سپۍ د سړي ژوند څنګه وژغوره؟

د عکس سرچینه، British Heart Foundation
- Author, سارا ګرفين
- دنده, بي بي سي ايرلنډ
کله چې تېر کال په نیمه شپه کې د سپۍ غپلو سره هانا کوک راویښه شوه، ویې لیدل چې مېړه یې تر څنګ په عجیب ډول ساه اخلي، مخکې له دې چې په بشپړ ډول یې ساه بنده شي، هغې ورمنډه کړه.
هانا له ويښېدو وروسته، تر هغه وخته چې امبولانس ور ورسېده، د ادم لپاره یې د زړه ژوندي ساتلو تمرین (CPR) ترسره کړ او په دې سره یې د هغه ژوند وژغوره.
هانا او مېړه یې، چې د شمالي ایرلنډ په فیرمانا سیمه کې ژوند کوي، ډاډه دي چې د دوی څلور کلن سپي بولي د ادم د زړه له درېدو وروسته د هغه ژوند وژغوره.
تمه ده بولي، چې د ګولډن ریټریور له نسله دی، په لندن کې د "د زړه بیا ژوندي کولو اتلې" په توګه وستایل شي.
هانا، چې په ټولنیزو خدماتو ادارو کې کار کوي، وویل چې شپه "عادي" وه مخکې له دې چې بولي یې د ګرینویچ پر وخت شاوخوا یوه بجه د خپلې غپا په وسیله راویښه کړي.
دغې ۳۳ کلنې مېرمن وویل چې په لومړي سر کې یې فکر کاوه، ادم خپسۍ نیولی دی، خو وروسته یې ساه بنده شوه.
هغې زیاته کړه: "ما د ناروغانو او زړو خلکو په پالنه کې کار کړی، او زه ان د ژوند په وروستیو شیبو کې له ځینو خلکو سره وم، نو زه د ساه اخیستنې هغه ډول پیژنم چې د ژوند په پای کې وي."
هغې ویل: "څوک چې دا یو ځل واوري، هیڅکله یې نه هېروي."
هانا زیاته کړه: "خو ادم په کلکه مقاومت کاوه چې بېرته بیدار شي. بیا هم ما فکر کاوه چې سړی لاړ او کار یې خلاص شو، هغه به بېرته رانه شي."
د طبي کارکوونکو له لوري کله چې هغه له کوره روغتون ته لېږدول کېده.د ادم د بیا پر حال کولو لپاره اوه ځله ډیفبریلېټر وکارول شو.
هغه شپږ ورځې وروسته په روغتون کې پر هوښ شو.
ادم، چې منډې وهل یې خوښېږي، په ۳۷ کلنۍ کې د زړه د درېدو له امله ناروغه شو.
وروسته معلومه شوه چې هغه د زړه د عضلاتو په پراخېدو ناروغۍ اخته دی، او د زړه ټکان تنظیموونکي/ډیفبریلېټر وسیله ورته لګول شوې. دا هغه وسیله ده چې د زړه د ټکانونو د ګډوډۍ سمولو لپاره کولی شي برېښنایي ټکان ورکړي.
په روغتون کې د څو اونیو رغېدو وروسته، ادم او بولي یو ځل بیا سره ولیدل.
یوه احساساتي شېبه

د عکس سرچینه، British Heart Foundation
ادم وویل: "بولي یې د کورنۍ یوه غړې ده، نو کله چې زه پوه شوم چې هغې زما د حال بدلون کې دومره لویه ونډه اخیستې، حیران شوم." هغه زیاته کړه: "زه یې نه پټوم، ما وژړل. زه ژړېدم، او زه فکر کوم هغې هم ژړل."
"هغې ژړل ځکه زه فکر کوم هغې فکر کاوه: ای خدایه، دا بېرته کور ته راغلی. ما فکر نه کاوه چې ته به بېرته راشې،" او ادامه یې ورکړه: "دا یو احساساتي شیبه وه."
هانا وویل: "د زړه د درېدو په حالت کې، هرڅه چې ما له هغه وخته راهیسې زده کړي، دا تاییدوي چې هرڅه په ثانیو کې پېښیږي، او بولي دا ثانیې ما ته راکړې."
هغې زیاته کړه: "بولي له ادم سره ډېره اشنا وه. وروسته له دې چې وغپېده، په بشپړ ډول چوپه شوه. او زه فکر کوم بولي مخکې له دې چې څه پېښ شي پوهېدله چې څه یو څه روان دي. زه فکر کوم ادم په هغه شیبه کې چې هغې وغپېده د زړه درېدل پیل کړل."
هغې وویل: "زه ډېره مینه ورسره لرم. دا په نړۍ کې ترټولو غوره سپۍ ده. موږ کوم غیر معمولي کار ونه کړ، خو موږ په ګډه دا کار وکړ."
آدم خپله مېرمن، او سپۍ بولي، د برتانیې د زړه بنسټ له لوري رابلل شوي "د زړه د اتلانو" کلنیو جایزو لپاره نومولې وه.
بولي ونه شو کړای چې په دې مراسمو کې د ګډون لپاره لندن ته سفر وکړي، او د زړه بیا ژوندي کولو مډال یې په خپل ځای کې ترلاسه کړ.
د بریتانیې د زړه بنسټ یوې ګال مکني وویل، هغه هیله لري چې د کوک کورنۍ کیسه به نور خلک د زړه بیدارولو زده کړې ته وهڅوي.

د عکس سرچینه، Louise Glazebrook
هغه وویل: "په کال کې په بریتانیا کې له روغتونونو بهر ۴۰،۰۰۰ د زړه د درېدو پېښې کیږي چې یوازې له لسو یو یې ژوندي پاتې کیږي."
هغه زیاته کړه: "هره دقیقه چې د زړه له درېدو وروسته تېریږي، د ژوندي پاتې کیدو چانس تر ۱۰ سلنې پورې راکموي، دا یوه مهمه موده ده، نو د هغو خلکو شمیر زیاتول چې په خپله وړتیا باور لري مرسته کولی شي، ژوند به وژغوري."
ادم وویل چې د هغه ژوند یې د مېرمنې او سپۍ پوروړی دی.
هغه زیاته کړه: "دوی اتلان دي. که دوی نه وای، زه به دلته نه وم."
د سپي د چلند او روزنې کارپوه، لوییس ګلازبروک، وویل چې د سپي څښتنان ښايي د خپلو حیواناتو په وړتیاوو کم باور ولري.
هغې زیاته کړه: "سپي په پرلپسې توګه زموږ نښې اخلي، او موږ د انسانانو په توګه یا یې نه پوهیږو یا یې نه وینو چې دوی دا کار کوي."
هغې زیاته کړه: "سپي شاوخوا ۲۲۰ میلیونه د بویولو حسونه لري، او موږ شاوخوا پنځه میلیونه لرو، له همدې امله موږ د سپو د روزنې پروګرامونه لرو چې په حیرانتیا د ناروغیو په کشف کې مرسته وکړي."
هغې زیاته کړه: "خو هغه څه چې دلته پېښ شول په ریښتیا حیرانوونکي دي. بولي وتوانیدله چې یو ژوند وژغوري او لاره یې په بشپړ ډول بدله کړي."
نو بولي څنګه پر دې ټولو پام ساتي؟
آدم وویل: "هغه مینه ورسره لري، او له لومړۍ ورځې یې ورسره مینه درلوده."
هغه زیاته کړه: "هغه ځان په لومړي مقام کې وینی، که څه هم موږ یو ماشوم لرو، او د بل ماشوم تمه لرو."
هانا زیاته کړه چې بولي "په کور کې دوی مشره ده."








