ولې زېبرا، پانډا او ځینې نور ژوي تور او سپین رنګ لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
رنګه مرغان، طاووس، یو ډول چونګښې (ډرت فراکس) او ماهیان، بېلابېل رنګونه لري او همدا ده چې د ژویو نړۍ له رنګونو ډکه ده.
خو ځینې ژوي د یوې بلې ځانګړتیا له امله د نورو پام خپلوي، هغه دا چې د هغوی په پوست کې د رنګ بشپړ نشتوالی دی.
تور او سپین ژوي د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې موندل کېږي، د چین له ځنګلونو نیولې د افریقا تر څړځایونو پورې.
که څه هم د هغوی رنګونه یو شان ښکاري، خو د دې تر شا ډېر بېلابېل دلیلونه شته.
د حشراتو ضد مواد

د عکس سرچینه، Getty Images
د انګلستان د بریسټول پوهنتون څېړنو موندلې چې د زېبرا د بدن تورې او سپینې کرښې ښايي د مچانو او نورو حشراتو د چیچلو مخه ونیسي. ډاکټر مارټن هاو چې د لید یا بصري چاپېریال برخې استاد دی او د څېړنې لیکوال هم دی، وايي:
"هیڅ داسې منطقي او څرګند دلیل نه ښکاري چې ولې زېبرا دومره څرګندې کرښې لري. دا خو ښکاره ده چې نه غواړي د کرښو په شالید کې پټ شي... د دې کرښو دندې تل ما ته په زړه پورې وې."
اسي مچۍ (یو ډول مچان دي چې له ژویو وینه زبېښي) د وینې د څښلو لپاره پر ژویو برید کوي او څېړونکو فکر کاوه چې دا خبره ښايي د زېبرا د پوستکي د رنګ د راز په پوهېدو کې مرسته وکړي.
ډاکټر هاو وايي:
"مچان عموماً د بوی له لارې خپل هدف مومي خو د اسي مچۍ ډېر په لید (vision) تکیه کوي."
څېړونکو دا نظریه وړاندې کړه چې د زېبرا تورې او سپینې کرښې په یو ډول د دې سبب کېږي چې اسي مچۍ یې ونه چیچي.
د دې د معلومولو لپاره، هغوی د اسي مچیو د الوت مسیر وڅاره، ځېنې اسونه یې په خړو کمپلو کې پټ کړل او ځېنې یې د زېبرا په څېر تورې او سپینې کرښو لرونکو کمپلو باندې پټ کړل.
وروسته یې د دواړو ډلو ترمنځ د مچیو چلند پرتله کړ.

د عکس سرچینه، Gamma-Rapho via Getty Images
ډاکټر هاو وویل، اسي مچۍ به پر هغو اسونو کیناستې چې خړې کميلې یې اغوستې وې.
خو کله چې یې پر اسونو د زېبرا د کرښو په څېر جوړې شوې کمپلې واغوستې، مچۍ به ناڅاپه د خپل الوت لوری بدل کړ او د اس پر ځای به یوې بلې خوا ته والوتې.
ډاکټر هاو وویل: "ته ګورې چې مچۍ پخپله پرېکړه کوي، راځي، بیا یو دم وايي 'صبر وکړه، دا خو هغه شی نه دی چې زه یې غواړم!' او مخ ته الوزي."
هغه زیاته کړه چې دوی له بېلابېلو بڼو او نقشو لرونکو کمپلو سره ورته ازموینې وکړې.
"پایله دا وه چې نږدې هر تور او سپین نقش چې مو وکاراوه، تر هغه چې د زېبرا د کرښو د اندازې په شان و، د مچیو د مخنیوي لپاره ډېر اغېزمن و."
ډاکټر هاو وویل، د مچیو د سترګو لید ډېر خراب دقت لري، او ښايي همدا د دوی د ګډوډۍ سبب وي.
هغه وویل: "کله چې مچۍ له لېرې راځي، یوازې یو خړ شکل ویني. خو کله چې شاوخوا دوه متره نږدې شي، د سترګو د لید وړتیا دومره لوړېږي چې تور او سپین نقش وپېژني."
"نو د دوی په سترګو کې هغه خړ شی ناڅاپه د نقش لرونکي شي بڼه اخلي او زه فکر کوم همدا خبره مچۍ مغشوشوي."
پټېدنه
که څه هم تور او سپین رنګ زېبرا ته د پټېدنې په برخه کې چندان مرسته نه کوي خو د نورو حیواناتو لپاره ګټور تمامېږي. لکه پانډا چې د هغه پوست پوښ ښايي له خطرناکو ښکارچیانو لکه پړانګ، چیتا او له ښکاري سپي د پټېدنې وسیله وي.
د ژویو د رنګونو متخصص، د بریسټول پوهنتون استاد ټِم کارو وايي:
"د چین لوېدیځو ځنګلونو کې د کال په ځانګړو وختونو کې د واورې، ډبرو او د ونو د سټو تر منځ تور او سپین ځایونه ډېر لیدل کېږي."
هغه زیاتوي: "کله چې یو ورو خوځېدونکی ژوی لکه لوی پانډا له ۵۰ یا ۱۰۰ مترو واټن څخه وکتل شي، نو دا ډېر سخته ده چې یو څوک وپوهېږي دا یو حیوان دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
کارپوهان وايي، پټېدنه ښايي د جېنټو پينګوین د رنګ اصلي لامل هم وي، دا هغه ډول مارغه دی چې شا او وزرونه یې تور دي، خو نس یې سپین رنګ لري.
ډاکټر هانا رولنډ، چې د بریتانیا د لیورپول پوهنتون د ارتقا، چاپېریال او چلند څانګې مرستیاله استاده ده، وايي:
"کله چې دغه ژوي له لاندې خوا وکتل شي، د هغوی سپین نسونه د روښانه اسمان له رنګ سره ګډېږي."
هغې زیاته کړه:
"او کله چې له پورته څخه د تیاره شالید پر وړاندې وکتل شي، په ځانګړې توګه په اوبو کې نو هغوی له تیاره شالید سره یو ځای ښکاري."
خبرتیا

د عکس سرچینه، Getty Images
یو بل دلیل چې ځینې ژوي تور او سپین وي، ښايي هماغه لامل وي چې د زهري کوچني ښاپېرکونو ( ځانګړې چونګښې) رنګونه روښانه دي، دوی همدا رنګونه د خبرداري د نښې په توګه کاروي او ځان پرې ساتي.
د پروفیسور کارو په وینا، سکنکونه (پورته تصویر کې یې لېدلی شئ) کولی شي په خپل شا باندې یو ډول ځانګړي مواد وڅاڅوي چې نه یوازې خورا بد بوی لري، بلکې خطرناک هم دي.
هغه وايي: "سکنک ښکارچیانو ته وايي: 'ګوره، زه تور او سپین یم، ته نه غواړې چې پر ما برید وکړې، ځکه زه ډېر خطرناک یم."
پروفیسور کارو زیاتوي، دا نظریه د دې حقیقت له مخې هم تایید شوې چې دوی په هغو سیمو کې چې ډېر ښکارچیان وي، په څرګنده اوسېږي.
ټولنیزې نښې
د پروفیسور کارو په وینا، تورې او سپینې نښې کولی شي نورو حیواناتو ته د پیغام رسولو یوه لاره وي او دا ډول ژوي وهڅوي چې یووالی ولري.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه ژوي خپله خړه رنګ لري خو د لکۍ رنګ یې تور او سپین دی چې د تګ پر مهال یې هوا ته پورته کوي.
هغه وویل:
"زموږ شک دا دی چې کله دوی دا لکۍ په عمودي ډول پورته کوي او د ډلې په توګه حرکت کوي، نو ښايي دا د دې لپاره وي چې ووایي: 'زه دلته یم، مهرباني وکړئ ما پسې راشئ.'"
هغه زیاته کړه، په طبیعت کې نور مثالونه هم شته، لکه د پړانګانو د غوږونو شاته سپین ټکي.
هغه وویل: "د تي لرونکو ژویو په منځ کې د دغو نښو یوه لږه برخه ښايي د ډلې له یووالي سره تړاو ولري."
دغه موضوع لا بشپړه روښانه نه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډاکټرې رولنډ په وینا، د جېنټو پينګوین په مثال کې، د پټېدنې ترڅنګ، د دوی د شا تورې وړۍ د مېلانین په نامه رنګ لرونکي موادو ډکې دي چې د چاپېریال له اغېزو د وړیو ساتنه کوي.
بیلابیل رنګونه کولی شي د دوی د بدن د حرارت په تنظیم کې هم مرسته وکړي.
هغې وویل: "تورې سطحې ډېر ژر ګرمېږي او د سپینو پرتله ډېره تودوخه جذبوي."
"پينګوینان ډېری وخت د لمر پر وړاندې شا ور اړوي، یا نس رڼا ته برابروي. دا هغه وخت چې تودوخه ډېره وي."
خو حقیقت دا دی چې موږ په بشپړ ډول نه پوهېږو.
ډاکټرې رولنډ وویل: "ډېری وخت د دې دلیلونه ډېر پېچلي وي."
دا راپور د BBC World Service د CrowdScience یوې خپرونې پر بنسټ دی.








