د انسانانو او بیزوګانو په چلن کې ورته والی معلومونکې ساینسپوهه جین ګودال ومړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د حیواناتو د حقونو فعاله او په ځانګړې توګه د بیزوګانو په اړه نړیواله ماهره ډاکتره جین ګودال د ۹۱ کالو په عمر مړه شوه. د جین ګودال انسټیټوټ په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي، چې ډاکتره ګودان د امریکا کلیفورنیا ایالت ته د یوه سفر په ترڅ کې په طبیعي مرګ ومړه.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د نوموړې موندنو په ساینسي نړۍ کې یو انقلاب رامنځته کړ او دې زموږ د طبیعي چاپېریال ساتنې او پراختیا لپاره رغنده هلې ځلې وکړې.
ډاکتره ګودال په ۱۹۳۴ کال کې د برېتانیا پلازمېنه لندن کې زېږېدلې وه او د دې په خپله وینا د ټارزن او د سټوري اف ډولیټل غوندې کتابونو له لوست وروسته یې حیواناتو ته لېوالتیا ډېره شوه.
نوموړې ۲۵ کلنه وه، چې د کینیا په یوه فارم (کرونده) کې یې له مشهور پرائمیتولوژیست یا د بشري ارتقا له ماهر پروفیسر لوئس لیکي سره ولیدل.
ډاکترې ګودال هېڅ ډول رسمي تعلیمي سند نه درلود، خو ډاکتر لیکي په خپل څېړنیز پلاوي کې شامله کړه.

د عکس سرچینه، CBS via Getty Images
نوموړې د ۱۹۶۰ کلونو په اوږدو کې د کینیا په ځنګلونو کې خپله لومړنۍ څېړنیزه دوره بشپړه کړه. نوموړې ته په همدې ترڅ کې معلومه شوه، چې ژوي هم د ورځني ژوند چارو لپاره بېلابېل الات کاروي.
دې ولیدل چې لوی بېزوګان (چیمپینزي) په یوه غونډۍ کې د وینو (خځنده) موندلو لپاره له یوه لرګي کار اخلي. جین هغه بیزو د کوډېوډ ګرې په نامه ونوماوه.
له دې مخکې معمولاً داسې فکر کېده، چې یوازې انسانان د خپلې ځیرکتیا له کارولو وروسته له بېلابېلو الاتو کار اخلي.
د ډاکترې ګودال همدې مشاهداتو هغه ساینسي معلومات وننګول چې له اوږدې مودې راهیسې عام وو او له همدې سره ارتقايي ساینس یوه نوې لار وموندله.
د نوموړې دا موندنې مشهورو رسنیو چاپ کړې او د نېشنل جیوګرافیک مجلې پر پښتۍ خپرې شوې، چې له کبله یې نړیوال د پریمیټ له احساساتي او ټولنیزې رویې خبر شول.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د ډاکترې ګودال له څېړنې وروسته معلومه شوه، چې حیواناتو د کورنیو په څېر ګډ ژوند کوي او د سیمې پر سر له یوه بل سره جګړه کوي. په مستند کې نوموړې په داسې حال کې لیدل کېده، چې د چیمپینزي له بچو سره لوبه کوي او په غېږ ورځي.
ډاکترې ګودال به له هغو حېواناتو سره وخت تېراوه، نومونه به یې ورکول او د یوه دوست په څېر به یې غږ پرې کاوه، چې دې به یې په هکله څېړنه کوله.
سره له دې چې نوموړې رسمي زدکړې نه وې کړې، د خپلو څېړنو پر بنسټ د پي ایچ ډي یا دکتورا سند ورکړل شو.
ډاکترې ګودال د عمر ډېره برخه د حیواناتو خوندیتوب، په ژوبڼونو کې د ایسارو بیزوګانو خوشي کېدو او اقلیمي بدلون له کبله د دوی د اوسېدو سیمو ته د اوښتي زیان بیارغاونې چارو کې تېره کړه.








