تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
الوتکه چا اختراع کړه؟ دا پر دې تړلې چې له چا پوښتئ
- Author, کامېلا ویراس موټا
- دنده, بيبيسي نیوز برازیل
دا ښايي یوه ساده پوښتنه ښکاره شي: چا الوتکه اختراع کړه؟
خو داسې نه ده. دا په اصل کې د سل کلنې لانجې اصلي ټکی دی.
یوشمېر امریکایان باور لري چې د بایسکل ترمیموونکي او خپله-زده انجنیران اورویل او ویلبر رایټ د الوتنې پلاران دي، چې په ۱۹۰۳ کال کې یې خپله لومړنۍ پرلهپسې الوتنه وکړه.
خو ډېر برازیلیان بیا دا انعام البرتو سانتوس دومونټ ته ورکوي، چې د قهوې د شتمنو تولیدوونکو د کورنۍ وارث و او په ۱۹۰۶ کال کې یې په پاریس کې د نړیوال هوايي فدراسیون لهخوا تایید شوې لومړنۍ الوتنه ترسره کړه.
نو، اوس څوک سم دي؟
سنټوس ډومونټ: د نړۍ لومړنۍ علني الوتنه
د شلمې پېړۍ په پیل کې، لسګونو مخترعانو هڅه کوله داسې یو ماشین جوړ کړي چې د انسان د پخوا راهیسې د الوتنې هیله پوره کړي.
ډېرو یې پاریس ته مخه کړه، هغه ښار چې په هغه وخت کې د یوې کارېدونکي الوتونکي وسیلې د جوړېدو لپاره ښه چاپېریال و. پاریس ښې انجنیري ښوونځي درلودل او دا ښار دومره پانګه درلوده چې د فلزکارۍ، میخانیک، فزیک او کیمیا په څېر برخو کې څېړنو ته مالي ملاتړ برابر کړي.
فرانسوي تاریخپوه، پروفیسور ژان-پیر بلی وایي: "احساس دا و چې دا یواځې د وخت خبره ده."
په هغه وخت کې د الوتنې مینهوالو یوه لړۍ شرایط ټاکلي وو چې د تاریخ لومړنۍ واقعي الوتنه باید دا شرایط پوره کړي، لکه بېمرستې پورته کېدل (یعنې پرته له هر ډول لېږدوونکي آلې لکه کیټاپلټ) او داسې دوامداره الوتنه چې خلک یې له نژدې وویني او ثبت شي.
او دا هر څه سنټوس ډومونټ د ۱۹۰۶ کال د نومبر په ۱۲مه ترسره کړل، کله چې هغه په پاریس کې د ۱۴-بیس په نوم الوتکه کې ۲۲۰ متره د خلکو پر وړاندې والوت.
په بل کال، دغه برازیلي الوتونکي (پیلوټ) یو نوی ماډل وړاندې کړ، چې "دوموازیل" نومېده او دا د نړۍ لومړنۍ سپکه او په پراخه پیمانه تولیدېدونکې الوتکه وه.
د شواهدو وړاندې کول
رایټ وروڼو یوازې په ۱۹۰۸ کال کې ادعا وکړه چې دوی پنځه کاله وړاندې لومړني کسان وو چې الوتنه یې کړې وه.
دې خبرې فرانسویان حیران کړل. ځکه د امریکا او اروپا د الوتنې کلبونو تر منځ د دوامدار لیک تبادلې له امله دوی پوهېدل چې یوه سیالي روانه ده چې څوک لومړی داسې الوتکه جوړه کړي چې وکولای شي له ځمکې پورته شي او یو څه موده په هوا کې پاتې شي. خو اروپایانو له کلونو راهیسې د رایټ وروڼو په اړه څه نه وو اورېدلي.
رایټ وروڼو استدلال کاوه چې دوی د اختراع د ثبت (پېټنټ) منل کېدو ته انتظار وایه او وېره یې لرله چې د دوی نظریات به غلا شي.
خو حقیقت دا دی چې یوازې پنځه کسان ثبت شوي چې د ۱۹۰۳ کال د ډسمبر په ۱۷مه یې د شمالي کارولینا په کېټي هاوک سیمه کې د دوی الوتکه فلایر په هوا کې لیدلې وه. د دې پېښې له محدودو شواهدو یو تیلګرام، څو انځورونه او د اورویل لیکلی ژورنال شامل وو.
هغه ساینسپوهان لکه هنریکې لېنس دی باروس، چې د برازیل د فلکپوهنې او اړوندو علومو د موزیم پخوانی رییس دی، استدلال کوي چې اورویل پخپله په خپل ژورنال کې لیکلي چې باد شاوخوا ۴۰ کیلومتره پر ساعت چلېده - یوه داسې چټکتیا چې کولای شي الوتکه د انجن له مرستې پرته پورته کړي.
البته د رایټ وروڼو ملاتړي له دې سره مخالفت کوي او وايي چې د فلایر الوتکې د پرمختګ نسخې لا له مخکې، یعنې د ۱۹۰۴ او ۱۹۰۵ کلونو تر منځ جوړې شوې وې – مخکې تر دې چې د ۱۴-بیس الوتکه د پاریس پر اسمان وچورلېږي.
"په هغه سهار [۱۷ د ډسمبر ۱۹۰۳] کې دا لومړی ځل و چې د رایټ وروڼو الوتنه دومره ښه ترسره شوه چې دوی پخپله د زړه له تله قانع شول چې دوی د الوتنې ستونزه حل کړې ده"، دا خبره تاریخپوه ټام کراوچ کوي، چې د سمیتهسونیان د ملي هوايي او فضایي موزیم افتخاري څارونکی او د رایټ وروڼو په اړه د څو کتابونو لیکوال دی.
هغه زیاتوي: "دوی لا هم ډېر څه باید اصلاح کړي وای، خو یوه الوتکه یې جوړه کړې وه او دا الوتکه والوتله."
خو دا ټول اصلاحات ښايي په پټه ترسره شوي وي، ځکه تر ۱۹۰۸ پورې، چې دوی د "لومړيتوب" د رسمي پېژندنې لپاره کمپاین پیل کړ، کوم علني ثبوت نه و موجود.
رایټ وروڼو وروسته اروپايي سفر پیل کړ او له ۲۰۰ ډېر ننداریزې الوتنې یې وکړې، په ځانګړي ډول د فرانسې او ایټالیا په څېر هېوادونو کې، چېرې چې دوی ان په یوه الوتنه کې تر ۱۲۴ کیلومتره واټن هم وواهه.
پروفیسر بلی وایي: "اروپایي شاهي شخصیتونو غوښتل چې د الوتکې په څنګ کې له ویلبر سره کښېني. دا یو لوی افتخار ګڼل کېده."
او همدا هغه وخت و چې د فرانسې د الوتنو مخکښ فېردینان فېربېر د رایټ وروڼو ادعا ومنله او ویې ویل چې داسې یوه چلوېدونکې الوتکه نشي کېدای ناڅاپي جوړه شوې وي.
کټاپلټ (لېږدوونکی اله)
په اروپا کې نندارې ته وړاندې شوې د فلایر الوتکو پرمختللې نسخې بیا څرخونه نه لرل او د الوتنې لپاره یې له کټاپلټ (catapult) کار اخیسته. دا موضوع د سختو اختلافاتو یو مهم ټکی شوه.
منتقدین وايي د دغې الوتکې انجن دومره قوي نه و او الوتکه یوازې د کټاپلت په مرسته الوتلې وه، نه د خپل ځواک په واسطه. خو بل لوری استدلال کوي چې کټاپلټ یوازې ځکه کارول شوی و چې رایټ وروڼو غوښتل د هر ډول ځمکې له سطحې الوتنه ممکنه کړي.
خو دلته خبره لا پسې زړهراښکونکې کېږي: سنټوس دومونټ او رایټ وروڼه یوازېني کسان نه وو چې ځانونه یې د الوتنې مخکښان بلل.
ګسټاف وایشکوپف یو جرمنی و چې په امریکا کې اوسېده او ګمان کېږي چې نوموړي په ۱۹۰۱ کال کې الوتنه کړې وه. د نیوزیلنډ یو بل مخترع ریچارډ پیرس هم ویل کېږي چې د ۱۹۰۳ کال په مارچ میاشت کې یې یوه الوتکه وکړه.
ان داسې شواهد هم شته چې جان ګوډمن او د هغه کورنۍ د نړۍ لومړنۍ هغه الوتنه وه چې انسانان پکې سپاره وو - که څه هم دا الوتنه د انجن په واسطه نه وه - چې دا پېښه د سوېلي افریقا د هاویک ښارګوټي په څنډو کې په ۱۸۷۱ کال کې شوې وه. حتی نن ورځې پورې هم د هغه مسافر وړونکي ګلایډر یادګار پاتې دی.
له همدې امله، ځینې د الوتنې متخصصین استدلال کوي چې دا ټوله لانجه چې "الوتکه چا اختراع کړې؟" په اصل کې بېځایه ده.
پال جکسن، چې د Jane's All the World's Aircraft مجلې ۲۵ کاله عمومي مدیر و، استدلال کوي:
"دا داسې نه وه چې یو څوک یوه ورځ سهار له خوبه پاڅېد، یو انځور یې رسم کړ او ویې ویل، 'هو، دا هماغه الوتکه ده چې کار به کوي!' "
دی زیاتوي: "دا د لسګونو یا ان د سلوګونو کسانو یو ګډ کار و، چې هر یو یې په خپل ځای کې هڅه کوله."
د مستحقو کسانو د پېژندلو سمه طریقه یا علم
جکسن باور لري چې د سنټوس دومونټ، وایشکوپف او نورو الوتنې مخکښانو ته باید تر دې ډېر ارزښت ورکړل شي.
د برتانوي هوايي چلند متخصص ادعا کوي.
"خو بیا هم دا هماغه کسان دي چې لوی نومونه او لوړ معاشونه لرونکي وکیلان لري چې په پای کې کریډیټ (شهرت) ترلاسه کوي."
دی زیاتوي:
"تر ټولو خواشینوونکې خبره دا ده که تاسو د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ ډېری اختراعاتو ته وګورئ، معمولاً ناسمو کسانو ته منسوب شوي دي."
هغه د سکاټلنډي ساینسپوه الکساندر ګراهام بېل یادونه کوي، چې ډېری وخت د ټیلیفون مخترع ګڼل کېږي، که څه هم دا خبره اوس له شک سره مخ ده. په حقیقت کې، د امریکا کانګرس په ۲۰۰۲ کال کې ومنله چې که څه هم بېل دا اله ثبت کړې وه، خو اصلي اختراعکوونکی یې یو بېوزله ایټالوي، انتونیو میوچي و، چې له بېل سره په ګډه یې ورکشاپ کې کار کاوه.
مارسیا کومینګز د امریکا د هوايي چلند له مخکښ ګلین هامونډ کرټیس سره خپلوي لري؛ دی هماغه کس چې د رایټ وروڼو لخوا - له ۱۹۰۹ کال څخه پیل - د اختراع د حقونو د سرغړونې په تور محکمې ته کش کړل شو.
نن ورځ کومینګز په یوه بلاګ کار کوي چې د رایټ وروڼو د پېښو له نظره کتنه کوي او نقد پرې کوي.
کومینګز وایي، هغې ته باور پیدا شوی چې رایټ وروڼو په قصدي ډول هڅه وکړه چې خلک لکه کرټیس له تاریخه وباسي.
خو امانډا رایټ لین، چې د اورویل او ویلبر رایټ نژدې لمسۍ ده او د دوی د میراث د ساتنې لپاره کار کوي، دا ادعا ردوي. هغه وایي:
"زه د هغه (اورویل) له شخصیت نه خبره یم او باور نه لرم چې اورویل – [ویلبر خو لا په ۱۹۱۲ کال کې مړ شوی و] – قصداً د چا پر ضد اقدام کړی وي."
هغه زیاتوي:
"خو هغه به خامخا د هغه څه دفاع کړې وای چې ده او ویلبر ترسره کړي وو او د هغوی د کار حقیقت به یې ساتلی وای."