ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې درې ميلیونه افغانان سږ کال بېرته ستنېدونکي دي

د عکس سرچینه، Afghans
د ملګرو ملتونو د کډوالو یوه چارواکي ویلي، تمه ده چې نژدې درې میلیونه افغانان سږ کال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. هغه خبرداری ورکړی چې دا بهیر به د افغانستان پر لا له وړاندې له سخت بشري کړکېچ ځپلي وضعیت خورا ډېر فشار راولي.
ایران وړاندې څلور میلیونه "ناقانونه" افغانانو ته د جولای تر شپږمې وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي او پاکستان هم نوې تګلارې پلي کړې دي.
د افغانستان لپاره د مګرو ملتونو د کډوالو چارو (یواېناېچسيار) استازي عرفات جمال په کابل کې د ویډیويي خبري غونډې پر مهال وویل: "موږ د افغانانو یو غیر منظم، بې حرمته او پراخې کډوالۍ بهیر ګورو، چې دواړو هېوادونو (ایران او پاکستان) پیل کړی. دا وضعیت پر افغانستان ستر فشار اچوي، داسې حال کې چې افغانستان د خپلو وګړو د بېرته ستنېدو هرکلی کوي خو هېڅ ډول چمتووالی نه لري."
نوموړي زیاته کړه، له پاکستان او ایرانه تر اوسه له ۱،۶ میلیونه ډېر افغانان بېرته راستانه شوي، چې ډېر یې له ایرانه دي.
دا شمېر د (یواېناېچسيار) د ۲۰۲۵م کال د ۱،۴ میلیونه اټکل شویو بېرته ستنېدونکو له شمېرې لوړ دی. اوس ملګري ملتونه اټکل کوي چې دا شمېر به درې میلیونو ته ورسېږي.
د اسلامکلا له پولې هره ورځ له ۳۰،۰۰۰ زیات کسان افغانستان ته داخلېږي، یوازې د جولای پر ۴مه ۵۰،۰۰۰ کسان له یادې پولې راوښتي وو.
جمال وايي، ډېری راستانه شوي کسان له سخت سفر، بېکورۍ، وهلو ټکولو او ذهني فشارونو وروسته راځي، داسې چې ستړي، سرګردانه، ځورېدلي او ناهیلي وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتونو د بېړنیو بشري اقداماتو په لړ کې د اوبو او حفظالصحې سیسټمونه، د تغذیې خدمتونه او واکسیني پروګرامونه پیاوړي کړي، چې هره ورځ له ۷،۰۰۰ تر ۱۰،۰۰۰ کسانو ته خدمات وړاندې کړي.
راستنو شويو افغانانو له ایراني چارواکو د نیولو، اجباري ایستلو او فشارونو راپورونه ورکړي دي.
درې ورځې مخکې د کډوالو نړیوال سازمان اعلان کړی و چې تېره یوه میاشت کې نږدې ۴۵۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د کډوالو دا لویه څپه افغانستان چې لا د مخه سختې بېوزلۍ ځپلی، د بېکارۍ کچه پکې لوړه ده او اقلیمي بدلون سره مخ دی بې ثباته کولی شي.
د روان کال حمل میاشتې راهیسي له ۷۰۰ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي چې ډېرې یې په جبري ډول ایستل شوي دي.











