تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عراق کرکوک کې "بې پایه اور" چې له زرګونو کلونو راهیسې لمبې وهي
د عراق کرکوک کې د احمد مجدي وېډیو چې ځان کیمیسټ بولي، یوځل بیا د (ازلي اور) [بې پایه] په اړه بحثونه راپارولي.
دی وايي: "د عراق کرکوک کې دا ازلي اور له ۴۰۰۰ کلونو راهیسې بل دی".
د نوموړي دا وېډیو میلیونونه ځله کتل شوې ده.
مجدي دا وېډیو په دې خبره پیلوي چې په کروک کې د بابا کرکر په نامه کرونده کې د ځمکې پر سر د نړۍ یو له ناشنا عجایبو سره ولاړ دی (ازلي اور)- بیا د خپلې کامرې سترګۍ د اور هغو لمبو ته مخامخ نیسي چې له ځمکې راوځي.
"کیمیاوي" زیاتوي دا اور "له ۴۰۰۰ کلونو راهیسې بل دی"، دی تورې ایرې په یوه لرګي لیرې کوي او د اور لمبې ترې راپورته شي.
ددې اور راز څه دی؟
احمد مجدي وايي، ددغه اور د لمبو په اړه دوه روایتونه دي.
لومړی دا چې "انسانان اور ته ورنژدې شوي او تر اوسه همداسې بل پاتې دی"، دویم دا چې "دا اور د انسان له مداخلې پرته د تالندې له کبله د یو راغلي توپان پایله کې چې ځمکه یې اغېزمنه کړې ده بل شوی دی".
که څه هم هېڅوک ددغه اور د بلېدو په لامل نه پوهېږي، خو داسې فرضیې شته چې ګنې دا پدیده تفسیرولی شي.
"نه ګلېدونکی اور"
د اور دا لمبې په "ازلي اور" مشهورې دي، چې د کرکوک په کروندو کې یا بابا کرکر (چې په کردي ژبه یې د اور پلار معنا ده) راوځي.
دا اور د تېلو د یوه ځای سره نژدې د ځمکې له خېټې د خواره شوي ګاز د بلېدو په پایله کې راوځي.
ددې اور تاریخ تر میلاد ډېر وړاندې لرغونو پېړیو ته رسېږي، چې د تاریخي روایتونو پربنسټ، له ۵۵۰ قبل المیلاد راهیسې دا اور پخپل سر بل شوی او تر نن ورځې لمبې وهي.
دغه اور د باران، واورې او باد پرمهال هم نه ګلېږي، نو ځکه (ازلي اور) یا "بې پایه" اور نوم ورکړل شوی.
د مېږو د تودولو اور
سرچینې وايي، پوونده او شپنو به د هوا په سړېدو سره دغې سیمې ته په ژمي کې د خپلو مېږو د تودولو لپاره ځانونه رسول.
په دې سیمه کې د کبریټیډ هایدروجن په نامه غاز شته چې هلته سیمه کې د (خوسا هګۍ) بوی ټول ځای په سر اخیستی.
وايي هرڅوک چې ورځي باید داسې لوري ته ځان برابر کړي چې د لګېدونکي باد په مټ د زهرجن ګاز له تېرولو ډډه وکړي.
د کرکوک د تېلو دا سیمه په عراق کې تر ټولو پخوانۍ تېل لرونکې منطقه ده او په سعودي کې د الغوار د تېلو له سیمې وروسته په نړۍ کې دویمه لویه تېل لرونکې سیمه ده.