تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ليبيا د پوځ مشر په ترکيه کې د الوتکې نسکورېدو له کبله مړ شوی
د لیبیا لومړي وزير اعلان کړی چې د هېواد د پوځ مشر یې په ترکیه کې د الوتکې غورځېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
جنرال محمد علي احمد حداد او څلور نور کسان په يوه فالکون ۵۰ الوتکه کې سپاره وو چې د سې شنبې په ماښام د ترکیې له پلازمینې انقرې څخه هوا ته پورته شوې وه.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا پر ټولنیزه رسنۍ اېکس یوه پوسټ کې ليکلي چې له سوداګریزې الوتکې سره اړيکه او سېګنالونه د انقرې له هوایی ډګر څخه له الوتنې شاوخوا ۴۲ دقیقې وروسته پرې شوې وو.
دغه الوتکه چې طرابلس ته روانه وه، د اړیکې له پرې کېدو دمخه یې د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې وه.
د الوتکې ټوټې د انقرې په جنوب لوېدیځ کې موندل شوې او د غورځېدو د لامل په اړه یې پلټنې روانې دي.
پر ټولنیزه رسنۍ اېکس یوه بل پوسټ کې، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر لیکلي چې پولیسو د الوتکې پاتې شوني د انقرې په ۷۰ کیلومترۍ کې د هیمانا په سیمه کې موندلي دي.
ده ويلي چې "د وروستيو پرمختګونو په اړه به خلکو ته معلومات ورکړل شي."
په لیبیا کې، د ملي یووالي حکومت لومړي وزیر عبدالحمید دبیبه ويلي چې د جنرال حداد او په الوتکه کې د نورو سپرو لوړ پوړو لیبیايي پوځي چارواکو د مړینې خبر یې ترلاسه کړی دی.
د لیبیا لومړي وزیر دا پېښه د دغه هېواد لپاره "ستره ضایعه" بللې او زياته کړې یې ده چې لیبیا "هغه کسان له لاسه ورکړل چې خپل هېواد ته یې په اخلاص او قربانۍ سره خدمت کړی دی."
د لیبیا د لومړي وزیر د بیان له مخې، د دغه هېواد د پوځ مشر سربېره، د پليو ځواکونو قومندان، د پوځي تولیداتو د څانګې رئیس، د لوی درستیز سلاکار او د الوتکې دری کارکوونکي په پېښه کې وژل شوي دي.
جنرال حداد او د هغه ډله د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي او امنیتي همکاریو د لا پیاوړتیا په موخه د خبرو اترو لپاره ترکیې ته تللي وو.
ترکيه له ۲۰۱۹ کال راهيسې په لیبیا کې په زیاتېدونکي توګه مهم رول لري، او له دې هېواد سره یې نژدې سیاسي، پوځي او اقتصادي اړیکې ټینګې کړې دي.
دا پیښه یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې د ترکیې پارلمان پرېکړه وکړه چې په لیبیا کې د ترکي سرتېرو ماموریت د دوو نورو کلونو لپاره وغځوي.
د لیبیا حکومت له پیښې وروسته دری ورځنی ملي وير اعلان کړی، چې په ترڅ کې به یې بیرغونه په ټولو دولتي ادارو کې نیمه ځوړند وي او د الوتکې د غورځېدو د قربانیانو په غم کې به ټول رسمي مراسم وځنډول شي.
عبدالحميد دبیبه همدارنګه امر کړی چې یو رسمي پلاوی به انقرې ته واستول شي ترڅو د پېښې شرایط وڅېړي او د ترکي چارواکو سره مستقیمه همغږي وکړي.