د غړو تر منځ، چې په شرکت کې کلیدي مسؤلیتونه لري، د دې شرکت د اجراییوي مشر اکسل دوما، یادونه کېدای شي.

۵ د کوک کورنۍ

کورنۍ: کوک

شرکت: کوک صنعت

شتمني: ۱۴۸ میلیارده ډالره

هېواد: امریکا

نسلونه: ۳

د کوک وروڼه (فرېډرېک، چارلس، ډېوېډ، او ویلیم) د خپل پلار فریډ کوک د تېلو شرکت په میراث پاتې شو خو تر لانجو وروسته یوازې چارلس او ډېوېډ په دغې سوداګرۍ کې پاتې شول. کوک شرکت د تېلو، کیمیاوي موادو، انرژۍ، مېنرالونو، کمپیوټري پروګرامونو، مالي چارو، د توکو سوداګري او پانګونې، او ډېرو نورو برخو کې فعال دی.

۶ ـ د ال سعود کورنۍ

کورنۍ: ال سعود

د فعالیت ساحه: صنعت

شتمني: ۱۴۰ میلیارده ډالره

هېواد: سعودي عربستان

نسلونه: ۳

د سعودي شاهي کورنۍ شتمني د تېلو له سوداګري تر لاسه کړې. بلومبرګ د شاهي کورنۍ خالص عاید د تادیاتو د اندازې پر اساس اټکل کړی، چې له سلطنتي یا د پاچا اجراییوي دفتر لخوا په تېرو پنځوسو کلونو کې ترلاسه کړي. د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان چې اوسمهال د سعودي اصلي واکمن دی، په شخصي توګه تر یو میلیارد ډالرو ډېره شتمني سمبالوي.

۷ ـ د مارچ کورنۍ

کورنۍ: مارچ

شرکت: مارچ

شتمني: ۱۳۳ میلیارده ډالره

هېواد: امریکا

نسلونه: ۵

د مارچ شرکت د مشهور محصولاتو لکه (اېم اې ‌ډامز، مېلکي وې او سنېکرز چاکلېټونو) تولید له مخې ډېر پېژندل کېږي. څارویو ته د پاملرنې محصولاتو پلور اوس د دې شرکت نیمایي عاید جوړوي.

۸ ـ د امباني کورنۍ

کورنۍ: امباني

شرکت: ریلاینس انډستریز

شتمني: ۹۹ میلیارده ډالره

هېواد: هند

نسلونه: ۳

مکېش امباني په نړۍ کې د تېلو د چاڼ تر ټولو ستر کمپلېکس اداره کوي. هغه په یوه ۲۷ پوړیزه ودانۍ کې ژوند کوي، چې په نړۍ کې تر ټولو ګران شخصي استوګنځی بلل کېږي. ده او ورور یې شتمني له خپل پلاره په میراث ترلاسه کړې ده.

۹ـ د وارټېمایر کورنۍ

کورنۍ: وارټېمایر

شرکت: شېنل

شتمني: ۸۸ میلیارده ډالره

هېواد: فرانسه

نسلونه: ۳

د وارټېمایر وروڼو، الین او ژراډ، له خپل نیکه میراث تر لاسه کړی. د دوی نیکه په ۱۹۲۰ کلونو کې پاریس کې د موډ ډیزاینر کوکو شېنل په مالي ملاتړ دا شتمني تر لاسه کړې وه. د دوی کورنۍ د شېنل موډ خاوندان دي. سربېره پر دې د سیالۍ اسونه او شراب جوړولو لپاره تاکونه هم لري.

۱۰ ـ د ټامسن کورنۍ