له انسانانو سره د سپیو مینه

د عکس سرچینه، Getty Images
شاید ځینو ته د منلو وړ نه وي، خو د چیواوا نومي سپیو په ګډون ټول سپي د لېوانو له نسله دي.
د دوی لرغوني نیکونه اوس له منځه تللي او یوازېني ژوندي نږدې خپلوان یې خړ رنګه لېوان دي. هغه ښکاري ژوي چې لا هم په پراخ ډول ځنګلونو کې ګرځي.
نو لېوانو کله موږ ته نږدې سیمو کې ژوند پیل کړ او ولې د نړۍ په لر او بر کې سپي دومره مینه وال لري؟
موږ څنګه دې پړاو ته ورسېدو؟
ویل کېږي چې سپي لومړني داسې ژوي دي چې انسانانو په کورني ژویو بدل کړي او اوس ورسره ژوند کوي.
په ۲۰۱۷ کال کې د یوه لرغوني سپي د ډي اېن اې (DNA) په یوه څېړنه کې موندل شوي چې کېدی شي سپي د لېوانو له داسې یوه نسله وي، چې نږدې ۲۰۰۰ یا ۴۰۰۰ کاله مخکې د اروپا په یوه سیمه کې اوسېدل.
تر دې مخکې داسې انګېرنه وه چې سپي د لېوانو له دوو داسې بېلو ډلو رامنځته شوي چې له یو بله زرګونه کیلومتره لېرې اوسېدل.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا چې لومړني سپي څنګه له لېوانو په کورنیو ژویو بدل شول، یوه داسې توده موضوع ده چې لا هم پرې څېړنې روانې دي او په اړه یې ګڼې نظریې شته.
د بېلګې په توګه، یوه مشهوره نظریه دا ده چې ویل کېږي انسانانو د وخت په تېرېدو د لېوانو بچیان نیول او د هغوی روزنه یې پیل کړه، په ځانګړي ډول هغه نسل چې یو څه ارام و. دوی غوښتل ښکار کې ورسره مرسته وکړي.
بله مهمه مشهوره نظریه بیا وايي، لېوانو خپله ځانونه په کورنیو ژویو بدل کړل.
هغه لېوان چې ډېر به نه وېرېدل نو انسانانو ته ورنږدې شول چې غوښتل یې د خوړو پاتې شوني یې ومومي، چې بیا د وخت په تېرېدو سره انسانانو ته هم دا اړیکه ګټوره ښکاره شوه.
دوی کې بیا هغه زړور لېوان چې ډېر نه وېرېدل ژوندي پاتې شول او نور نسل یې تولید کړ او د وخت په تېرېدو سره یې دا زده کړل چې څنګه کورني شي.
ګریګر لارسن چې د اکسفورډ پوهنتون جینپوه او د نسل ارتقا پروفیسور دی وایي، دا هر څه هغه وخت په طبیعي ډول پېښ شول کله چې موږ پوه شولو چې له یو بل سره مرسته کولی شو.
پروفیسور لارسن وايي: "که موږ ووایو چې موږ لېوان په کورنیو ژویو بدل کړي دا داسې معنا ورکوي لکه چې موږ په لوی لاس دا کار کړی وي، خو زموږ د ژوند په نورو اړیکو کې داسې څه نه ترسترګو کېږي. نو که موږ دا تړاو ورکوو داسې ښکاري لکه مو چې پوهېدو څه کوو، پلان مو ورته درلود او په اړه یې معلومات مو هم درلودل."
هغه زیاتوي، په پيل کې دلته دوه اړخیزې ګټې وې، د بېلګې په توګه، ښه ښکار کول. هغه وايي: "زما په اند موږ ترې دا ګټه واخېسته چې کله لېوانو موږ د ځان په څېر وګڼلو نو زموږ د ساتونکو په څېر یې چلند کاوه او زموږ ساتنه یې کوله او د لېوانو له نظره به یې ښايي ګټه دا وه چې دوی ته په منظم ډول خواړه رسېدل."

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د زرګونو کلونو په اوږدو کې، انسانانو د ځانګړو موخو لپاره د سپیو روزل پیل کړل، د بېلګې په توګه د ښکار یا څارویو ساتنې لپاره.
له هغه وخته چې دوی د انسانانو د سمڅو ساتنه کوله اوس یې دندې د پام وړ بدلې شوي. اوس دوی د لارښوونې په برخه کې کار کوي او دا چې په هوايي ډګرونو کې هم مشکوکې کڅوړې بوی کوي او پېژني یې.
د ساینسپوه جان براډشا په وینا، په طبیعي غوراوي کې دغه انساني لاسوهنه د دې لامل شوه چې اوس د ځمکې پر سر د سپیو سلګونه بېلابېل ډولونه شته.
د تاریخ په اوږدو کې بیا د سپيو دنده له انسانانو سره له مرستې د هغوی د کورنۍ د غړي په څېر پر اوسېدو بدله شوه.
په ۲۰۲۰ کال کې، د بریتانیا د نیوکاسل پوهنتون په یوه څېړنه کې دا راغلې چې له ۱۸۸۱ کال راهیسې د ژویو په اړه زموږ ذهنیت ډېر بدل شوی. معنا هغه وخت چې په لومړي ځل د ژویو یوه عامه هدیره پرانیستل شوه. د دې څېړنې له مخې، د وېکټوریا په دوره کې د کورنیو ژویو د قبرونو پر سر سپي د ملګرو یا دوستانو په توګه یاد شوي وو او له خښېدو وروسته یې بیا د کورنۍ غړو په توګه درناوی وشو.
د دې څېړنې له مخې، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ژویو ته د کورنۍ غړو په توګه د کتل کېدلو چاره لا زیاته شوه.
دې څېړنې دا هم څرګنده کړې چې د شلمې پېړۍ تر منځنۍ دورې وروسته د ژویو د اخرت په اړه هم د ځینو خلکو باور لا ډېر شوی دی .

د عکس سرچینه، Getty Images
سپیو سره ډېره مینه کوئ؟
د کارنیل پوهنتون د وترنري یا ژویو علومو پوهنتون له مخې، د سپیو بچیانو لپاره تر ټولو مناسب وخت چې له خپلې مور او کورنۍ سره پاتې شي د ۸ تر ۱۲ اوونیو ده. ځکه دا د هغوی د ټولنیزو عادتونو زده کولو او ودې لپاره یو مهم پړاو دی.
په ورته وخت کې، په ۲۰۱۸ کال کې د اریزونا ایالتي پوهنتون یوه څېړنه ښيي چې سپي له همدې وخته د خپل ژوند تر ټولو مینه ناک او په زړه پورې پړاو ته رسېږي.
پروفیسور لارسن وايي: "دا د سپیو لپاره ډېره حساسه دوره ده ځکه دغه موده کې سپي ډېر زیانمنونکي وي چې مور یې پرېږدي او دوی بیا نشي کولی په یوازې سر ژوند وکړي، همدغه وخت کې بیا د انسانانو لپاره ډېر په زړه پورې کېږي چې کېدی شي خپل کور ته یې یوسي او خواړه ورکړي."
سربېره پر دې، د ۲۰۱۹ کال یوې څېړنې ښودلې چې د سپیو د سترګو په شاوخوا کې داسې یو څه شته چې په مرسته یې دوی انسانانو ته داسې عملونه کوي چې د انسانانو د خوښۍ لامل ګرځي. څېړنې ښيي د سپیو ځیني حرکتونه د دوی او د انسانانو ترمنځ د اړیکو په جوړولو کې مرسته کړې.
سایسنپوه براډشا وايي: "کله چې سپي پر دې پوه شي چې انسانان ورسره ملګري کېدی شي نو دوی داسې احساس کوي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ورته تر ټول غوره موکه دا ده چې ځان له انسانانو سره نږدې کړي."
ګڼ شمېر خلک پر دې باور دي چې سپي هم له انسانانو سره مینه کوي او اوس سایسنپوهانو داسې شواهد موندلي چې ښيي په رښتیا له سپیو سره د انسانانو مینه د دوی د ډېرو حرکتونو له کبله کېږي.
ګریګوري برنز چې عصبپوه او په اېموري پوهنتون کې د ارواه پوهنې پروفیسور دی، د انسانانو او سپیو پر اړیکې څېړنې کوي. ده داسې سپي روزلي چې د فعال مقناطیسي انعکاسي عکس اخیستنې (fMRI) پر مهال په ارامه کېني چې ماغزه یې وڅېړل شي. د ده څېړنې موندلې چې د سپیو د مغز هغه برخه چې له مثبتو تمو سره تړاو لري هغه وخت ډېر فعالیت کوي چې د انسان بوی احساس کړي یا د خپل څښتن د بدن بوی احساس کړي.
نو ښايي موږ و نه شو کولی دوی سره خپله مینه کمه کړو او ښايي دا احساس دوه اړخیزه هم وي.











