تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګرو ملتونو او څو نړیوالو ادارو د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو تړون کړی
ملګرو ملتونو او څو سترو نړیوالو ادارو هرات کې د زلزلو د ورانیو ارزونې او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو ژمنه کړې.
ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او اسیایي پرمختيايي بانک په ګډه یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به يې د زلزلې ورانۍ ارزول کېږي او د بیا رغېدنې له بهیر سره به مرستې کوي.
که څه هم هرات ته تازه د قزاقستان د خوارکي او نورو اړینو توکو مرسته رسېدلې، خو هلته د دوو اونیو له تېرېدو سره سره ګڼ خلک د بې کورۍ یا د نورو زلزلو له وېرې په سړه هوا کې بهر شپې سبا کوي.
فعالانو او عيني کتونکو بيبيسي سره خبرو کې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه په دې زلزلو کې تر نارینه ښځو ته د ډېرو زیانونو اوښتو لامل بللي.
ملګرو ملتونو هم تاييد کړې چې د دغو زلزلو له ۹۰ سلنه ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.
تازه د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او اسیایي پرمختيايي بانک استازو د یوه ګډ تړون په لاسلیکولو سره ژمنه کړې چې خلکو ته به د روغتیا، زدکړو، سرپناه، کرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې د اوښتي زیان کچه معلوموي او مرسته به ورسره کوي چې بېرته پر پښو ودرېږي.
د هرات پر لومړۍ مرګونې زلزلې د دوو اونیو له تېرېدو سره سره هلته خلک په دوامداره وېره کې دي.
دوی د دې ترڅنګ چې په سړه هوا کې بې کوره دي، خوراک، څښاک او روغتيايي خدماتو ته هم بېړنۍ اړتیا لري.
سیمې ته ځینو تللو فعالانو بي بي سي ته ویلي د لومړنیو مرستو پر مهال یې پام شوی چې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه هلته د دې لامل شوي چې تر نارینه وو د ښځو تلفات ډېر شي.
دوی د طالبانو ځینې وسله وال تورن کړي چې زیانمنو شوې سیمې ته یې په لومړیو دوو دریو ورځو کې د ښځینه مرستندویانو د ورتګ مخه نیولې.
خو د طالبانو حکومت ورته محدودیتونه د ځايي خلکو د دود برخه بللې او ويلي یې دي ښځو ته د نارینهو پرتله ډېره مرګژوبلې هم ځکه اوښتې چې له کوره نه وځي.
ملګرو ملتونو هم ویلي چې د دغو زلزلو له نوي سلنې ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.
ډاکټران او مرستندویان وايي، د هرات زلزله ځپلو سیمو کې ښځې جدي روغتیايي مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هلته د مرستو د وېش خبر ورکړی او د نورو مرستو لپاره يې پر نړیوالو هم غږ کړی.
پر ملګرو ملتونو سربیره یو شمېر هېوادونو هلته مرستې استولې.
تازه قزاقستان له اوولس نیم سوه ټنه د ډېرو خوراکي او نور توکو مرسته کړې چې اوړه، غوړي، وریجې، کمپلې او چپرکټونه پکې شامل دي.
قزاقستان له دې مخکې هم د مرستو په لړ کې يو ۴۵ کسیز ټیم هرات ته له اغېزمنو شوو وګړو سره مرستې لپاره استولی.
په هرات کې د اکتوبر میاشتې د اوومې، یوولسمې او پنځلسمې زلزلو له ۱۵۰۰ ډېر کسان ووژل او له دوه زره ډېر نور یې ټپيان کړل.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د دغو زلزلو له کبله د هرات په اتو ولسوالیو کې له ۶۶ زره ډېر کسان چې ۱۲۱۰۰ کورنۍ کېږي په مستقیم ډول اغېزمن شوي.
هغوی چې ژوندي پاتې دي په سړه هوا کې په خېمو کې اوسي او اوبو، درملو، خوړو او سمې سرپناه ته سخت اړ دي.
د دوی ډېری يې داسې دي چې هرڅه یې له لاسه ورکړي.