پښتونخوا کې د ګوزڼ دوه نورې پېښې ثبت شوې، پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ مثبتو پېښو شمېر تر ۴۵ ورسېد

له پښتونخوا وروستي رپوټونه وايي چې هلته نن (یکشنبه، نومبر درېیمه) د پولیو یا ګوزڼ دوه نورې پېښې ثبت شوې چې ورسره دغه ایالت کې د ګوزڼ مثبتو پېښو شمېر ۹ ته ورسېد.

د رپوتونو پر بنسټ د پولیو یا ګوزڼ تازه پېښو یو دوه کلن هلک او درې کلنه نجلۍ زیانمن کړي دي.

له دغو پېښو یوه یې د خیبر پښتونخوا درازینده نومې سیمه او بله یې د لکي مروت په پهاړخېل کې ثبت شوې ده.

له دغو دوه نویو پېښو سره پاکستان کې سږ کال تر دې دمه د ګوزڼ له ناروغۍ د اغیزمنو ماشومانو شمېر ۴۵ ته ورسېد، وروستۍ درې پېښې یې پرلپسې پښتونخوا کې ثبت شوي دي.

پښتونخوا له ټولو ۹ پېښو سره درېیم زیانمن ایالت بلل کېږي، له مجموعي نورو پېښو یې ۲۲ بلوچستان، ۱۲ سند اوه یوه یوه پنجاب او پلازمېنه اسلام اباد کې ثبت شوي دي.

پاکستان کې د پولیو یا ګوزن ضد عمومي واکسیناسیون

له پاکستانه د ګوزڼ پېښو د زیاتېدو رپوټ د پولیو ضد واکسین د پیل له عمومي کمپاین سره هم‌مهاله خپرېږي.

په دې هېواد کې د اکتوبر له ۲۸مې تر نن نومبر درېیمې د پولیو یا ګوزڼ پېښو د مخنیوي عمومي واکسینو کمپاین تر سره شو.

پاکستان کې له پولیو سره د مبارزې ادارې ویلي په دغه عمومي کمپاین کې له ۴۰۰ زرو ډېرو کارکوونکو برخه لرله.

دغه بنسټ چې د پولیو د ختمولو او له ګوزڼ د پاک پاکستان شعار ګرځوي وايي د شاوخوا یوې اونۍ په دغې پړاو کې یې کارکوونکي کور په کور او کلي په کلي ګرځېدلي او له پنځو کالو کم عمره ټولو ماشومانو ته یې واکسین ورکړي دي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې د پولیو یا ګوزڼ ضد په سږني عمومي کمپاین کې به له پنځو کالو کم عمره څلوېښت نیم میلیونه ماشومانو ته واکسین رسوي.

څو ورځې وړاندې د اکتوبر پر ۲۴مه د ګوزڼ ضد مبارزې نړیواله ورځ ولمانځل شوه او رپوټونه دا دي چې د نورې نړۍ خلاف افغانستان او پاکستان کې یې دا مهال مثبتې پېښې په ډېرېدو دي.

سږکال تر دې دمه په افغانستان کې د دې ناروغۍ ۲۲ او پاکستان کې ۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې، حال دا چې په تېر ۲۰۲۳ کال دغو دواړو هېوادونو کې د پولیو یوازې ۶ پېښې ثبت شوې وې.